جنرال عبدالرشید دوستم

تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم موازي حکومت اعلانول غواړي.

جنرال دوستم دا څرګندونې نن په شبرغان کې د امیر عليشېر نوایي په یاد یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

ښاغلي دوستم ویلي، که د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې جعلي اعلان شوې، نو دی به یو موازي حکومت به اعلان کړي.

دوستم وویل: ((د افغانستان په ټاکنو کې ، موږ شفافه او پامه رایه لرو او د جعلي پایلو اعلان نه غواړو، موږ بله چاره لرو که چیرې تقلبي حکومت اعلان شي؛ موږ موازي حکومت اعلانوو.))

ښاغلي دوستم د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او د افغاني لوریو ترمنځ د خبرو هرکلی یې وکړ او ویې ویل: “موږ ټول د سولې په حق کې یوو، که خدای کول د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې پروسه به ډیر ژر یوې موافقې ته ورسیږي او بین الافغاني خبرې به ډیر ژر پیل شي.”

دوستم همداراز ټینګار وکړ چې هغه لاهم د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د لښکرکشۍ وړتیا لري او لکه د تیر په څیر لاهم حکومت کولی شي.

بلخوا مرکزي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

4 thoughts on “جنرال دوستم د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ وکړ”
  1. اوس واضحه شوه چه رشید دوستم لکه په پخوا کښی چه هم یو بی اعتماده نظامی افسرؤ اوس هم ثابتیژي چه یو غیر ملی او کمزوری شخصیت میدان ته راووت چه حتی د خپل مملکت په کمزوره کولو خو څه چه په تجزیه کولو یی هم بندواز نه دی ، د څه د پاره ؟ د مقام او قدرت دپاره ، د پردیو افغان دښمنه حلقاتو د غلامی او خوشحالولو د پاره ، د یوڅه مقدار روپيواو کمیشن د پاره .څو روځی مخکی چه رشید دوستم ته میډالونه ورکول کیدل ، د څه د پاره ؟ دا میدالونه په ده باندی درانه نه ؤ ؟

  2. رشید دوستم به دا آرمان د خپلو لنډغرو سره ګورته وړی ، افغانستان تجزیه نه منی دا واقعیت رشید دوستم د یاده ونه باسی

  3. سلام
    هدف له تبصرې نه شخصی ګټه او غرض نه دی
    خوردضابط رشید هندسه چېرې لوستې چې دموازی به مانا یې سر خلاص شی . ملامت نه دی مرکزی حکومت لاهم دکرزی بالیسی غوره کړې
    حکومت په سالګرو کې اخته دی سالګرې دی له یوه کوره وخه او په بل ننوځه ! ۵۵ فیصده نفوس دورخې به یوه دالرژوند کوی دلته ناتو منتو راغلی او دامنیت مخه نیسی !!! په غور اوفش خط کشی کړې ویناوې(یونس، حنیف) دی هرڅوک وایی چې منم . واقعیت دادی چې کرزی ډیر کمزوری خلک ونازول خو غنی بابا ته به کارده چې دملت وقار اوحیثیت ، ددې مظلومې سیمې په خاطر دداسې بی کفایتو پوقانو په وړاندې قاطع او نر دریځ ولری
    یو شاعردشخصی استغنا به هکله وایی
    من نه ان مرد زر وزن وجاهم
    بخدا ګر! کنم ګر خواهم
    ګرتو تاج دهی ، بسر تو که تاجت نستانم
    ولی رشید باید له خبل ځانه دا و پوشتی چې تاج دده بده هیله ده هغه هم به داسې حال کې دده به دوه دقیقو خبرو کې د پوهې کچه ، دسړیتوب معیار، شخصیت او ککر اخلاق نه راڅرګندیړی چې دی څه وایی؟ رشید او معاونیت هغه هم د یو داسې ملت چې نداف یی هم دحقوقو داستادی/ اسیستانت پروفیسوری ادعا لری

  4. یوه ورځ یو دوکاندار کیسه کوله چی په پیښور ښار کی می کالی پلورنځی درلود نو مخامخ دوکان می یو تقاعد شوی نظامی پوځی وو کله چی د دوستم او طالبانو ترمینځ په مزار کی جګړه روانه وو نو یاد نظامی وویل چی دری ورځی وروسته به طالبان مزار ونیسی چی کله دری ورځی پوره شوی همغه شان وشول نو بیا همدغه دوکاندار (تقاعد شوی پوځی) وویل چی کله طالبان مزار ونیسی نو دوستم به ډول طالبان ووژنی او طالبان به بیرته شاتګ ته مجبور شی

    دغه دوکاندار چی ما سره مجلس کاوو ویل چی ما ته سوال پیدا شو نو دغی پوځی می پوښتنه وکړه چی عجیبه ده ته ناست په دوکان کی او مزار له حالت خبر یی هغه وویل چی زه یو تقاعد شوی پوځی یم دوکاندار وایی چی ما ورڅخه پوښتنه وکړه چی تا لومړی څه وویل بیا هماغه شان مزار ونیول شو مګر بیا دی چی وویل همغه شان طالبانو په مزار کی ماتی وخوړله اصلی خبره به راته کوی نو دا دوکاندار وایی چی یاد پوځی مجبور کړ چی رښتیا راته ووایی

    اخیر پوځی راته وویل چی موږ دا لس کاله کیږی له دوستم سره پدی پلان باندی کار کولو چی اوس موږ خپل هدف ته ورسیدلو

    نو د پورتنی خبری په استناد چی یا رښتیا یا دروغ ده که دورغ وی د هغه دکاندار غاړی دی بندی وی نو لدی ګواښ څخه مخکی چی کله دوستم د اکبر بای په کور باندی حمله وکړ نو هغه وخت کی کرزی غوښتل چی دوستم بندی کړی مګر امریکا یی په ملاتړ کی ځان را مخکی کړ
    همدارنګه چی کله دوستم ښاغلی اشرف غنی ته خطاب وکړ چی د نجیب الله په شان به د دولت سقوط کړم نو پس له هغی امریکایی جنرال سکاټ میلر دوستم ورغی نو اوس امکان ولری چی امریکا او پاکستان پدی باره کی ورسره همغږی وی

    ځکه د طالبانو په وخت کی ایرانی اوپاکستان جنرالان له مسعود او دوستم سره وو

    http://www.taand.com/archives/140208
    سکاټ مېلر، جنرال دوستم ته دوه نښانونه ورکړل

    http://www.taand.com/archives/26742
    د ای اس ای پخوانی مشر وايي د افغانستان د ټیکاو لپاره عبدالله ښه هیله ده

    http://www.taand.com/archives/26732
    حمیدګل: افغانستان اکاډیمیک ته نه بلکې جنګي مشر ته اړتیا لري
    http://www.taand.com/archives/117933
    د اسلامي حزب سرچینې وايي، حکمتیار له دوستم او محقق سره د انتخاباتي ټکټ پر سر موافقې ته رسېدلی

    http://www.taand.com/archives/138139
    جنرال دوستم، له جوزجانیانو د طالبانو پر ضد د پاڅون غوښتنه کړې

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *