تاند- جنرال عبدالرشید دوستم په یوه پیغام کې د تاشکند په غونډه کې د افغانستان د ولسمشر څرګندونې ستایلي او ویلي یې دي چې ده په غور اورېدلي او د افغانستان او سولې په ګټه یې بللي دي.

د افغانستان د لومړي مرستیال ولسمشر پیغام جنرال دوستم ته په منسوبې فېسبوکپاڼې کې خپرې شوي دي.

دې ته په پام چې د تاشکند په غونډه کې د افغانستان په پلاوي کې د جنرال دوستم زوی باتور دوستم هم ګډون درلود، ګومان کېږي چې د دوستم او ولسمشر غني ترمنځ اړیکې بېرته ښه شوي دي.

ویل کېږي چې په وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري یو پلاوی ترکیې ته استول شوی و چې له جنرال دوستم سره خبرې وکړي.

جنرال دوستم په خپل پیغام کې همداراز ویلي«زه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال او د افغانستان د یوه مینه وال تبعه په توګه حالات په ځیر څارم، ډاډ مې ترلاسه کړی چې دا ناستې به بالاخره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا سبب شي.»

ده د ازبیکستان ولسمشر په دې ستایلی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د کوربه توب وړاندیز یې کړی دی.

3 thoughts on “جنرال دوستم په تاشکند کې د ولسمشر غني څرګندونې ستایلي دي”
  1. د ګلم جمو خبره چې قطعه بازۍ کې ئې کوله(مکرویان خوخلاص شد، قرض باشه تا چوری خیرخانه)۰ هغه وخت چې دوی کابل لوټاوه، خلک ئې وژل، له کوروئې ایستل اوپه کابل کې ئې د نورو ښکرورو سره یوځای غوبل جوړ کړئ وه، هغه ښکرور چې اوس په پارلماني مافیاووبدل شوي دي۰ اواوس هم په پټه له پارلمانه تا(جوال دذدم ته) تر ترکې پیسۍ درلیږي۰ تر پرونه دې ولي د سولې خبرې نکولې۰ له کومه وخته سولمندشوې۰ د ازبکستان ټول بوټ ګنډونکي(موچیان) دلته میلیادران شول او د افغان اصلي ولس په سپروخاوروکي لوغیږي۰ جوال دذدم ته شرم پکار دی چې خپله خوله خلاصه کړي اوخلکوته ځان راښکاره کړي۰ولس نور د دوې مخونه لیدل نه غواړي۰ الله ج دې افغانستان له دې ناسوروغړوخلاص کړي۰
    *مونږ پدې څلویښتوکلو کې بیغیرله ټيټواورنځ بل څه ونه لیدل۰مونږه د دې وطن په توروورځو اوتوروخاورو کې لوی شوو،اویواځي(صرف اوفقط) مونږه افغانان له خپل وطنه کوربان شوو۰ ژوند پردووکړ۰ زمونږپردو ته اړتیا نشته، هغو چې ۴۰ کاله ئې دلته افغان ولس وواژه، وکړاوه، نن دې مونږ ته د سولې خبرې نه کوي،«هغوي دې ما او مونږ ته زمونږد ۴۰ کالوحساب راکوي۰ اوداحساب هرومرودي»۰
    څه خدای خونه ئې چې دعرش په منارو کې اوسې »« ته مې منزل زه دې تقدیر آخردروبه رسم
    زماهیوادافغانستان اوهیوادوال دې ودان اوژوندي اوسي۰

  2. څه خدای خونه ئې چې دعرش په مناروکې اوسې۩ ته مې منزل زه دې کاروان آخردروبه رسم

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *