جنرال نیکلسن

تاند- جنرال مک نیکلسن، چې د ولسمشر بارک اوباما له لوري په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت یا د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه نومول شوی دی، وايي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

ده په عین حال کې د امریکا د مشرانو جرګې غړیو ته د پنجشنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ثبات لپاره به د لازمو امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه له سره کتنه وکړي.

جنرال نیکلسن، چې د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته خبرې کولې، وویل چې که د مشرانو جرګې له لوري په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په حیث تایید شو، نو په څو میاشتو کې به د افغانستان وضعیت تر دې ښه وجاجولی شي.

جنرال نیکلسن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په باب د ولسمشر بارک اوباما د ستراتیژۍ ملاتړ وکړ چې ځیني منتقدان یې د سیاسي مصلحتونو پر اساس بولي.

نیکلسن سناتورانو ته وویل چې پرېکړې به یې له پوځي ستراتیژۍ سره همږغې وي.

ده خپلې خبرې په دې عبارتونو پیل کړې:د دې لپاره چې افغانستان بیا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر تر یوولسمې مخکې حالت ته لاړ نه شي، «سم شمېر ځواکونه» او «سم امکانات» پکار دي.

نیکلسن د ناټو او امریکايي ځواکونو د اوسني قوماندان جنرال کېمبل ځای نیسي چې ټاکل شوې ده تقاعد شي.

حاضردمه په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي او نور هغه زور او دبدبه نه لري چې په ۲۰۱۰ کال کې یې درلود.

کېمبل په ځلونو له اوباما غوښتنه کړې چې له افغانستانه ټول پوځیان ونه باسي ځکه چې طالبان او القاعده لا هم جدي خطرونه دي.

ټاکل شوې وه چې د تېر (۲۰۱۵) میلادي کال په پای کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۵۵۰۰ ته رالږ شي او په ۲۰۱۶ کې صفر ته راټیټ شي.

نیکلسن د سناتور لیندسي ګراهم د یوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې که د امریکايي پوځیانو شمېر زرو ته راټیټ شي تروریستي ضد عملیات نه شي کولی.

ده وویل چې حاضردمه په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د جنرال کېمبل نظر تاییدوي.

One thought on “جنرال نلسن وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی”
  1. حالات عمدا او قصدا داسی راجوړیږی چی خارجی قواوی دډیر وقت دپاره پاید په افغانستان کی پاته شی .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *