تاند- د افغانستان د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندوز په جګړو کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو ځانبولی والي وژلی دی.
جنرال مراد علي مراد وايي، د طالبانو والي مولوي عبدالسلام په کندوز ښار کې د طالبانو د جګړې پلان جوړوونکی و.
طالبانو تراوسه پوري د عبدالسلام د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) وايي چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار په ځینو سیمو کې د خلکو جایدادونو، دوکانونو او دولتي ادارو ته اور ورته کړی او خلک یې ځورولي دي.
د کندوز له اکثرو سیمو څخه د طالبانو له وتلو سره سره لا هم د دغه ښار اوسېدونکي برېښنا او اوبه نه لري او د لارو د بندېدو له کبله د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
په ښار کې د موجودو خوراکي موادو بیې څو برابره لوړې شوي دي.
دا طالبان نه دي بلکې یو آفت دی