نجیب زاخېلوال، سوېډن –
مشهور پښتو ناول، جوجو، د پراګ مېشتي لیکوال او ژباړن خان محمد ستانکزي له خوا انګلیسي ژبې ته وژباړل شو.
جوجو د هېواد د ځوان ناول لیکونکي نصیراحمد احمدي اثر دی چې په ۱۳۹۲ کال د مومند خپرندویې ټولنې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی دی.
که د دعوې په ډول ووايم چې د ښاغلي نصير احمد احمدي دغه ناول به لومړی پښتوساينسفیکشن ناول وي چې ليکل شوی دی تېروتی به نه یم. ساينسفیکشن ناولونه د نړۍ په زياتره ژبو کې ليکل کيږي او ښه ډېر لوستونکي لري. بيا په ټولو ژبو کې د انګلیسي ساينسفیکسشن ناولونه تر ټولو زيات بازار لري.
په جوجو کې د زياتره ناول پوهانو په اند ډېرڅه شته چې نړيوالو ته وروپېژندل شي. نو په همدې موخه ښاغلي خان محمد ستانکزي دا کوښښ وکړ چې جوجو ناول انګلیسي ژبې ته وژباړي تر څو په نړيوال ډګر کې هم پښتو ناول خپل ځای ترلاسه کړي.
لومړی ځل د پښتو لنډو کیسو یوه ټولګه، چې د ښاغلي عبدالوکیل شینواري کیسې وې تېر کال انګليسي ژبې ته، ژباړل شوې وه خو زه باوري يم چې دا به لومړی پښتو ناول وي چې انګلیسي ته ژباړل کيږي.
زه په دغه کار سره په ټوله کې ښاغلي نصير احمد احمدي ته کورودانی وايم چې د يو بل پسې د ښکلو ناولو او کيسو د راپنځولو لپاره يې مټې رانغاړلي دي او بيا خپل ګران ملګري او دوست ښاغلي خان محمد ستانکزي ته هم مبارکي او هم کورودانی وايم چې د پښتو ژبې د ورپيژندلو لپاره يې دغه په زړه پورې ناول وژباړه. د ښاغلي ستانکزي د دغه خدمت له برکته به د پښتو ژبې هغو بهرنيو ليکوالانو او مينه والو ته چې غواړي دا ژبه لاپسې وپيژني ډېر څه په لاس ورشي.
زه باوري يم چې انګلیسي ژبې ته د پښتو اثارو ژباړل به د دې فرصت رامنځته کړي چې د پښتنو لیکوالو اثار د اثارو نړیوال مارکېټ ته لاره وکړي چې په دې توګه به هم نړیوال زمونږ ادب او کلتور وپېژني او هم به مو لیکوالو ته د بریا په صورت کې د معنوي تر څنګ مادي منافع هم په لاس ورشي. د لیکوالو او ژباړنانو د لا نورو بریاوو په هیله.
————-
ډېر ښه، د دواړو کور ودان. کار وکړئ.
De mohterem Mehmedajan Yaar navlonah che pa Pashtoonkhwa site ki pdf. prtai die aw ma terah awwoniy pa jarragano sara walostil ham d jbarriny arzasht lary. Laka Hosiy aw Sahaar;
de Leyly dashte d stergo lidely haal;; Firishta aw Gulab; Tajo aw talibjan …. a.d.n. ham pa bahrenyo jabo d jbarriny arzasht lary trtzo kharejyan d~afghanano la hale khaber shi.