لیف نیکولایوویج تولستوی په کال ١٨٢٨ز د دسمبر د مياشتې په ٩مه نېټه د روسې پلازمېنه مسکو د تولاد ښارګوټي کې د پاني نړۍ کې سترګې راوغړولې.

دی دکونۍ ځلورم ماشوم و خودژوند درېیم سپرلی یې لا بشپړ کړی نه وو چې د مور له خوږ ې مینې هم بې برخې شو.

لیک لوست یې د ترور په مرسته د لومړی ځل لپاره له یوې فرانسوي روزونکي لخوا پيل شوه چې دلومړنیو زده کړو څخه وروسته یې په کال ١٨٤٤زکې دګازان پوهنتون د ختیځو ادبیاتو د تاتار ترکي ژبې په برخه کې خپلې لوړې زده کړې پيل کړې ، خو د یو لړ ستونځو له امله یې دا برخه پرېښوده او د حقوقو ځانګې ته یې تبدیلي واخسته چې په کال ١٩٤٨زکې دا برخه هم پرېښوده او خپل پلارني ټاټوبي کې مېشته شو او د ١٩١٠زکال د نومبر د میاشتې په ٢٠مه نېټه د مرګي په خوب ویده شو چې دیاسنیاپلینا سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

تولستوی ته هغه خدای ورکړی استعداد یې چې درلوده په خپل ژوند کې کڼ شمېر کتابونه پنځولي دي چې یو له هغو څخه د نړۍ وال ناول سوله او جګړه ده چې د اووکلونو په ترځ کې یې لیکلی دی او د پښتو ژبې تکړه لیکوال ، شاعر، ژباړن،او ژورنالیست بهاند لخوا په ځلورو ټوکونو او٢٦٧٣مخونو کې پښتو ژبې ته ژباړلی دی

ښاغلی لطیف بهاند

نوم یې محمد لطیف بهاند ده چې زده کړې بې په حبیبیه لېسه کې تر سره کړي دي وروسته له لېسې په کال١٣٥٥کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پښتو څانګې ته په لوړو نومرو بریالی شو پس له لسانس دورې نه یې په کال ١٣٥٨کې کابل پوهنتون کې ماستري وکړه هغه استعداد چې الله تعالی وربښلی وو نو خپله ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې یې په کال ١٣٧٢د مسکو په دولتي پوهنتون کې پای ته ورسوله

ځېنې نورې ژباړې یې

١-کلتور پوهنه ، د فرهنګ تیوري او نظریات

٢-نا اشنا لیک ناولګوټی،١٣٨٢لمریز

٣-د مینې ترانې ، دسوریایی شاعر ،نزار قباني، سل مینه ناک شعرونه ١٣٨٨لمریز اوداسې نور…….،

د کتاب موضوع په روسې دناپلیون یرغل پېښې او دروسې ځلور ب‌‌‌‌‌‌ډایه کورنیو د ژوند او ددغې جګړې پر وړاندې د روسي ملت درېدا انځورونه دي دا کتاب یې د خپلې میرمن صوفیا په مرسته ٧٠ځله بیابیا ولیکه او بدلونونه یې پکې راوستل

دا کتاب یې ولیکه ځکه خپله یې دقفقاز او کرسیمیا په جکړو کې ک‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو نو د جګړې ټولې ترخې او خوږې خاطرې ورسره وې او ټول غیر انساني اړخونه یې آزمویلی او لیدلی وو خورا بې ساری انځورګر بلل شوی ده پدې اثر کې د جګړې رښتینی انځور په خورا بې ساری

قوت انځور شوی ده دا رومان د روسې د١٨٠٥نه تر١٨١٣کلونو پېښې انځوروي د روسې او فرانسې خونړۍ پېښې پکې انځور شوي دا کتاب په یوه ماښامنی میلمستیا پيل کیږي چې چې ددې میلمستیا ټول ګونګوسی د را روانې جګړې په اړه ده پدې اثر کې دروس امپراطور ‌‌‌‌‌‌ډېر ښکلی او دفرانسې امپراتور ‌‌‌‌‌‌ډېر کرکجن انځور شوی ده دا کتاب د یوه ملت پورې اړه نلري بلکه د نړۍ سل ګونو ژبو ته ژباړل شوی ده پدې شهکار کې داتلانو بې شمېرتوب ،د ‌‌‌‌‌‌ډیالوکونو اوږدوالی د هغو خوږوالی د اتلانو بې ساري تصویرونه،د کلماتو خوږه کارونه ، اونور‌‌‌‌‌‌ډېر هنرونه د پام وړ دي دا کتاب په ځلورو ټوکونو کې لیکل شوی او برخه برخه شوی کله چې دا خوندور اثر څوک لولی ن د لیکوال دګوتو په هغه مهارت ېې چې دا اثر لیکلی لوستونکی د کرښو کرښو لوستلو سره همحاله په خیالی نړۍ کې قدم ږدي او پر مخ ځي کله چې په رومان کې یوه ځېره انځور کیږي نو همحاله ورسره سترګې. دسترګو غټوالی د سترګو رنګ دسترګو خبرې د سترګو غلچک. دسترګو زاری ، د سترګو ځلا، د سترګو پټ رازونه ، د ستګو نه خپرېدونکې کرکه عاطفه ،سترګو باڼه ،دباڼو ویشتل او داسې نور د انساني ژوند حالات او ټول په خورا رنګېنی او مینې په پام کې ساتلي دي

دا رومان٥٠٠په شاوخواکې  اتلان لري. هر اتل ځانته ژوند او کرکټر لري. خوبیا هم په هنري انځورګري کې کله. نا کله سره. ورته بریښي دا اتلان ځینې رښتینې ځينې خیالي دی تولستوی وایی چې ما په ځینو اتلان کې د خپلې کورنۍ انځورنه هم کړې ده خو خیالی برخه یې د لیکوال د تخیل زېږنده ده. پدې اثر کې دیوه ملت ویاړ غرورسر ښندنه دود اودستور ښه انځور شوی ده پدې اثر کې دتاریخي پېښو انځورنه ‌‌‌‌‌‌ډېره خوږه برخه کڼل کېږي د روسې تر غورو نه غوره رومان ده دکتاب ژبه شاعرانه ژبه ده دا یوه ستره او هېریدونکې حماسه ده ددې اثر په لوستلو لوستونکی هر س ځه احساسوي او فکر کوي چې دا پېښې پر ده تېریږي دا کتاب د روسې د طبقاتي اخ و‌‌‌‌‌‌ډب ښکارندویی کوي او دکورنۍ ورځنی ژوند ښه هنداره ده د مینې ،ویر،غم،مینتوب،وفا،بېوفایی،په تېره بیا مېړه اوښځه ماشومان موراوپلارورځني حالات ښکاره کوي په دغه کتاب کې د دوو ښځو ناتاشا اوماریاتر ټولو په غوره بڼه انځورنه شوې ده ماریا د غټوسترګو لرونکې خودچاپام ځانته نه اړوي پرهیزګاره باتقوا د خپل پلار او بېوزلو په خدمت کې ده د یوې ب‌‌‌‌‌‌ډایه کورنۍ خو ورځیې له بېوزلو سره تېریږي ویل کیږي چې ټولستوی د ماریا په کرکټر کې خپله مور انځور کړې ده

او ناتاشا خو دداثر مالګه ده لیکوال خپل اثرددې په کرکټر لا خوندور کړی ده ناتاشا هره کړی په یوه چا مینیږی مسته ځوانه ښایسته پېغله ده چې په یوه خندا دهر چا پام ځانته رااړوي ددې اثر په لوستلو سره لوستونکی د کتاب په کرکټرونو کې ځان پيدا کوي او لویتونکی دې ته اړ کوي تر ځو کتاب تر پایه ولولي دا بو رښتینی اثر ده لیکوال پدې جکړه کې خپله برخه اخستې ده ددې شهکار لومړی او دوهم ټوک‌‌‌‌‌‌ډېرخوندور ده لوستونکی اړ کوي ځوشپې ورته صبا کړي او کتاب پاڼه پر پاڼه ولولي تر ځو پوه شيچې دا داستان څنګه کیږي خو ددې اثر درېیم ټوک ‌‌‌‌‌‌ډېر سټری کوونکی ده هنري مالګه پکې نشته داستان په یو اړخ روان ده هیڅ نوی والی پکې رازي نو لوستونکی هره کړی غواړي نو ر نو لوستل بند کړي دا کتاب تر پایه ونه لولي خو په ځلورم ټوک کې بیا داستان په زړه پورې کیږي دا اثر په کورنی ژوند او نورو برخو کې زموږ د ټولنې د دود او دستور سره ورته والی نلري خو لیکوال کوم انځورنه چې له جنګ نه انځور کړی ده رموږ د ټولنې اوسنیو حالاتو سره کټ مټ یو رنګه ده د خواشینی خبره داده چې دکال ١٨٠٥د روسي دټولنې حالات زموږ د يوشتمې پېړی له حالاتو سره اړخ لګوي

One thought on “جګړه او سوله ناول ته لنډه کتنه/ مریم اکاخېله”

ځواب ورکول mahmood_haqqani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *