تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، داعش ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې د خراسان خلافت جوړ کړي.

جنرال نیکلسن د یکشنبې په ورځ این بي سي نیوز ته په مرکه کې وویل، سره له دې چې داعشیان افغانان نه دي او افغانانو له دې ډلې بد راځي خو داعش یا اسلامي دولت ډله ډېر تمرکز په دې کوي چې د خراسان په نامه خلافت په افغانستان کې جوړ کړي.

نیکلسن وویل، امریکا ډېر بهرني جګړه مار په تېره بیا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ازبک غړي او د پاکستاني طالبانو پښتانه لیدلي چې په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې سره یوځای کېږي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت قوماندان وویل، تېر کال افغان امنیتي ځواکونو درانه تلفات ګاللي او سږ کال د دوی د مرګ ژوبلې شمېر د تېرکال هومره او یا له هغې هم یو څه زیات دی.

ده زیاته کړه، د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدو اندېښمن کړی دی.

جنرال نیکلسن د افغان پولیسو په قومانده کې ستونزې زیاتې وبللې او ویې ویل چې په ملي اردو کې هم په کمه اندازه دا ستونزه شته.

نیکلسن په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په کابل کې تر ټولو غټې حملې د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې تنظیموي.

د نیکلسن په وینا طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې پناهځایونه لري او لا هم اجازه ورکول کېږي چې له خپلو پناهځایونو په افغانستان کې حملې وکړي.

2 thoughts on “جنرال نیکلسن وايي، داعش په افغانستان کې د خراسان د خلافت هڅه کوي”
  1. دا یوه اشاره ده او چې کله پرې دوی خوله وخوځوي مانا دا چې داعش ته داسې نظریه ددوی د جوړونکو او همایه کونکو لخوا ورکړل شوې. زمونږ غله او فاسد مشران په غلا او فساد مصروف دي، خو پدې نه پوهیږي چې ډیر زیان به یې همدوی ته رسي ځکه ماڼۍ او جایدادونه خو د همدې غلو او مفسیدینو دي. د غریب او بې چاره ولس نه به څه پاتې شي. نړیوال خپل جنګونه زمونږ هیواد ته راوړي او مونږ پکې ددې غدار، ګوډاګي او غلو چارواکو د لاسه سوځو. دا غله خو ټول د نورو هیوادونو تابعتونه لري او چې کله حالات خراب شي پښې به سپکې کړي. زه نه پوهیږم چې دا ویده ولس به کله راویښیږي او ددې ګوډاګو چارواکو او د بې مذهبه تش په نامه اسلامي ډلو ګریوان ته به لاس اچوي.

  2. ښه نو چې دومره د پوهیدو وړ ده چې دا هر څه په پاکستان کې تنظیمیږي نو بیا څه کول پکار دي،دپاکستان په وړاندې د ښکېلو بهرنيانو سکوت د داعش نه د دوی د غوڅ ملاتړ بل څه ډول تعبیریدای شي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *