له ښۍ خوا: جواد ظریف او حامد کرزی

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، ایران د افغانستان د حکومت په مشرۍ او ګډون د د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ښاغلي ظریف دا خبره نن /شنبه/ په تهران کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، تهران تل د افغان حکومت په ګډون او مشرۍ په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې به د افغانستان له حکومت سره د مرستې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې دې ته ورته خبرې نن /شنبه/ د افغانستان د اجرايی ريیس له دوهم مرستیال محمد محقق سره په کتنه کې هم وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د دغه هیواد د متحدې روسیې له وروستیو پالیسیو سره په ټکر کې دي چې هڅه کوي د افغانستان پر مسلې د خبرو له مشرتابه څخه د افغانستان حکومت وباسي.

د ایران حکومت پخوا هم د افغانستان د حکومت په ګټه څرګندونې کړي خو راپورونه وايي چې د دغه هیواد استخبارات او سپاه پاسداران بیا د طالبانو ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پلانونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې هر ډول پلان باید د افغانستان د حکومت په ګډون جوړ شي.

په وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او ویل کېږي چې ایران له دې پروسې راضي نه دی ځکه چې ایران په دې بهیر کې شامل نه دی.

One thought on “جواد ظریف وايي، ایران د افغانستان د حکومت په ګډون او مشرۍ د سولې ملاتړ کوي”
  1. محمد جواد ظریف د ایران د باندینیو چارو وزیر
    ښاغلی محمد جواد ظریف د ایران د باندینیو چارو وزیر یو پوه شخص ، تکړه دیپلومات او ریالست انسان دی. دی د خپل هېواد او له سیمې سره د ایران د ګټو په اهمیت ښه پوهیږي.
    ښاغلي محمد جواد ظریف د 1338 لمریز زېږدیز کال د جدي د میاشتي په 17 په تهران کې په یوه مذهبي ، محافظه کاره خو متموله او بډایه کورنۍ کې پیداشویدی.
    لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې له 1345 – 1355 پورې د تهران په علوي ښوونځي کې پای ته ورسولې او په 1355 -1356 کلونو کې یې د امریکا د سانفرانسسکو د « درو کالج » کې د حقوقو او بین المللي روابطو په رشته کې لسانس واخیست. د ماستري دیپلوم یې له 1360 تر 1361 کلونو په منځ کې د بین المللي روابطو په رشته کې د امریکا د سانفرانسسکو له پوهنتون نه تر لاسه کړ. وروسته د کلورادو ایالت ته لاړ او هلته یې د بین المللی روابطو په رشته کې د دوکتورا په سویه زده کړې وکړې.
    ښاغلي جواد ظریف په 1357 کال کې په سانفرانسیسکو کې د ایران په جنرال قونسلګري کې خپل رسمي کار د مشاور په توګه پیل کړ چې تر 1359 کال پورې هلته خپلې دندې ته ادامه ورکړه . له 1359 تر 1361 پورې په نیویارک کې د ایران په دایمي نمایندګۍ کې مشاور په توګه کار کړی دی. البته د عسکري دوره یې هم همدلته په خدمتي ډول سره تېره کړه .
    ښاغلي ظریف واده کړی دي یو زوی او یوه لور لرې چې زوی یې د برښنا په رشته کې فوق لسانس او لور یې د کورجوړونې په برخه کې انجنیره ده .
    ښاغلي محمد جواد ظریف ، مېرمن او دواړه اولادونه یې په انګلیسي ښه پوهیږي.
    ښاغلی ظریف د تهران پوهنتون مېلمه او افتخاري استاد هم دی او له 1371 – 1381 کلونو ترمنځ د حقوقو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د باندینیو چارو وزارت مرستیال وو.
    همدارنګه له 1381 – 1386 کلونو پورې په نیویارک کې د خپل هېواد د دایمې نمایندګۍ سفیر او مشر وو.
    ښاغلي محمد جواد ظریف د 1392 کال د میزان له 22 نېټې راپدېخوا د خپل هېواد 101 باندینیو چارو وزیر په توګه دنده تر سره کوي. تر هغه مخکې علي اکبر صالحي د ایران د خارجې چارو د وزیرانو په حساب 100 سلم وزیر وو . هغه د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري.

ځواب ورکول صالحزوی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *