نژدې ۴۰ کاله کیږی چي په ګران افغانستان کي یوه دا سي جګړه پیل سوې ده، چی هر وخت خلګ ور ته حیران پاته دي.

دا جګره، چي د سپیني کودتا دشهید داود خان د واکمنی څخه را شروع سوی ده اقلیت خلګ له نظا م څخه خوا بدی او په اکثریت باندی بدل سوي دي.

په دې څلورلسیزو کي هر دولت و نه سوای کولای،چي خپل خوابدي هيوادوال راټول او د خبروله لاری یی مشکل حل کړي او د وخت په تیرویدو سره همدغه خوابدي هيوادوال د استخاراتی کړیو لاس ته ورغلي اود جګړې پر اور پيټرول پاشل سوي دي.

چارواکي د لويو دېوالونو شاته له ولس څخه فنا سوي او هرڅوک نه سي کولاي، چي خپل ږغ تر دوی پوري په اسانۍ ورسوي.

په داسي وخت کي، نو ماته د اسلام د دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض)هغه کیسه راپه زړه کیږي، چي یو د هغه وخت د ستري امپراطورۍ(روم) څخه یو غلام د حضرت عمر بن الخطاب د لیدو لپاره رالیږل سوی و.

غلام په مدینه منوره کي له خلکو د پاچا پوښتنه وکړه.

خلکو ورته وویل، موږ پاچا نه لرو، موږ خلیفه لرو.

غلام له خلکو وغوښتل، چي خلیفه ته يې ورولي، ترڅو د روم د امراء پيغام ورته ورسوي.

کوم وخت، چي یاد مسیحي غلام دربارته رهنمايي کړل سو، هلته د اسلام خلیفه حضور نه درلود.

په دربار کي ورته وویل سول، چي خلیفه له ښاره دباندي وتلی دی.

غلام هم د خلیفه په لټه روان او اخر يې د يوې سپېرې لاري پر سر خلیفه ولید، چي تر سر يې غټه ډبره لاندې کړې او په خواږه خوب ویده دی.

غلام پر خپل خلیفه ږغ وکړ او د روم د امراء له پیغام څخه يې خبر کړ.

یاد عیسوي غلام، چي د حضرت عمر د شان او شوکت کیسې د روم په په مجهزو دربارونو کي اورېدلې وې، هیڅ فکر يې نه کاوه، چي دا کس دي هغه د شان او دبدبې خاوند (عمر) وي، چي د نامه په اورېدولو يې روم او قیصرا ماڼۍ لړزېدلې تعجب يې وکړ.

په دې وخت يې په خورا ادب پوښتنه وکړه: (تاسي د مسلمانانو خلیفه حضرت عمر یاست ؟)

حضرت عمر (رض) په ورین تندي ورته وویل، بلې هو!

داڅنګه کیدلای سي، چي د یو دونده لوړي دبدبې خاوند خلیفه دي په سپېرو خاورو کي بې له وهمه په خواږه خوب ویده وي؟

حضرت عمر فاروق، زه د خلکو امر نه یم د خلکو خدمتګار یم، د خلکو لپاره یم، د خلکو په منځ کي یم او له خپلو خلکو بېل نه یم… )

د پورته اوږدې کیسې یوه برخه مي ځکه له تاسي درنو لوستونکو سره ځکه شریکه کړه،چي زموږ اکثره رهبران، مشران او چارواکي دخلکو د ترمنځ پرځای د سمیټي دېوالونو شاته داسي پټ ناست دي، چي د خپل رعیت ستونزي حل کول لا څه، چي یو عادي ږغ يې لاهم نه اوري.

که غور وسي، دوی خپل ځانونه په پراخیو موانع کي له ولس څخه لیری بندیان کړي او دوی په اصل کي بندیان او د خپلو خلکو له زړونو څخه په زرهاوو کیلو مټر لیري ژوند کوي.

ولس بیا له دېوالونو او مانع دې خواته سرګردان یوې او بلې خواته ګرځي.

خلک نور له جګړو څخه ستړي سوي دي، ولس نور سوله غواړي او پوښتنه کوي، چي روانه جګړه له چاسره ده او د څه لپاره له نامعلوم دښمن سره جنګیږي؟

دا څنګه بهرني استخاراتي کړۍ دي،چی له ۱۳۵۷ کال د غوايي له اوومي نېټې څخه ، چي د نورمحمد تره کي د اوومي ګڼي فرمان (د مځکي وېش) په نامه صادرسوي او له دې لاري يې خپلو موخو ته د رسیدو په پلمه تر نن ورځي پوری موږ په جنګ اخته کړي یو.

هر وخت مو خلګ له باندني پلان سره د پردۍ ایډیالوژۍ سره را غلي او پردې خوار ولس یې عملي کړي چی دغه پردۍ نظریه پر افغان مسلمان ولس هیڅ د منلو وړ نه ده.

زموږ د خلګوظرفیت وګورئ ! او دا نوی پروژی، د( ډی ډی آر، ډا یاګ، ریفورم/ پی ار ار / هم د پردیو پردۍ موخي وې، چي تر ډېره عملي سوي خو ولس ته يې ګټه ونه کړه.

د دې ترڅنګ د نړيوالو استخباراتي کړۍ يوه بله جفاء دا ده، چي همدغه افغانان يې د مجاهد په نامه له روس سره وجنګول، خو چي روس ماته وخوړه هغه مجاهدین يې د ټوپکیانو په نوم د طالبانو په لاس له منځه یوړه او بیا همدغه طالبان د ترهګرو په نامه یوځل بیا د هغو زړو مجاهدینو او پخوانیو کسانو په لاس له واک لیري، چي لاتراوسه دجګړې اور بل او افغانان پکښي کبابیږي.

ښه خبره داده، چي نور افغانان له خپلي پوهي او تیر وختونو څخه دا زده کړي، چي په یو او بل نامه خپل مسلمان ورور ونه وژني.

په جګړه کي ښکېلي غاړي باید داخبره ومني، چي دلته جګړه د پردیو په ګټه وه او ده.

ټوپک، مرمۍ او پیسې د بل دي، خو کونډه زما او ستا ورېنداره ده، چي هره شپه له اوښکو سره ډوډۍ خوري.

——————————————————
 حاجی غلام محمد معصومی د سمون مدنی تولنی مشر دی.
One thought on “جنګ له چا سره؟/ غلام محمد معصومی”
  1. عزتمنده : ددی۴۰ کالوپیښی دافغانستان خلکو پخپلوسترګو لیدلی اووینی اوپر زړه روح اووجودیی عملا تیریږی تاسو هغه قیصی کوی کهڅه مو واقعیتونه ښه بیان کړی مګر ددی لوی بدبختی څخهمو دخلاصلاصون لاره نده ښودلی هیله کو چی پردی ولس په زړه سو ی سره دحل اوخلاصون لاره وښیاست ترڅوعمل په وشی . .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *