د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایپاڼو د انتقال په مساله کې پولیسو بیځایه مداخله کړې ده.

د دغه کمېسیون مسوولان وايي، د امنیتي ځواکونو او امنیه قوماندان د دغه عمل له امله د کابل په یو شمېر ناحیو او سروبي ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلک د رایې له ورکولو محروم شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي، دغه موضوع یې ولسمشر کرزي ته رسولې ده.

د ټاکنو پر ورځ د رای پاڼو د انتقال په بهیر کې د کابل امنیه قوماندانۍ او پولیسو مداخلې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غبرګون را پارولی دی.

د جوزا پر ۲۴مه په پلچرخي او سروبي ولسوالۍ کې خلکو د رایپاڼو د خلاصیدو شکایتونه وکړل او وروسته خلک په لاریون راووتل، خو هغه موټر، چې سیمې ته یې رایپاڼې انتقالولې، پولیسو د تګ اجازه نه ور کوله.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو د دارالانشا پر رییس د درغلۍ تور لګیږي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس وايي، چې دغه رایپاڼې د غوښتنې او توافق او همغږۍ په نتیجه کې لیږدول کېدې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس د کابل امنیه قوماندان دغه عمل له قانون نه سرغړونه بولي او وايي، دوی د خپلو ساحوي تنظیموونکو د غوښتنې پر اساس سیمې ته رایپاڼې استولې.

د کمیسیون مسوولان وايي، چې کابل امنیه قوماندان په یو شمېر ناحیو او سروبي ولسوالۍ کې ګڼ خلک د رایې ورکولو له حقه محروم کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس وايي، د کابل امنیه قوماندان دغه عمل د ده پر وړاندې دسیسه ده.

امرخیل د کابل امنیه قوماندان له خوا د شوې ادعا د څېړلو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، که دغه موضوع جرمي اړخ ولري قضايي او عدلي ارګانونه به يې وڅېړي او که ټاکنیزه سرغړونه یا تېروتنه وي، دوی یې څېړي.

بدبختانه چې په کابل کې یو شمېر رسنۍ چې د لیدلو او پوښښ ساحه یې هم ډېره پراخه ده په پوره بې شرمۍ سره دغې موضوع ته بل رنګ ورکوي او په لوی لاس غواړي دغه مسلکي شخصیت تورن کړي.

بله ستره ستونزه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رییس او یو شمېر کمېشنرانو ضعیف چلند دی، د عبدالله عبدالله یو پلوی کمېشنر کولای شي هرڅه وکړي خو دوی په دومره ستر ټیم سره نه دي توانېدلي له امرخېل نه چې په حقه دی دفاع وکړي.

له کابل نیوز په مننې

0 thoughts on “جنرال ظاهر خلک له رای ورکولو محروم کړل / رحمت الله جمالزی”
  1. انخور بالا را مشاهده كنيد توطئه كران مصروف بلان توطئه امرخيل است انشأ لله دركمترين وقت توطئه كران در دام خواهد اقتيد

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *