تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه وغوښتل چې که د خپلو اتباعو په وړاندې د ایران نرم او دوستانه دریځ غواړي باید ایران ته د ده په وینا د اوبو «حق» ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن /سې شنبه/ د خپل هیواد د پارلمان په علني غونډه کې د اوبو د حق او د ایران او افغانستان د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې ظریف وویل، ایران باور لري چې باید په هامون جهیل، هلمند سین او هري رود کې د اوبو د حق موضوع د ایران او افغانستان د اړیکو د یوې اساسي موضوع په توګه په نظر کې ونیول شي.

ده همداراز وویل:«د افغانستان له اوسني او پخواني ولسمشر سره د ایران د ولسمشر په کتنو او د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار، اجرايي ريیس او بهرنیو چارو وزیر سره زما په ملاقاتونو کې دا موضوع مطرح شوې ده.»

ده زیاته کړه:«نن سبا د اوبو حق او په هلمند، هري رود او هامون کې د اوبو رسولو بحث له افغانستان سره په خبرو کې زموږ یوه اصلي غوښتنه ده؛ هغه جامع قرارداد چې د ښاغلي کرزي د حکومت په مهال له ښاغلي روحاني سره وشو، یوه ماده یې په دغو درو ځایونو کې د ایران د اوبو د حق مسله وه.»

ده یادونه وکړه چې د هامون موضوع د دوو هیوادونو تر دوه اړخیزو اړیکو یو څه پراخه مسله ده ځکه چې د نړیوالو جهیلونو او ډنډونو د ساتنې په برخه کې نړیوالې ژمنې شته چې ایران له دواړو لارو دا مسله تعقیبوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکاوه:«که په افغانستان کې زموږ وروڼه او خویندې توقع لري چې د ایران اسلامي جمهوریت د مهاجرو د وضعیت او د افغانستان د پرمختګ په وړاندې د ملاتړ پالیسي په جدیت او دقت تعقیب کړي، پکار ده چې د افغانستان حکومت د ایران د اوبو حق په هامون، هلمنمد سین او هري رود کې په پام کې ونیسي.»

ظریف دا هم وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ورته ویلي چې پر دې موضوع به غور وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، تر څو چې د اوبو مسله په قطعي ډول حل شوې نه وي د ایران او افغانستان ترمنځ به جامع تړون نهايي نه شي.

ده په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې او د هند له لوري د افغانستان لپاره د چاه بهار بندر د جوړولو یادونه هم وکړه او په ضمني ډول یې وویل چې دا مسلې هم د اوبو د حق له مسلې سره مشروطې دي.

7 thoughts on “جواد ظریف: له افغانانو سره ښې اړیکې د ایران د اوبو له حق سره تړلې دي”
  1. داخلک به څنګه وغوا ړي گې افغانستان ارام شي. به خواشينۍ سره هغوي خبلې ګتې زموږ په کمزورۍ کې ويني زموږ به. وا حقوقو او منل شوو بين المللي تړونونو ست گې پتوي. له دوي به د دوستۍ تمه يوازې هغه څوک کوي چې يا ددوی له نيتونو بې خبره وي او يا. يې غلامان وي

  2. ایران یک کشوری است سرطان زا که یک مشکل بزرګ به منطقه ایجاد نموده مانند اسرایل
    اسرایل چون دشمن اسلام است و ایران در لباس اسلام بد تر از اسرایل است ایران میداند که در حال حاضر در افغانستان رهبریت وجود ندارد واز نادانی کرزی و اشرف غنی سوء استفاده میکند.
    از اینکه افغانستان باید دعوا کنند چون در این مدت سی سال ایران از جنګ های نافرجام افغان استفاده نموده وتمام اب افغانستان را بدون پرداخت مصرف نموده وحالا که ایران بهانه جوی میکند که اګر افغانستان میخواهد مهاجرین ارام باشد به ایران اب بدهد.
    انها مهاجرین نیست. وخود میخواهند در ایران زنده ګی کنند وایران میتواند به انها امروز جواب بدهد. و از مرز خارج ایشان کند وباید ګفت که. این رهبران کودن افغانستان باید به شورای امنیت و ملل متحد از این موضوع شکایت کنند و حق سی ساله خویش را طلب شود.

  3. ايرن جاسوسان ترؤسه ادعاكوي ايرن أفغانستان كي لأس وهنه نه كوي نن أَعْط محمد نور ته وه ويه ايرن بارالله هق غوري مونكً أمريكا نيوه لدوي سره معميلي وكوه زمونكً هيواد مستقيل ده هيثوك زمونكً اوبوكي هق نه لري اونه يه ثوك محدودا ولي شي

  4. دطالبانو دحکومت په وقت کی یو ځل ایران خپله پښه له پایڅی وویستله او غوشټل یی چی خپل نظامی تجهیزات دافغانستان لور ته واړوی؛ او په هغه وقت کی طالبانو هم ورته کمه ونه ویله او له کندار ښارسخه په ډلو ډلو افغان طالبانو او عامه خلکو دنمروز په خوا حرکت وکړ تر څو ایران ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی؛ چی نا څاپه یو ښه مشاور طالبانو ته مشوره ورکړه او ورته وویل داوقت تاسو دوهمه جبه کی واقع کیږی راځی داسی یو کار وکړی چی ایران پری وزوریږی اوایران به هرو مرو تاسو سره خبرو ته کښینی۰ طالبانو فورا د مشاور خبرو ته غوږ ونیو ؛طالبانو دمشاور په مرسته څو عدده مالونه واخیستل او دحاجیګګ کوتل په څیرمه یی یولوی پرګرام جوړ کړ او داسی اوازه یی هزاره جات کی خپره کړه چی موږ غواړو هغه اوبه چی له حاجیګګ سره دهزارو له لاری روزګان اوبیا هلمند او نیمروز ته روانی ده او له هغه وروسته ورسخه ایران زیاته پایده تر لاسه کوی دهزارجات فه سیمه کی ورته لوی بند اچوو ترڅو یی کابل ته راتاوو کړو نو له دغو ابو به میدان شهر لوګر کابل ترلغمان او ننګرهار پایده واخیستل شی او دی داوودخان په نقشه کی هم همداسی وه او شته۰ ددی اوازی په خپریدو فورا ایران خپل استازی اسلام اباد ته ولیږه او له طالبانو سخه ییوغوښتل چی تاسو بند مه اچوی چی تاسو څه وایی موږ یی درسره منو داموضوع کولی شی په کابل کی له سلام ضیف سخه وپوشتی تر څو پوره معلومات حاصل کړی ۰۰۰ایران فورا خبرو ته کښیناست او جنګی حالت په دیفلوماتیک حالت بدل شو۰۰۰نو باید افغان اولس وپوهیږی چی زموږ اوبه ایران ته روانی ده او افغان اوولس ورسخه کمه ګټه پورته کوی۰۰۰ موږ دی تاند له محترموکارکونکو داهیله لرو که نور جزیات فه دی مورد غواړی مهربانی دی وکړی ددیموضوع په مورد دی نورو ورځپاڼو توجو دی راواړوی تر څو افغانان پوه شی او دی اجیګګ بند ته دحکومت دچارواکو پکرونه را جلب کړی که نور هیڅ ونه شی نو ایران به په دی مورد تر پیشار لاندی راولی ۰۰۰ والسلام

  5. Iran has been utilizing these water resources for the last 50 years with more than 90 percent as share but the use of these resources by Afghanistan is less than 10%. Iran picks up this as an issue in order to keep Kabul under pressure and let their other interests including the water resources be pursued. Iran also wants to support Taliban with weapons and training in order to keep the Kabul busy at internal fronts and let the water be managed by them for the coming 50 years. Our government should put an end to internal problem and let the country resources and energy be used for cope with situation created by our neighbors.

  6. اوس خبره معلومه شوه ټوله خبره همدلته وه تر نن ورزی ‍‍‍پوری چه ایران افغانستان په آرام نه پریښوده او په مختلفو ډولونو یی افغانستان بی سباته کوه او جو‍‌‌ړیدو ته یی نه پریښوده ټوله خبره همدلته وه او اوس یی په ښکاره ډول وویل. دا ده انسانیت نه لری او بیغیرته هیواد همیش همداسی زمونژ ده بیچاره ګی او بی وزلی نه استفاده کړی ده. ده افغان مهاجرینو زورول او ظلم خو دوی ده وخته نه هم کول زمونژ په زرهاو افغان مهاجرینو په ناحقه ادعامول بندیانول او هر ډول ظلمونه کول
    زه خو وایم چه اوس یی وخت دی چه ایران سره معامله وکړو ده هلمند په سین باندی ښه قوی بندونه جوړ کړو او پری نژدو چه یو څاڅکی اوبه هم ایرن ته مفت ولاړ شی
    او مونژ کولی شوچه په دی وسیله ده ایران ظلم خپل په مهاجرینو باندی ودروو او ایران ده معاملی میز ته مجبور کړو

ځواب ورکول Mohammad Arif Rasuli ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *