تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: امریکايي جنرال جک کین د هریټیج بنسټ یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د طالبانو د سخت دریځۍ او دغې ډلې سره د سولې خبرو کې د لیوالتیا له کمېدو سره دا ضروري ده چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال کین ویلي، امریکا په ۱۸ کلونو کې د القاعده د بریدونو د مخنیوي برخه کې پرمختګ کړی دی خو اوس که پوځیان باسي ډیرې منفي پایلې به ولري.

جنرال کین وايي، طالبان به د انتخاباتو په صورت کې په افغانستان کې یوه ولسوالي هم ونه ګټلی شي، ځکه د ده په وینا خلک د دغې ډلې تسلط بیا نه غواړي: (( هغوی په دې یقیني دي چې که طالبان واکمن شي، بیا به ظلمونه پيل شي او ماشومان به یې له زده کړو پاتې شي.))

جنرال کین چې د پوځ مرستیال لوی درستیز پاتې شوی دی اوس د امریکا د دفاعي کمېسیون غړی او د جګړې د مطالعاتو د انسټیټوټ مشر دی، وايي، له ولسمشر غني سره یې څه موده وړاندې خبرې وکړې او د هغه حکومت د تېر حکومت په پرتله مختلف دی.

نوموړی وايي، پخواني افغان حکومت امریکا ته تل درواغ ویلي دی: (( ولسمشر غني ته مې وویل، تاسې باید ثابته کړئ چې د پخواني حکومت څخه مختلف یاست، مګر زه باور لرم چې طالبان امریکا ته د وتلو لپاره هر ډول وعدې ورکوي تر دې چې اوربند هم کوي، خو نیت یې ښه نه دی.))

نوموړی وايي، طالبان غواړي د امریکايي ځواکونو په وتلو خپله فتح اعلان کړي او د اسلامي امارت د بیا احیا کولو جواز ترلاسه کړي، ځکه د جنرال کین په وینا طالبان باوري دي چې امریکا سره تر سولې وروسته دوی افغان حکومت راچپه کولی شي: (( طالبان جمهوریت نه غواړي، دا وخت پر طالبانو د باور وخت نه دی.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په هوکړه کې د بې باورۍ خبره ډېره ښکته پورته کېږي.

څه موده وړاندې د طالبانو پلوي سیاستوال حضرت عمر زاخیلوال هم ویلي وو چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه بې باورۍ ځنډولې ده.

4 thoughts on “جنرال کین: په طالبانو باور نه دی په کار، ځکه دوی جمهوریت نه غواړي”
  1. د افغانستان ملت او دولت خو څه کوی ، دادی اوس خارجیان او امریکائیان د یوکال مذاکراتو وروسته پرطالبانو د د باوری ، ادعا کوی . د افغانستان د ملت او دولت د پاره خو دغه کافی ده چه طالب ته د اوربند پیشنهاد کوی چه شرعی او ملی اصل دی په مذاکراتو کی خو طالب یی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره اوربند نه منی ، خو د امریکائیانو سره بیا د اوربند خبره منی ، د افغانستان ملت داسی د اسلام ټـیکه دار طالب مشرانو ته حیران پاته دی چه د افغان مرګ او قتل ځان ته روا بولی خو د امریکایی عسکر وژنه ناروا بولی دا په کوم کتاب ؟ په رښتیا چه طالب چارواکی د افغان دښمنه طاقتونو ګوډاګیان ، کمیشنکاران او دجګړی د تجارت دکاندارن دی . د خبرونو دمخی په دوی کی دادی امیرخان متقی چه ځانته یی د جګړی بیله پټه دوکانداری شروع کړی وه د قطر دسیاسی دفتر نه شړل شوی .

  2. د ټالیبانو بیا ځلې امارت جوړول
    ټالیب یوه پنجابي پروژه ده چې په افغانستان کې د ترور ، وحشت ،جګړې دوام لپاره جوړه شوېده . پنجاب د مجاهدینو ماموریت په ډېره کامیابۍ سره پای ته ورساوو:
    د افغانستان قانوني دولت یې پرې ړنګ کړ ،
    د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان پلان یې شنډ کړ.
    د افغانستان مجهز ، مجرب او روزل شوی پوځ یې ړنګ او ټول تجهیزات یې پر پنجاب د زړو اوسپنو په بیه وپلوره .
    د وروستیو سلو کلونو ټول جوړشوي اقتصادي تاسیسات یې وران کړل.
    د افغانستان ټول لوی ښارونه یې په کنډوالو بدل کړل .
    په زرګونو ملي کدرونه ، نظامي افسران ، دولتي مامورین ، د ښوونځیو او پوهنتون استادان ، انجنیران ، داکتران او محصلین یې یا ووژل او یا هم له هېواده خارج ته مهاجر کړل ….
    ټالیبانو د پنجاب پورتنیو اهدافو ته نور هم په ډېر صداقت سره کار وکړ.
    ښځې يې له کوره دباندې وتلو نه منعه کړې . دولتي ادارې ټولې فلج شوې،
    ښوونځي وتړل شول ، د هېواد د دفاع ساتنه د پنجابیانو تر څارنې او نظارت لاندې شوه ، د دولتي پروژو د بیا جوړولو مخه ونیول شوه او دادی پدې اتلسو وروستیو کلونو کې کومې اقتصادي او ملي پروژې چې لږ او ډېر بیا رغول شوې وي دوباره ویجاړې کړې.
    د ټالیبان بیا حاکمیت د ظلمت او تورتم دور ته ښه راغلاست ویل دي.

  3. محترم یفتلی صاحب د مزدورو او قاتلو راپيداکړشوو طالبانو په هکله د تاسو نظرکاملآ واقعیت دی ، اوس په افغانستان کښي د پخوانی اتحادی شوروی یرغلګر په عوض په ډیره فریبی سره امریکا یرغلګر دا مختلف مکروبونه د ملت پر اوږو سپاره کړی دی ، ملت په وچه ډوډی پسی سرګردانه دی او امریکا د خپلو مردودو هدفونو لپاره دا مکروبونه ملیارډران کړی دی، خلاصه اوس په افغانستان کښي تامه انارشی روانه دی اوددی پای نامعلوم دی !!!! د طالبانو سره د صلحی بابولانی یوازی او یوازی فریبی دی

  4. ټوله مکاری د امریکا په لاس کی دی ځکه چی دوی پریمانه ډالر پنجاب پوځ او استخباراتو ته ورکوی آن تردی چی ټرمپ وویل ۳۳ میلیارده ډالره موږ پاکستان ورکړل مګر پاکستان را سره فریب وکړل
    نو دا پیسی او ډالر خو یی تنها په ۱۸ کالو کی ورکړی پاتی شو چی داخلی جنګونو او روسیه په مقابلی کی به څومره ډالر امریکا همدی لنډه غرو مجاهدینو ته ورکړی وی

    نو لدی معلومیږی چی امریکا او پآکستان دواړه د افغان وژنی او ۴۰ کلن قاتلین دی
    کچیری دوی په رښتیا غواړی چی طالب همدی سولی لپاره او اوربند لپاره راضی کړی باید په پنجاب پوځ او استخباراتو باندی فشار او بندیز ولګوی

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *