فاریاب ولایت

تاند- د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ افغان امنیتي خواکونو په فاریاب ولایت کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی کریم یوریش رسنیو ته وویل په دې عملیاتو کې نژدې ۴۰ وسله وال طالبان او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ده دغه راز ادعا وکړه چې په دې جګړه کې، چې په قیصار ولسوالي کې روان دي، تر ۷۰ زیات وسله وال طالبان ژوبل شوي دي.

د یوریش په وینا افغان امنیتي ځواکونو له تېرې شپې څخه د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي چې لا هم روان دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی وايي چې د طالبانو دوه زغرګاډي، چې پخوا یې له امنیتي ځواکونو څخه ولجه کړي ول، د امنیتي ځواکونو له لوري د تېرې شپې په جګړه کې ویجاړ شوي دي.

ده وویل چې تراوسه د قیصار ۲۰ کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي او جنرال دوستم پتېلې ده چې عملیات تر غورماچ ولسوالۍ پوري وغځوي.

غورماچ ولسوالي تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري د فاریاب د تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان له شماله په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن په مزارشریف کې د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي.

ویل شوي چې بم د مزارشریف په یوه واټ کې د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی و او مرګ ژوبله یې ملکیانو ته اړولې ده.

One thought on “جنرال دوستم په فاریاب کې د طالبانو خلاف پراخ عملیات پیل کړي”
  1. چهلګزي کې ددوستم دقوې ۵۰ ګوډاګیان د۵قومندانانوپه شمول قتل دامنیه قومندان په شمول ۱۰۰ تنه ژوبل ګڼ مهمات غنیمت شوي
    16-10-2016

    دفاریاب ولایت له چهلګزي ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي : هغه جګړه چې پرون سهار دیادي ولسوالۍ اړوند د کنجک ، کاریز او چهارشنبې په سیموکې دګوډاګي دښمن جنرال دوستم له ګلم جمو ملیشوسره چې چورلکویې هم ملتیا کوله ونښته ماښام ددښمن په تلفاتوسره پای ته ورسیده

    په دې جګړه کې ددښمن ۷ عرادي ټانکونه او ۲ رینجرموټر دماینونو او راکټونوپه مټ ویجاړشوي یو غټ اکمالاتي موټریې سوځول شوی او د ۵ تنه قومندانانوپه شمول ۵۰ تنه ګوډاګیان قتل شوي چې د ۱۵ تنه وژل شویو جسدونه یې دجګړې په ډګر پاتي شوي دي په وژل شویو کې دګوډاګي دوستم ۵ تنه خصوصي قومندانان اوساتونکي ( قومندان میرویس ، مجیدقره ترکمن ، قومندان شاه محمد او ….) هم شامل دي او دقیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د فاریاب لپاره ددوستم خصوصي نماینده نظام ګاؤ په شمول ۱۰۰ تنه ګوډاګیان ژوبل شوي چې دمرکز میمنې ، قیصار ولسوالۍ اوشبرغان شفاخاني یې په زخمیانوډکي دي

    په جګړه کې له دښمن څخه ۲ ټانکونه ، یورینجرموټر ، یو کروزین موټر، یوهشتادودو ، یوراکټ ، ۲ ثقیلان ، ۸ روسي کلاشنکوفونه ، اوپه زیاته اندازه مهمات غنیمت شوي دي

    په دې جګړه کې ۵تنه مجاهدین زخمیان او ۳ تنه نور دشهادت لوړمقام ته رسیدلي ، تقبلهم الله تعالی

    2016/10/16

ځواب ورکول ایمل خاکسار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *