تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: د امریکا د سي آی ای پخواني مشر جنرال ډیویډ پټریاس فاکس نیوز ته ویلي، کمپ ډیویډ کې له ډونالډ ټرمپ سره د طالبانو سمبولیکې پلان شوې ناستې سختې اندېښنې راپارولې وې، مګر ښه شوه چې ولسمشر ټرمپ په وروستیو کې سمه پرېکړه وکړه.

پټریاس دغه راز د سولې د مذاکراتو د لغوه کېدو په باب ویلي چې په دې تړاو پنټاګون کې دننه ځینې جدي اندېښنې موجودې وې.

جنرال پټریاس په ډاډ سره فاکس نیوز ته په خپله تازه مرکه کې ویلي چې طالبانو په هیڅ صورت په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی راکم کړی: (( له همدې کبله شدیدې اندېښنې وې چې طالبان ایا هغه څه چې وایي پلي کولی یې شي؟ طالبان څنګه کولی شي د هغې القاعدې او اوسني داعش مخه ونیسي چې کله پر افغانستان د طالبانو واکمني وه نو هلته د امریکا پر ضد د سپټامبر د ۱۱مې بریدونه پلانېدل.))

پټریاس زیاته کړې، طالبانو مخکې له دې چې له ولسمشر ټرمپ سره ملاقات وکړي، خپل حسن نیت یې ونه ښود: (( طالبانو حتی له هغه وخته چې موږ د نیک نیت له مخې ورسره مذاکرات کول، د ښه نیت لپاره تاوتریخوالی کم نه کړ، دوی د اشرف غني له منتخب ولسواک حکومت سره مذاکراتو نه ډډه کوله، حتی راروانو انتخاباتو کې هم طالبانو نه غوښتل چې اشرف غني حضور ولري.))

جنرال پټریاس په ټاکنو کې د اشرف غني له حضور سره د طالبانو د مخالفت خبره په داسې حال کې کوي چې ښاغلي غني په دې وروستیو کې پاکستان او ایران ته د طالبانو د پلوۍ له کبله د اقتصادي زیانونو اړوونکی افغان سیاستوال بلل کېږي.

4 thoughts on “جنرال پټریاس: طالبانو په ټاکنو کې د اشرف غني له ګډون سره مخالفت درلود”
  1. د ځناوربدوي طالب اختلاف د اشرف غني سره نه دی، په افغانستان کې د سیاسی ټولنیز مدنیت او ټولو مدني تاداوونو سره دی. غواړي دا ټول له منځه یوسي اوپرځآی یې بوین بدوي وروست خوسا کیبلي امارت و امارتي خرتوب شروع کي

  2. چې دا د افغانستان دښمنان به ولې له جلالتمآب دوکتور محمداشرف غني له ولسمشرۍ او زعامت نه دومره ډار او وېره لري؟
    راځئ مونږ ټول د افغانستان د دښمنانو له ضده سره یو شو. په راتلونکو انتخاباتو کې ټول خپل ملي زعیم او ولسمشر ته په قاطع اکثریت سره رایه ورکړواو دوی ته واک ورکړو چې د افغانستان دا ګوډه او ماته کښتۍ تر ساحله ورسوي. د دوکتور محمد اشرف غني بریا به د ټول ملت بریا وي.

  3. د طالبانو غوښتنه د پنجاب د هیرا منډۍ د مفتیانو فتوی ده ځکه چې اشرفغنی له اقتصادی نظره وطن له پاکستان ازاد کړ او افغانان دولتسازی ته نږدی شوي دي !ا

  4. افغانان باید اوس پدی پوه شی چه بوین طا لب خپلواکه ندی دا تول دپکستان چاپلوسان دی په واقیت کی دا غوشتنه د طا لب بلکه دچتلستان ده پنجابیان پدی پوهیژی چه دا وطن یوازی غنی غنی کولای او پاکستان ته په سترگو کی ننوتلای شی نو طالبانو همیشه د خپل بادار پنجابی پروژه پر مخ بیولی او همیشه به ی خدای شرمی لکه چه وشرمیدل .
    Sj

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *