فضل الحق طاهرزی

په تېرو دریو ورځو کې چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي یرغلګرو پوځونو د وتلو له ورځو سره یې سمون درلود، په ځینو ټولیزو رسنیو، ټولنیزو رسنیو او آن د خلکو تر منځ د جهاد په اړوند بېلابېلې شننې او ارزونې کېدې، ډېری یې په دې اند وو چې ګواکي دغه جهاد د افغانستان په تاوان و او د دې جهاد له کبله خلک ورځ تر بلې خوارېږي.

دوی ملامت نه دي، ځکه څو ټوپکسالارو او ظالمانو د جهاد له نوم څځه دومره ناوړه ګټه واخیسته چې د ټولو په زړو کې یې جهاد د یوه تور داغ په توګه ور وپېژندلو. اصلي موضوع دا ده چې د روسیې په وړاندې جهاد یو برحق جهاد و او د افغانستان ټولو علماوو په یوه خوله د روسانو په وړاندې جهاد فرض وګڼلو. زه دا منم چې د افغانستان جهاد د خپلو ګټو تر څنګ ځینې زیانونه هم درلودل، او د روسیې په وړاندې د جهاد ګټه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ډېره وه. د بېلګې په توګه؛ که افغانستان د روسیې سره جهاد نه وی کړی، د افغانستان او تاجکستان تر منځ به هېڅ توپیر نه و ځکه تاجکستان او منځنۍ آسیا هم مسلمان هېوادونه وو، کله چې روسیې حمله پرې وکړه دوی یې په وړاندې مقاومت ونه کړ، بالاخره روسیې د دوستۍ لاس ورکړ، د تاجکستان اقتصادي کچه یې لوړه کړه، ګڼې ماڼۍ یې ورته جوړې کړې، خلکو یې تعلیم تر لاسه کړ. خو دا هم مه هېروئ چې تاجکستان اوسمهال د نړۍ د فاحشو ملکو په سره کې راځي، په تاجکستان کې اوسمهال له ۱۸ کالو ټیټ ماشوم حق نه لري جومات ته ولاړ شي. نو آیا په افغانستان کې هم د یو داسې حالت غوښتونکي وئ..!؟

له شک پرته چې د افغانستان جهاد له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ډېره ګټه درلوده او له همدې کبله یې له افغان مجاهدینو سره مرسته کوله. زه د جنرال حمیدګل ټولې خبرې تاییدوم، د افغانستان جهاد د پاکستان څارګرې ادارې رهبري کولو، وسلې آی اس آی ورته پیدا کولې، او روزنه هم همدوی ورکوله؛ خو دا هم له یاده مه باسئ چې که د روسیې سره جهاد نه وی شوی، د پاکستان او لوی هندوستان تر څنګ به افغانستان په لویه کنده کې پروت و. ټولو ته څرګنده ده چې افغانانو هغه وخت د شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې پاڅون وکړ چې په ښکاره یې ظلم پیل کړ، خلک به یې له لمانځه او اسلامي کارونو منع کول، او په ډېرو سیمو کې یې د خلکو په ناموسونو تجاوز وکړ؛ لنډه دا چې که د روسیې په وړاندې جهاد نه وی شوی په افغانستان کې به د اسلام ضریب صفر ته راښکته شوی و او وګړي به یې د تل لپاره غلام پاتې وو.

بله خبره چې ډېره مهمه ده، خلک په دې اند دي چې جهاد یواځې الهي فریضه ده، د خدای د رضا لپاره شوی، او باید چې له جهاد کولو وروسته جهادیان آرام ناست وی. خو زما په اند دا بشپړه غلطه خبره ده، ځکه جهاد نه یواځې د اسلام د ساتلو، بلکې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره هم شوی، دا هېڅ منطق نه مني چې په نړیواله کچه دې یوه لوبه افغان کرکټ لوبډله وګټي او له افغان دولت څخه یې دې امتیازات فوټبال لوبډله تر لاسه کړي. دا شونې نه ده چې په افغانستان کې د همدې ځای غیرتي خلکو د روس په وړاندې خپلې مټې ونغاړلې، قربانۍ یې وکړې، اولادونه او د کورنۍ نور غړي یې ووژل شول، ورک شول، معیوب او معلول شول او کونډې ورته پاتې شوې، او اوس دې له بهرنیو هېوادو څخه هغه تیارخواره افغانان راځي او د افغانستان په دولت کې ونډه ورته ورکول کېږي چې د جهاد په وخت کې یې په آرامه خوب کولو، د بهرنیو نجونو سره په کالج کې یو ځای وو او د افغانستان له هېڅ درد څخه خبر نه وو.

هو! دا هم منم چې د افغانستان له جهاد څخه ځینو ټوپکسالارو جهادوالو ناوړه ګټه پورته کړه. چا د ښځو په سینو کې سیخونه ورکړل، چا کابل ونړولو، چا په افشارو کې عام قتلونه وکړل او ځینو د خلکو په سرونو کې مېخونه ټک وهل؛ په زغرده وایم چې دا یو د بښلو نه دی، له دې ټولو سره باید حساب کتاب وشي، ټول باید محکمې ته را کش شي. خو باید د دې یو څو ټوپکسالارو له لاې ټولو جهادوالو ته په بده سترګه ونه ګورو، د دې څو داړه مارانو له کبله ټول جهادوال له دولتواکۍ څخه بې برخې نه کړو، ډېری داسې پیاوړي جهادوال شته چې دوی پاک دي، د هېڅ افغان په وینو یې لاسونه سره نه دي، او هېڅوک یې نه دي وژلي، هغو ته باید په دولت کې برخه ورکړل شي، د دولت په استازیتوب مهمې سیاسي او ملي موضوعګانې حل کړي او د همغې مقدس جهاد په توګه افغانستان ته په پوره ژمنتوب کار وکړي. دا خبره هم د ویلو وړ ده چې دا څو د جهاد په نامه کسان چې په اوسني دولت کې شته، دا د پاکو جهادوالو استازیتوب نشي کولی، د دې ډلې هم زیاتره یې په پورتنۍ ډله پورې چې له جهاد څخه یې ناوړه ګټه واخیسته، تړلي دي.

په پای کې غواړم بیا تاکید وکړم، چې لطفاً د څو داړه مارو او ټوپکوالو له کبله ټول جهاد ته په بده سترګه مه ګورئ، دې جهاد زموږ ډېر ارزښتونه ساتلي، موږ یې مسلمان ساتلي یو او زموږ ناموسونه یې د پردیو له تجاوز ساتلي. ټول باید هڅه وکړو چې هغه قاتلین چې د جهاد له نوم څخه یې ناسمه ګټه واخیسته، نور یې ملاتړ ونه کړو، او د دوی پر ځای د مقدسو جهادوالو تر شا ودرېږو او ملاتړ یې وکړو. په دولت هم په کلکه غږ کوم چې هغه پاک جهادوال چې د چا په وینو یې لاسونه سره نه وي، په دولت کې ونډه ورکړي، او پرې نه ږدي چې د ځینو ناافغانو افغانانو په هڅو یو ضعیف اسلامي دولت ولرو.

5 thoughts on “جهاد ته ولې په بده سترګه کتل کېږي؟/ فضل الحق طاهرزی”
  1. ډير وه بخښه جهاد يو جهاد دي دا نن چي ز موږ غيرت من وړونه په غرونو کيدي دا۴۵ کفري ملکو پر خيلاف جهاد کوي او پخواني ټوپک سالار چي زه موږ ګران افغانستان يي وران کي نن په حکمت کي ډير واک ده دوي پهلاس کيدي او شرم او حيا نه ه لري وايي موږ مو جها هيدون يو تاريخ باندي وياړي دا ستا سو بيشرمو جهاد وو يو کفري ملک سره مو جهاد وکي ۴۵ کفري ملک مو راويستل افسوس پر تاسو باندي او نن چيزه موږ بل ورور ده
    ظلم په مقابل کي جهاد کوي غلت ورته وايي که ده جنسي تيري خبره سي خو امريکا او ملګري ډير واري کړي کو که ده ورانيدو خبره سي قتل عام يي کړي عذت يي هوټ

  2. فضل الحق طاهر زی وروره.!
    په پښتو کی يو متل دی جه وائ: خبره خوږه کوی مګر اخر کی ئ کږه کوی.
    وروره مونږ مسلمانان يو، جهاد او دجهاد کلمې ته نهايت احترام لرو ، مګر دجهاد دنامه څخه استفاده کول اوجهاد بد نامه کولو والاو څخه سخت نفرت لرو.
    ايا که ستاڅخه وپوښتم چه داوه ګانه او نهه ګانه وو دتنظيمونو مشرانو دکوراوکهول څخه کوم شهيد ورکړی او يا داراته ووايه چه کوم غريب او مفلس دوی کی شته .جواب واضح دی چه نه؟
    ايا دوی جهاد کړی اوکه جهادئ خرڅ کړی اوپيسی راټولی کړی.دااوس هم دوې دجهاد او جهاديانو په غم کې نه دی دجها او دمجاهدينو ترنامه پاک مسلمانان رالمسوی خپلی ګټی خوندی کوی . غوليږه مه ,احساساتی کيږه مه دقلم او ديوی مفکوري خاوندئ دوطن ګټی او ننګ اوناموس ته چه دی اشاره کړی زه ستا ملا تړ او دسر په قربانئ به ئ ساتو.
    بل داچه تا ويلی چه روس تجاوز ګر او تجاوز ئ وکړ.
    زه به ستا خبره نه تر ديدوم اونه ئ ترديدولی شم دا يوه واضح عمل اوخبره ده مګر امريکا او متحدين ئ هم نه ستا ورونه او نه اسلامی ورونه دی.دواړه زمونږ ددين او وطن دشمنان دی.يو متل دی چه وائ:
    نه دی عاشه شی نه دی ګله دوی دی وخوری يو تر بله.
    خپله خبره لنډوم اوليکم:
    دغه نن چه څه ستا په وطن کی روان دی داڅوک دی ايا دامجاهدين دی ايا دامسلمانان دی ايا مسلمنان داسی کارونه دخپل مسلمان ورور په مقابل کی کوی.ټول دچوکۍ او دالرو جنګ نه دی ايا دی ټولو چه خانته مشران وائ زه اوته خرڅ کړی نه يو.ولی ژبنی منطقوی،تعصباتو ته لمن وهی هغه متل دی چه وائ:
    تفرقه بی اداز حکومت کن.دا افغانان نه بلکه انګليسان دی.
    دومره درته وايم تر څو چه دی غميزوته مثبت ,متحدانه جواب ونه وايو دابه مو حال وی او لا بد تره.

  3. طاهرزوی صیب جهاد ته خلک داستاد آيساف ددوهم پاپ جانپال مجددي او دېته ورته جهاد خرڅوونکو ټېکدارانو په خاطر په بده سترګه ګوري ،ځکه دوی ادعا لري چې دوی له اوله دامریکې غلامان و دامرېکې په پیسو او امکاناتو یې جهاد وکړ او نن ورسره ولاړ دي، دوی داسې انګيري چې که له روسانو سره جهاد و ،ولې ؟!! له امریکایانو سره نشته .!!!

  4. محترمه!
    له تورخم تر کراچۍ، له اسلام آباد تر لاهوره چې د همدې جګړې له کبله څومره افغان زنانه خپل عفت د مجبوریت له کبله خرڅ کړه هغه ډیر دي که تاجکستان؟
    کمونستان ډیر بد وکړل چې کودتاء یې وکړه بیا یې وژنې لا پسې بد کار و، نظریه یې هم بده وه خو د افغانانو مقاومت افغانانو ته ډیرمالي او معنوي تاوان وکړ. بل باید هجرت نه وی شوی که دغه دوه میلیونه انسانانو همداسې پیاده پرې راغلي وی کولای شوی حکومت یې ړنګ کړي هجرت کولو سره غرب ته د مداخلې چانس په لاس ورغی.

    ته او خدای چې ته یو تجارتي شرکت جوړ کړې غواړې یو مشر ورته وټاکې چې کار وکړي په سابقه مجاهد باندې اعتبار کوې، که په یوه زاړه خلقي؟
    نو دې چا ایمان درته قوي ښکاره شو؟

    سوریه کې هم دا حال و. اسد ریښتیا هم یو څه ظلم کولو، قدرت دده لاس کې و، خو آیا اوسنۍ ظلم چې د سوریه له سونیانو او نور سره کیږي د پخواني حالت سره د پرتلې وړ دی؟
    هغه عرب چې د لبنان له کمپو د سوریه نجونو سره د څو شپو لپاره واده کوي د درد وړ نه دی؟

    زمونږ جهاد خو د خپل ولسوالۍ د تعمیر، مکتب، پله، پولچک ړنګول، د خپلې منطقې د لوستي کسان وژلو ، نور څه و؟
    نه تنها چې ځان مو تباه کړ، د جهاد ، مجاهد، او اسلام نومونه مو هم تر ډیره حده خراب کړل. کمونستانو کمونیز وشرمولو او جهادیانو اسلام. کمونیزم یو نظریه ده هیڅ مهمه نه ده خو اسلام یو سپیڅلۍ دین دی.

ځواب ورکول Mohamad Aazam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *