خبریال: میرویس جلالزی – په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جوزیف کېمبل د لومړي ځل لپاره ومنله چې افغان امنیتي ځواکونه په یوازي سر نه شي کولای جګړه پر مخ بوځي او د دې لپاره پکار ده چې د ناټو او ایتلاف په پلان او ستراتیژي کې بدلون راوستل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو لاس ته د کندز د لویدو او همدا راز په همدې ولایت کې د امریکايي ځواکونو له لوري پر روغتون د برید په باب د معلوماتو پر مهال د امریکا د کانګرس یوې کمیټي ته وکړې.

جنرال کېمبل وایي چې افغان ځواکونه د یوازي ماموریت توان نه لري او ده د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د خروج د پلان پر ځای یو بل وړاندیز هم سپارلی دی.

په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون برید که څه هم امریکايي ځواکونو منلی خو وايي چې دا برید د افغان ځمکنیو قواوو په غوښتنه ترسره شوی دی.

جنرال کېمبل وایي چې افغان ځواکونه باید د جګړې لپاره لا هم وروزل شي او د یوې اوږدې مودې لپاره باید زموږ د قواوو ملاتړ له ځان سره ولري.

دغه امریکايي درې ستوري جنرال همدا راز وویل چي ولسمشر اوباما د افغانستان په ماتیدونکي او بحراني حالت ښه خبر دی او هر څه له نږدې څاري.

جنرال کېمبل چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د سرتیرو له تت حضور سره موافقه نه درلوده وايي چې د امریکا حکومت باید د اوسنۍ ستراتیژۍ ځيني برخې بدلې کړي ځکه لا هم ډیر ناوخته نه دی.

نوموړي وايي له کله چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان اعلان شوی عیني حالت ډیر بدل شوی دی.
هغه وایي په سوریه او عراق کې د داعش را ټوکیدل او د طالبانو لاس ته د کندوز لویدل دا ښيي چي حالات په شدت بدلون مومي.

د ناټو دغه قومندان زیاتوي چې ولسمشر غني ورڅخه غوښتنه کړې چې ژر له افغانستانه و نه وځي ځکه ځواکونه یې اوږد مهال ملاتړ ته اړتیا لري.

One thought on “جنرال کېمبل، افغان ځواکونه په یوازي سر د جګړې توان نه لري”
  1. اوس مو عقل سرته راغی، افغانان خو د کلو راهیسې وایي چې اردو یې لا زیاتې همکارۍ او تجهیز ته اړتیا لري، جنګي الوتکو او نوې سقیله وسلې ورته پکار دي نه ستاسو تاریخ تیرې او پاتیشونکې وسلې او د ټولو نه زیات ستاسو صداقت او ریښتینې دوستۍ ته اړتیا ده نه ستاسو دوه مخیزه لوبه. دا خو ښکاره خبره ده چې د دولت مخالفین د دولت څخه زیات په ښو وسلو سمبال دي او ستاسو په شمول د ډيرو تور مخو او سور مخو ملاتړ لري. که تاسو په رښتیا وغواړئ او دخپلو شومو مرامو نه تیر شئ نو زه باور لرم چې دا تپل شوې جګړه په يوه میاشت کې ختمولی شئ. په هر څه چې ایمان لرئ د هم هغې په خاطر نور افغانان مه قرباني کوئ.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *