تاند – په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمبپل په واشنګتن کې وویل چې روان کال د طالبانو تلفات د تیرکال په پرتله ښایي درې یا څلور چنده زیات شوي وي.

جنرال کمبپل چې په واشنګتن کې یې د بروکنګز انسټیټیوټ په تحقیقاتي مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه چې طالبان نور له جګړې ستړې شوي دي او دوی غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي. د دغه امریکایي جنرال په باور طالبان پوه شوي دي چې دوی د افغانستان حکومت نه شي پرزولی نو غواړي چې سوله وکړي.

د طالبانو د قدرت په اړه جنرال کمبپل وویل چې دوی نه سیمې لاندې کولی شي او نه هم هغو ستراتیژیکو هدفونو ته چې غواړي ورورسیږي، ځانونه رسولی شي. جنرال کمپل بیا وویل، طالبان دا وس لري چې یوه ولسوالي ونیسي خو هغه هم نه شي ساتلی.

د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان بیا طالبان له داعش سره پرتله کړل او ویې ویل چې داعش د طالبانو په مقایسه خپلو خلکو ته ډیرې پیسې ورکوي نو دوی په دې ډول د طالبان کسان جذبوي.

جنرال کمبپل بیا وویل، د ملا محمد عمر مړینې هم د سولې بهیر ته لاره پرانیستې ده.

د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سربیره پر دې چې افغان ځواکونه وستایل د سه شنبه په ورځ یې د خبرو پر مهال په واشنګتن کې د هغوی پر ځینو قوماندانانو اعتراض وکړ او ویې ویل چې اوس هم هره میاشت لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان د پولیسو یا پوځ له لیکو وځي او کار پریږدي. د جنرال کمپل په باور له امنیتي ځواکونو سره ناسم چلند دې ته لاره پرانیستې ده چې یو شمیر کسان د هغوی له لیکو ووځي.

One thought on “جنرال کمبپل: روان کال د طالبانو تلفات درې څلور برابره زیات شوي”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *