تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د طالبانو نظامي کمېسیون ته منسوب یوه اعلامیه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده راغلي چې جنګیالي یې له دې وروسته نور نه شي کولی چې د اوسېدو په ځایونو، جماتونو او عام المنفعه ځایونو کې پټ شي.

د طالبانو د نظامي کمېسیون مشرانو په دې اعلامیه کې د ټولو ولایتونو طالب جنګیالیو ته امر کړی چې له دې وروسته دې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو سره د جګړې او یا هم هوايي عملیاتو پر مهال د عامه اوسېدنې له ځایونو، کورونو، جوماتونو او عام المنفعه ځایونو څخه د پټنځای په توګه استفاده نه کوي.

د طالبانو دغه اعلامیه په څو ولایتونو خصوصا په هرات کې په ډېرو سیمو ویشل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو په اساس تېر ۲۰۱۹ کال کې طالبان د ۷۱ سلنه ملکي تلفاتو په برخه کې پړه بلل شوي دي، خو دغسې ډلې اوس له امریکا سره د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې ده.

2 thoughts on “جنګیالیو ته د طالبانو د نظامي کمېسیون امر: نور عامه ځایونو او جوماتونو کې مه پټېږئ”
  1. نو دا جنګیالي په ژمي کې چېرې ویده شي دوی خو عسکري قشلې نلري
    دوی پارتیزن دي له هر شي څخه استفاده کوي او ددې امر منطق او ګټه څه شی دی
    او که دا هم یو جعلي سند دی څکه زه پکشې هیڅ منطق نه وینم

  2. ښه نو دغه ۲۰ کاله چه طالبان په کورونو ، مسجدنو ، مدرسو ، مکتبونو ، او عامه المنفعه ځاینو څخه د سنګر استفاده کوله او ددی حرام عمل د وجی دوی ددی سبب شول چه په لسګونه زره افغانان ( ماشومان ، ښځی ، ځوانان او بوډاګان) وژول شی ، د هغوی قاتل خو بیا طالب چارواکی اوطالب تروریستی ګروپ دی ؟ باید د ملت نه حداقل یواوار معافی وغواړی او په آینده کی جساب ورکولو ته تیار اوسی ، ځکه حق العبد نه بخښل کیژی . اوبله خبره دا چه دا ۲۰ کاله د طالبانورهبران په دی پوهیدل چه دغه کار حرام دی ولی یی ددغه کار مخه نه نیوله ؟ واقعیت ډیر واضح دی او دافغانستان ملت په دی ښه پوهیدلی چه د طالب تروریستی ګروپ هسی د اسلام او جهاد نعری او چیغی وهی ، فیصلی او پالیسی ورته د خپل مربی یا اسلام آباد نه راځی ، دوی اصلآ په قطر کی د اسلام آباد د ګټو نمایندګی کوی نه دا فغانستان !

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *