خاوره د غیرت ده زلزلې لري توپان لري  =  غرونو کي بازان لري

دا بده خبره نه ده او دا سندره زموږ د غیرت او مېړاني بیان دی. مګر دا باید موږ ته معلومه وي چي د نولسمي پېړۍ راهیسي، پر پښتنو باندي تقریبا ټول جنګونه تحمیل سوي او د سولي واک ورڅخه اخیستل سوی دی. د اته لسمي پېړۍ په وروستیو کلونو کي، انګرېزي استعمار او اېران، د شاه زمان د پرزولو لپاره ګډي دسیسې پیل کړې او د افغانستان د بې ثباته کولو او په وچ زور د جنګ میدان ته د راکښلو لپاره یې مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو ته ملا وتړله. انګرېزانو په نولسمه پېړۍ کي پر افغانستان باندي دوه ځله ناروا تېری وکړ او په زرګونو او لس ګونو زرو بېګناه انسانان یې ووژل. افغانانو د خپلي خاوري او ناموس څخه د بازانو او زمریو په څېر دفاع وکړه؛ خو دا جنګونه ورباندي تحمیل سوي ول. دغه راز یې پر هرات باندي د اېران د دریو یرغلونو په مقابل کي، د اېران له خوا د تحمیل سویو جنګونو په مقابل کي هغسي مقاومت وکړ چي پر وطن او ناموس باندي د یوه مین ملت سره ښايي. په شلمه پېړۍ کي د شوروي سرو لښکرو، د ټولي متمدني نړۍ په مخ کي، افغانستان اشغال کړ. افغانانو بیا هم د خاوري او ناموس څخه تر دوولس کاله مقاومت وروسته، چي د میلیونونو افغانانو د شهادت په بیه ورته تمام سو، شورویان، په تور مخ او ټیټو سترګو، له خپلي پاکي خاوري څخه وشړل.

په دې کي هیڅ شک نسته چي که د افغانانو د مقاومت له قواوو سره بهرنی مرستي ملګري نه وای، شورویان به دومره ژر مات سوي نه وای او ښايي جنګ لس او یا زیات کلونه نور هم دوام کړی وای؛ مګر په دې کي هم شک نسته چي شورویان به حتما وتلو ته مجبوره کېدلای. شورویان وتلو ته مجبور سول؛ او افغانانو له خپلو ګاونډیو سره بیرته په سوله کي ژوند پیل کړ. نړۍ والو او زموږ دوستو هیوادونو او حتی اسلامي هیوادونو ته د نړۍ د دونه لوی استعماري طاقت پر ګونډو کول ناشونی کار ښکارېدی. د افغانانو ارادې هغه ناشونی کار شونی کړ؛ او نړۍ ته یې وښودل:

ولسونه چي سند وبله وکا  =  بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

د یوویشتمي پېړۍ په سر کي، متحده ایالاتو د لوېدیځي نړۍ د تقریبا ټولو هیوادونو په مرسته، ګډون او ملاتړ، د خپلو دوو اسمان څکو ودانیو د تباه کېدلو د غچ اخیستلو په منظور، د افغانستان په څېر یوه مظلوم، بېدفاع او کمزوري هیواد باندي، خپل ټول فرعوني طاقت ور رهي کړ. په داسي حال کي چي نه پر ودانیو او نه د امریکا پر نورو اهدافو باندي د الوتکو په حملو کي یو تن افغان موجود  وو او د هغو حملو، ظاهراً ، مسول سړی هم بالاخره په پاکستان کي پیدا سو. امریکایانو، د څه باندي اووه لسو کالو راهیسي، چي لا معلومه نه ده څومره نور به دوام کوي، پر افغانانو باندي جنګ تحمیل کړی دی؛ او حتی په توره بوړه او شاهي کوټ کي یې د ذروي وسلو له استعمال څخه هم مخ نه دی اړولی. په دې کي هیڅ شک نسته چي دا جنګ به افغانان ګټي او بیا به یې هم په سوله پای ته رسوي.

د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني، د روان کال د جون د میاشتي پر اوومه نېټه، اعلان وکړ چي د روژې د مبارکي میاشتي له اووه ویشتمي څخه به د اختر تر پنځمي پوري له طالبانو سره اوربند اعلانوي. طالبانو هم ، د افغانانو په حیث دې اوربند ته لبیک ووایه او حتی د مُلاعبدالمنان نیازي ډلي خو وویل چي اوربند باید تر نامعلومي مودې پوري دوام وکړي. داسي ښکاري چي په دې موقتي اوربند پسي به، چي هیله کېږي موقتي به نه وي، نور اربندونه وسي او موږ آرزو لرو چي ګوندي دا به په هیواد کي د یوې دوامداري سولي پیلامه وي.

دا جنګ پر افغانانو باندي لوېدیځو هیوادونو، په تېره بیا امریکا، ګاونډیو هیوادونو، په تېره بیا پاکستان او اېران او نورو هغو هیوادونو او قوتونو چي ګټي یې د جنګ په دوام کي دي تحمیل کړی دی. اوربند د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني اعلان کړی او طالبانو هغه ته لبیک ویلی دی. د سولي پیلامه افغانانو وکړه او دوام به یې دوی کوي. جنګ پردی دی خو د سولي ابتکار او افتخار په افغانانو اړه لري. په جنګ کي د افغانانو ویني تويي سوي او کورونه تباه سوي دي او په سوله کي د بېګناه افغانانو د وینو د تویېدلو او کورونو د تباه کېدلو مخه نیوله کېږي.د جنګ تاوان او د سولي ګټه دواړه په افغانانو اړه لري.راسۍ چي د سولي لپاره، په سروغرمو کي، د هیلمندي ځوانانو مارش، د اشرف غني له خوا د موقتي اوربند اعلان او د طالبانو له خوا هغه ته لبیک پر نېک فال ونیسو. د یوې دوامداري سولي د ټینګېدلو لپاره دعا وکړو او د ټولو هغو کسانو مخونه تور وغواړو چي د سولي له دې مقدس او مبارک اقدام سره مخالفت کوي.

دا اوربند افغانانو اعلان کړی او سوله به هم افغانان کوي. دا نه د امریکا اراده ده او نه یې د پاکستان او اېران ګټي ایجابوي. او که د سولي د مخالفینو او سفسطیانو دا استدلال ومنو چي که امریکا، پاکستان او اېران ونه غواړي سوله نه سي ټینګېدلای نو دا خبره خو به هر څوک راسره مني چي افغانانو د خپلو سرونو په بیه پر هغو جګړه مارو قواوو باندي سوله تحمیل کړه چي جنګ یې ورباندي تحمیل کړی وو. هغسي چي د استقلال او عدالت لپاره جنګېدل د افغانانو افتخاردی د سولي لپاره جشنونه هم یوازي د دوی حق دی.

3 thoughts on “ جنګ پردی دی سوله زموږ ده | عبدالباري جهاني”
  1. سلام
    پردئ پردئ دی ھیخ کلہ خپل کیدای نشی سولہ ، جورہ روغہ او ملی یو والی د ھیواد او ولس پہ گتہ دی سترہ تگلارہ دہ او د تول ولس پہ خیر دی خیر لہ دموکراسی نہ ٹابت او باور لرونکی تاریخ لری
    سولہ زموز لہ ضرورت، کلتور، مڈھب ، او ملی مصالحو سرہ کلک تراولری او ھیجاٹہ یی تا وان نہ رسیزی
    سیاست پہ یوہ تولنہ کی باید ددی باعث نشی جی تولنہ لہ تباھی سرہ مخامخ کری او ملی منافعو تہ زیان ور سوی
    اصلا د نولسمی او شلمی پیریو غلطیو یو شمیر ستونزی پہ دیرہ نا اکھانہ توگہ را منخ تہ کری جی دیر مثالونہ لری پہ یو دم د ھغو لہ مینخہ ورل اسامہ کارنہ دی پہ تیرہ بیا دولس مشر داکتر غنی بابا لپارہ
    د افغانستان لانجہ او بحران یوہ خو ارخیزہ متجانسہ معادلہ دہ جی دیر پیجلی ارخونہ لری لہ بھر نہ ورتہ کتل او نیو کہ بیا دیر اسامہ کار دی لہ بدہ بدہ زموز د تول ولس غری سیاست پال دی لز پوھیزی او کہ دیر دامطرح نہ دہ د اھل کار او مسلک خبرہ نہ دہ
    مثلاً ملا ضعیف د افغا نستا ن پخوانی سفیر لہ نوم نہ پہ استفادی امر اللہ صالح د پخوانی امنیت ر یس عطا محمد معلم د والی ، دوستم فلم جم د جنرال قانونی او غیر قانونی د پارلیمان لہ نوم نہ گتہ اخلی دغہ القاب لاھم د بی بی سی او نورو رسنیو کی یو سترہ در اُمّہ دہ
    پہ تولہ کی بی لہ القابو داھسی بوس دی او ھیخ نہ لری جی عادی باد یی ھم وری د خینو فساد خو بیا د تاریخ شرم گنل کیزی
    شپہ کہ تیارہ ھم دہ منی پہ شمار دی

  2. پہ دوام کی حقیقت دادی جی سولہ لہ مبارکی روڑی، را تلونکی نیک مرغہ اختر ددوبی موسم ، دا فغانستان مظلوم ولس کوندو، رندو، یتیم انو او بی و زلو سرہ د لاندی سوری او دالھی پ دی مانا لرونکی جھان بینی پیل کوم
    یا ایہاالناس انا خلقنکم من ڈکر وانثی و جعلنکم شعوبا و قبائل لتعارفو ا ان اکرمکم عند اللہ اتقکم ان اللہ علیم خبیر
    سورتالحجرات ۱۲
    پہ دی سورہ کی د سولی برخی پہ دقیقہ توگہ ای خلکو ،
    د خلقت برخہ
    پہ شعبا تو ویش
    تعارف او پیڑندگلوی
    پرھیز اخلاق او دسپلین
    پہ دی تولو پروردگار عالم علیم او خبیر دی
    اوس نو د یوہ انسان مسولیت، رسالت ، تاریخی او ایمانی شجاعت کوم لوری تاکی

ځواب ورکول ع شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *