تاند: (ابوبکرجبارخېل)- په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو سر قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټي بریدونو په هلکه د بې خبرۍ ترڅنګ دا د رسنیو تبلیغات وبلل.

جنرال ډنفورډ د چارشنبې په ورځ له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې پر افغانستان د راکېټي بریدونو او پر کنړ ولایت د توغول شویو راکېټونو په اړه بې خبري څرګنده کړه، اويې ویل چې مطبوعات په دې اړه د رپوټ په وړاندې کولو کې مبالغه کوي.

په دغه لیدنه کې له ډنفورډ ترڅنګ په کابل کې د امریکا سفیر هم ګډون درلود او ولسمشر کرزي ته یې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د کمولو او ایستلو د پروګرام په اړه جزئيات وړاندې کړل.

کله چې ولسمشر په دې لیدنه کې پرکنړ ولایت د پاکستان د وروستیو راکېټي بریدونو په اړه معلومات وغوښتل نو جنرال ډنفورډ پرې بې خبري څرګنده کړه او دا یې د مطبوعاتو له لوري د رپوټ ورکولو په وخت کې مبالغه وبلله.

خو د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي پر افغانستان د دیورند د کرښې له هغې خوا څخه د راکېټي بریدونو په اړه معلومات ورکړل، اويې ویل چې په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۳۰۰ راکېټونه پر کنړ ولایت توغول شوي دي چې له ۱۲ ډېر ولسي وګړي يې ټپیان کړي او یوشمېر کورونه يې له منځه وړي دي.

په یاده غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي وویل چې د بریدونو د مخنيوي او بندښت په موخه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او په وینا یې چې د پاکستان لوی درستیز ورته د دغو راکېټي بریدنو څخه انکار کړی دی.

په همدې حال کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ او په افغانستان کې د امریکا سفير جمیز کننګهم ژمنه وکړه چې دغه موضوع به له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر حامد کرزي ټينګار وکړ چې له هغې مخکې چې د افغانستان حکومت بل اقدام ته مجبور شي، د دغو راکېټي بریدونو په اړه به له پاکستاني چارواکو څخه جدي وضاحت وغواړي.

د دغې غونډې په بله برخه کې جنرال جوزف دنفورد له ۲۰۱۴ کاله وروسته د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دغو ځواکونو د شمېر او له ۲۰۱۵ څخه د ۲۰۱۷ کال ترپایه د دغو ځواکونو د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل؛ خو ټينګار يې وکړ چې له افغانستان سره به په ځانګړې توګه د وسله وال پوځ د پیاوړتیا په برخه کې به، د هغه هېواد ژمنې او مرستې همداسې روانې وي.

نوموړي څرګنده کړه چې د ۲۰۱۷ میلادي کال ترپایه به له بګرام پرته ټولې امریکايې اډې افغان حکومت ته وروسپارل شي او د بګرام اډه به هم د افغانستان له حکومت سره په تفاهم کې وروسته ولېږدول شي.

د ناټو ځواکونو قوماندان څرګنده کړه چې امریکا تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې د افغاستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او پیاوړتیا د بهير د بشپړېدو لپاره ژمنه ده.

0 thoughts on “جنرال ډنفورډ: رسنۍ پر سرحدي سیمو د راکټي بریدونو په تړاو له مبالغې کار اخلي”
  1. دیر اعلا ، دانفور صاحب دا درې سوه راکتونه پر افغانستان باندی د پاکستان حق وباله او افغان رسنئ هم دیر مبالغه کړېوه، د افغان د دفاع وزارت ګذارش یی هم واوریده ، او نتیجه څه شوه؟
    خیر دئ پاکستان حق لری او افغانستان باید چپله خوه کشینی، خپل غږ را ونه باسی! خیر خیرت دئ ، دا مرګونه دافغانستان برخه ده! دا یی هم دامریکا سره نظامی موافقه یا معاهده!!!!؟؟؟؟؟؟؟
    افغانستان آبادسو!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟
    چپ چپ چپ ! چپ

ځواب ورکول محکوم افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *