د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یو وار بیا د شخصي زندانونو او د بندیانو پر شکنجې تورن شو.

د کندهار د ولایتي شورا غړی جانان ګلزی وايي، د کندهار امنیه قوماندان شخصي زندانونه لري او بندیان پکې شکنجه کوي.

ګلزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل«جنرال رازق په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې بندیخانې لري او ملکي خلک یې پکې بندیان کړي او شکنجې ورکوي.»

پر جنرال رازق تر دې پخوا هم د بشري حقونو ډلو او عامو افغانانو په ځلونو د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي دي.

د سږ کال په اپریل کې د ملګروملتو د شکنجې ضد کمېټې رازق د شخصي محبسونو پر لرلو او د بندیانو په ربړولو تورن کړ.

دې کمېټې دا هم ویلي چې رازق خپل یو شمېر مخالفان په بې رحمۍ وژلي دي.

پر نوموړي دا تور هم دی چې د کندهار- سپین بولدک د لارې له موټرچلوونکو او دغه راز د سپین بولدک له ګمرکه غیرقانوني پیسې اخلي.

خو جنرال رازق دا تورونه رد کړي دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی ښاغلی ګلزار وايي، داسې کسان پېژني چې د رازق په امر په میاشتو میاشتو د ده په شخصي زندانونو کې بندیان شوي دي.

«ما ته د یوه افغان سوداګر په اړه معلومات راکړل شول چې له پاکستان څخه د تذکرې د اخیستلو لپاره کندهار ته راغلی و. دغه کس د امنیه قوماندان له لوري ونیول شو، سره له دې چې له دې قضیې ۸ میاشتې وځي، جنرال رازق تراوسه پورې څارنوالۍ ته د دغه سوداګر دوسیه نه ده لېږلې.»

د کندهار د ولایتي شورا غړي وویل چې ښايي د رازق په شخصي بندیخانو کې داسې په سلګونو کسان بندیان وي.

پر جنرال رازق دا تورونه په داسې وخت کې لګول کېږي چې ولسي جرګې نن /شنبه/ د شکنجې د منع کېدو قانون تصویب کړ.

د کندهار ولایتي ادارې او جنرال رازق تراوسه پورې د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

جنرال رازق سره له دې چې امنیه قوماندان دی خو په سیاسي مسایلو کې هم ګوتې وهي او سیاسي بیانونه ورکوي چې له قانوني پلوه امنیتي چارواکي ورڅخه منع دي.

ده په وروستیو کې د حکومت مخالفان کندهار ته وبلل او د عطا محمد نور په قضیه کې یې د حکومت د دریځ مخالفت وکړ.

ګومان کېږي چې رازق په دې پوهېږي چې له عطا محمد نور وروسته د ده وار دی.

4 thoughts on “جنرال رازق شخصي بندیخانې لري او بندیان پکې ربړوي”
  1. ښاغلی رازق، ښاغلی عطآنور، ښاغلی قدیر او د دوی په څیر ورته قوماندانان دیی په دیی پوه شی، چه نور هغه وخت پای ته په رسیدو دی، چه زورواکیان، فسادیان، او قاتلان دیی پکی شتون ولری.

    افغانستان نور پوهه، مسلکی اوزیرکه څیرو ته اړتیا لری، او زورواکیان نور محاکمی او قظآ ته اړتیا لری

    تل دی وی افغانستان

  2. وایم سم یې وخت دی چې ولسمشر ددغه جنایتکار دنده وځنډوي او عاجل لوی څارنوالي یوتکړه ټیم تحقیقات پیل کړي. او که عطایي کانې وکړي، له نړیوالې جنایي محکمې وغواړي چې رامخته شي او د هاګ ویزه ورته برابره کړي.

    ملي خاین چوربابا خو په افغانستان کې ماران وکرل او وی روزل. که دغه ماران ونه ریبدل شي افغانستان د مطلقې تباهی خواته ځي. نور نو خلکو د صبر چلوصاف هم لبریز شوی

  3. د دی غلو او اشرارو د اولادی څخه که څوک د انسانیت او د خیر تمه لری نو دا به دوخت ضایع کول وی

  4. دجنايت کار مخنيول دہ ہرافغان مسلمان دندہ دہ اوہم دا موقع دہ چہ دملې قاتلانو غلو مخہ ونيول سي اوکوشش وسي چہ رازق ہم دحذف پہ ليکو کي راسې افغانستان بہ ہمداسي پآتي وي ہيڅ اسمان ځمکي تہ نہ رازي

ځواب ورکول مولوى محمدسليم انقيادي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *