لیکنه: حیات الله محبت
د مبارک علي تاریخي سبقونه کتاب مې لوست چې یې د جنګ پخوانی مشروعیت څېړلی او راوړی ؤ.
د منځنیو پېړیو صلیبې جګړې چې د دین په نوم وشوې او د دین په نوم یې مقدسې ګنلې، ډېر خلک په دې نۀ پوهېدل چې د لوبې اصلي لوبغاړي اروپایي سوداګر ؤ چې د جګړې اور ته یې پوکی ورکاوه او په خپلو ټولو امکاناتو یې هڅه کوله چې د جګړې ډګر تود وساتي، په دې خاطر چې ددوی سوداګري او تجارت له ګواښ سره مخامخ نۀ شي.
د هیټلر د دوهمې  نړیوالې جګړې یو لامل دا هم ؤ چې ځان یې تر نورو قومونه لوړ او تمدني ګاڼه، ده فکر کاوه چې جرمني باید د نړۍ د ټولو بې وزله هېوادونو پر شتمنیو کنټرول ولري، ځکه دوی تر نورو برتر او تمدني دي، دا یوه بهانه وه چې د جګړې د مشروعیت لپاره یې استعمالوله.
امریکایان چې په نړۍ د حکومت او نړۍ ته د ثروت ښودلو شوق او علاقه یې له پیدایښته بیا تر دې وخت په ذهن او دماغو کې ده، په ډېر واضح او صریح ډول ځانته دا حق ورکوي چې د نړۍ بې وزله حکومتونه وټکوي او ګټه وټه یې ځان ته لاړه شي، دوی د چور او تالان په ډول هغه ملتونه چې د اروپایي اتحادیې برخه نۀ دي، کمزوري دي او په تمدني ډول یو څه وروسته پاتې دي، د لاندې کولو او یرغمل کولو هڅه یې کوي، ښه مثال یې د فلپین، افغانستان نېول د خلیج هېوادونو او ایران د تېلو په زېرمو د خپل کنټرول پیدا کولو هڅه ده.
 ددوی د فکر او نظریې له مخې هغه هېوادونه چې له تمدنه وروسته پاتې او بې وزله دي، د امریکې تر کنټرول لاندې پاتې کېدو کې یې خیر دی او په دې ډول به دوی تمدني شي، دا نظریه څۀ د بېچاره او غریبو مملکتونو د خیر او ښېګڼې لپاره نه ده بلکې دوی خپلو جګړو او نیواک ته د ښه والي رنګ ورکوي.
اوس زما ذهن ته زموږ خپل طالب راځي
دلته اوس هم د منځنیو پېړیو لوبه روانه ده او د هغه وخت نظریې عملي کېږي، طالبان چې ځانونه د خدایي دین خدمتګاران بولي، پر افغان ملت د اقتدار او لاس برۍ په خاطر له هیڅ زور زیاتي، ظلم او ګواښونې نۀ لاس په سر کېږي، دوی د هغو تېرو خلکو غوندې فکر کوي چې که ارګ د دوی په لاس کې شي حقیقي اسلام او مسلماني هغه وخت راتلی شي.
په داسې حال کې چې په پښو کې یې پروت حکومتي عسکر د الله اکبر او لا الا اللله محمد رسول الله چغې وهي، دوی ته د قدرت او اقتدار لېونۍ جذبه د تفکیک او درک اجازه نۀ ورکوي بلکې کافر ورته ښکاري او د هماغه فکر پر بنیاد چې د دوی تر واک او اقتدار لاندې ژوند کول اصلي مسلماني ده، سړی وژني او بې رحمانه عمل ورسره کوي ځکه دا عسکر ددوی د امر تایع نه ؤ او د دوی  فکري او نظامي پرمختګ یې ننګوه.
خو پوښتنه دا ده چې له دې فاجعیې د خلاصون لار څه ده؟
لکه څنګه مو چې مخکې وویل چې د دین په زور له وحشیانه جګړې دفاع د اروپایانو تګلاره وه او له دې لارې یې خپل هدف ته رسېدل غوښتل، دا کار په وروستیو کې د پوهو او وطن دوستو اروپایانو په نظر ښه رانغی، د سیکولري مفکورې راپیدا کېدل ددې لامل شول چې په اروپا کې یې د دین په نوم د جګړو بڼه بدله کړه، له هغه وروسته جکړه د دین په نوم نۀ بلکې د ملتپالنې، ملي ګټو او هېوادساتنې په نوم کېده او د هغه وخت وحشت په نسبي ډول کابو شو.
نو اوس دلته په افغاني ټولنه کې هم اړتیا ده چې د دین په نوم روان وحشت مردود او فاسد وګڼل شي، د دین او مذهب ساتونکی هر افغان دی او دا جذبه د هر مسلمان په زړه کې ده، طالب دې د موډرن فکر او کار په مرسته ځان سیاسي ډګر ته راوباسي او په دې دې پوه شي چې د دین په مرسته د جګړې او وحشت توجیه کول نۀ یوازې د دوی، بلکې د دین ارزښت کموي او دین تر پوښتنې او شک لاندې راولي.
One thought on “جنګ په حقه ګڼل او مشروعیت ورکول پخوانۍ مخینه لري ”
  1. ښاغلی محبت صیب سلام
    په اروپا کی د ۷۰۰ جنګونو نه ستاسو انتخاب حیرانوکی ده. هرڅه چه په خوله درغلی سپمولی مو ندی. بیڅایه انالوجی مو کارولی او داسی ښکاری چه ریښتیا او واقعبینی مو مطلب نده.
    اروپایی قوم یو وحشی قوم دی او د تیرو دری زره کلنو په دوران کی دقدرت په زور د هغوی قتل و قتال او نورو ملتونو غارت او چپاول د هغوی لپاره یوه حیاتی خبره ده. دا خلکو نن یوه سبا بله پلمه د جنګ لپاره پیدا کیړی ده. دا چه تاسو صلیبی جنګ انتخاب کړی بیځیایه ده ځکه هغه د یو لیونی پادری په وینا پیل او اروپایی شاهانو پکی ګډون وکړ او بیا ځینی مایوسه خپل وطن ته غبرګ شول. تاسو باید د اوروپا دینی دیرس کالن جنګ یاد کړی وای چه هغه د کاتولیک او پروتستانو په مینځ کی وو او د طالبانو سره هیڅ ربط نه لری. کلیسا په اروپا کی تاثیر درلود او سیکلر یی شکنجه کړی وو خو کلیسا د یو پاچا سره جنګ ندی کړی ځکه هغه د عیسوی دین له اصل سره خلاف کار دی.
    تاسی باید د ایدیالوجی خبره کړی وای خو زه پوهیږم په دی کی ستاسو د طالبانو په ضد تبلیغ کی کومه ګټه نلری څکه د ایدیالوجی په سر جنګونه اروپایی نژادپرستانو چه ټول سیکیولر وو همیشه رهبری کړی او تنها په تیرو څلور پیړیو کی یی یو بیلیون خلک وژلی او په تیره پیړی کی له سلو میلیونو نه زیات. د افغانستان اشغال هم د ایدیالوجی په سر وو او لا دوام لری او که تاسو انکار کوی نو هیله ده څه ځوره مطالعه وکړی. داستاسو تبلیغ هم ددی خبری سند دی ځکه ستاسو په نظر افغانستان له تمدنه وروسته پاته دی او ستاسو په خیال غربی سیکیولر افکار تمدنی دی او نور نه. زما په خیال دا د ورسته پاتو خلکو بدبختی ده چه په داسی غولیدلی فکر باندی په خپل لاس خپله مینه پردو ته سپاری.
    نه پوهیږم په کوم منطق به یو کس د جنګ ستایش کوی. جنګ وحشت ده مګر دفاعی وی. طالبانو جنګ د مجاهدینو او کمونستی داړه مارانو په ضد پیل کړی او په دی اساس هغه د ملت د خلکو د ژوند، مال، ناموس، تمدن او استقلال نه دفاع بللی سو. بیا چه امریکایی وحشیان راغلو نو همهغه دوحشت نظام یی هم راوست چه که پاته سی نو افغانستان به هم تمدن وبایلی او هم به د اقتصاد او صنعت په میدان کی وروسته پاته وی. آمریکایان ازاد ملتونه نه پریږدی ترقی وکړی.
    شل کاله تیر شول خو دا مودرن او پرتمدنه خلکو په مټی د خپل د تمدن په ورکولو کی، د کابل په ښار کی، موفق شوی. نور خو موڅه ونلیدل. حکومتی او غیرحکمتی وژنی لا روانی دی او د مال ساتنه مشکله. حکومتی اداری تجارتی دی او خلک د سولی او عدالت لپاره طالبانو ته ځی.
    سوال دا ده چه که طالبان د خلکو په سترګو ظالم، وحشی، او زورزیاتی وای نو بیا ولی شل کاله افغان ملت دخپلو وینو په قیمت د هغوی نګاهبانی وکړه. که خبره د توپک وی نو د کلبل اداری د خپل بادارانو سره سره له طالبانو نه لوی توپک او بمونه لرل.دا د دی معنی لری جه د امریکایی استعمار په خلاف طالبانو یوه بله سلاح لرله چه خلکو ته منظوره وه. هغه د وطن آزادی او د خپل تمدن ساتل، او عدالت. که خلک عدالت له طالبانو ِغواړی نو دا د دی سند دی هغه ظالم ندی.
    د دین او طالبانو ارزښت د چا په سترګو کی؟ هغه چه په دین پوه وی او غربی سترګی ورته زیات قیمت و نلری هغه په دواړو کی شک نلری. هغه چه غرب په خپل دین او ملت اوچت ګڼی د هغوی سترګی بیا اهمیت نلری.
    ستاسو خبری د دولتی تبلیغ ښکارندوی دی. که دا رښتیا نوی نو هیله ده د طالبانو د تسلیمی خبری ونکړی او پر ځای یی یو بل معقول پیشنهاد وکړی. او که تاسو ریښتیا د کابل په اداره کی شامل او دا لیک مو لیکلی وی نو زما توصیه تاسو ته داده چه راویښ شی او پوه شی چه امریکایان د ملت په څیر له تاسو نه مایوسه او پیښمانه دی. د سیکیولری بنیادګری، افراط او خشونت پریږدی.که مو نور له وسه نکیږی خوله پته کینی. داسی خبری نور هم د جنګ اوږدولو سبب کیږی او نتیجه یی د افغانانو وژل.

ځواب ورکول طاهر ثابت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *