تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن یو وار بیا وویل چې شواهد شته چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.
جان نیکلسن فارن پالیسي خپرونې ته وویل، افغان چارواکو هم په ځلونو ویلي دي چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.
نیکلسن تر دې وړاندې د مارچ په درویشتمه هم ویلي و چې روسیه نه یوازې د طالبانو ملاتړ کوي، بلکې دې ډلې ته وسلې او مهمات ورکوي.
ده بي بي سي ته ویلي و چې روسه په افغانستان کې د ثبات ګډوډوونکې ده او د تاجکستان له لارې طالبانو ته وسلې ورکوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوغ د جان نیکلسن تور رد کړ خو ویې ویل چې روسان له طالبانو سره تماسونه لري او طالبانو ورڅخه پیسې غوښتي دي.
ده وویل، له طالبانو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنه دا وه چې وسلې په اسانه له افغان ځواکونو څخه په بیه اخیستلی شي خو روسیه دې پیسې ورکړي.
په وروستیو کې له ټولو نښو نښانو داسې څرګنده شوې چې روسیې، ایران او پاکستان د افغانستان او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور پر ضد یو پټ مثلث جوړ کړی دی.
زویه پدې خړ مخ او خړ لباس
که روسانو درنه پوښتنه وکړه چه تاسی ولی د شوروی مخالفینو ته وسلې ورکولې نو هغه وخت به ستاسی ځواب څه وی؟
البته زه د سولی او آرامی طرفدار یم، فقط دا یوه منطقی پوښتنه ده او بس
ښه فرض کړه ورکوي يې نو څه کوچ تري باسئ؟ او څه مو په وس پوره دي؟، تاسو له پاکستان سره څه وکړل چې اسما بن لادن يي ساتلی وو؟ تاسو د منصور په ساتلو پاکستان خلاف څه وکړل؟ تاسو د کوټي د شورا؟ پښور شورا ؟ همدا ډول تاسو د جلادین حقاني ډلي په ساتلو پاکستان چې یو غریب بی چاره او د سلو ستوونځو کې راګیر ده څه نشی ویلی نو د روس خلاف خو تاشو هیڅ هم نشي کولی…اکراین کې يې کریمیا، او دونیڅ درڅخه ونیول، سوریه کې د اسد په ملاتړ ستاسو ټول ملګري بمبارد کړل، تاسو هیڅ هم و نه کړل
.. بس د افغانانو مرګ ته مو چل جوړ کړی،
ایران، پاکستان ، روس ته تش مخ هم نشی ور اړولی یوازي میډیا درته پاتي ده
همدا اوس پاکستان طالب داعش همایه کوي
پرون د پاکستان الوتکو په افغانستان کې د ننه په د چیټ الوتکو په واسطه بمبارد وکړ تاسو څه وکړل ؟ هغه ستاسو تړون افغانانو ته څه ګټه ورسوله؟
نو چې پاکستان بمبارد کوي توغندی راشړي تاسو څه نه کوي سبا که روس او ایران هم همدا کار وکړی تاسو به تش میډیا کې خبري کوئ ؟