راپور: عصمت بهیر –

دا خبره تېره اونۍ استاد عبدالغفور لېوال په روشنګري کې وکړه.

په دې پروګرام کې ښاغلي لېوال وویل چې له هغه را وروسته چې د ټکنالوژۍ عصر شروع کېږي، فزیکي جګړه ورو- ورو خپل ځای رواني جګړې ته پرېږدي.

ښاغلي لېوال زیاته کړه (له افغانستانه بهر ځینې هیوادونه او داخل په افغانستان کې ځینې کړۍ په دې مصروفې دي، چې د عامه وګړو ذهنونه د بې لارۍ لوري ته رهبري کړي، که یې مخنیوی و نه شي، د افغانستان لپاره به یې پایلې خطرناکې وي.)

ښاغلی استاد په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې، د رواني جګړې هدف دا دی، چې جنګ مخته بوزې، دښمن ته زیات مالي او ځاني زیان ور واړوي خو خپلې غاړې ته پرته له کومو تلفاتو جګړه وګټې.

استاد وویل (په رواني جنګ کې د رسنیو، جماعت، جرګو- مرکو څخه د ابزار په توګه کار اخیستل کېږي او د رواني جنګ تر ټولو بده پایله دا ده، چې په ولس کې، داسې بحراني حالت رامنځته کوي چې، یو ملت نشې کولای په هغه کې د کره او ناکره مالوماتو تر منځ فرق وکړي.)

په لکچر کې دا خبره هم وشوه، چې په رواني جنګ کې د ملت څخه دا ځواک اخیستل کېږي، چې دوی دې د یو مشکل په وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.

څېړوندی لېوال وویل چې، د رواني جنګ د مخنیوي لپاره باید افغان حکومت، اطلاعات و فرهنګ وزارت، رسنیو، محاکمو او اړوندو نورو نشراتي ارګانو څخه یو داسې بورډ رامنځته کړې، چې مخکې له دې چې مضر اطلاعات چې د هیواد د ملي ګټو په تاوان وي، را جمع او تحلیل کړي وروسته یې بیا نشر ته وسپاري، تر څو په دې سره د مضرو اطلاعاتو په وړاندې له مخکې لا حکومت خپل دریځ نیولی وي.

ښاغلي لېوال پر دې خبره ټینګار وکړ چې پورته یاده شوې پروسه هېڅکله د بیان آزادۍ او د مطبوعاتو د آزادۍ د محدودولو په معنا نه ده.

د لکچر په وروستیو کې ګډونوالو د استاد عبدالغفور لېوال څخه د موضوع په اړه پوښتنې هم مطرح کړې.

د روشنګرۍ پروګرام د تېرو دریو کالو راپه دې خوا هره پنجشنبه په کابل کې تر سره جوړېږي، چې د مختلفو استادانو له خوا پر مختلفو موضوعاتو باندې لکچرونه پکې وړاندې کېږي. تر رواني جګړې مخکې استاد امان الله هوسا د نړیوالتوب (ګلوبلایزېشن) پر موضوع لکچر وړاندې کړی وو.

2 thoughts on “جګړه اوس په جبهو کې نه بلکې په ذهنو کې روانه ده”
  1. که ددې لکچرونو بشپړ متون هم پر تاند خپاره کړئ نو خلک به ترې ګټه پورته کړي. د بیلګي په توګه تاسو د ګلوبلایزیشن د لکچر یادونه وکړه، زړه وغوښتل چې لوستلی مې وای، خو لاسرسی ورته نه لرم.

    مننه

ځواب ورکول Khan Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *