مجاهدین چې پر کابل ور وغورځېدل جلال آباد کې یې د پښتونستان څلور لارې له نوم اړولو پیل کړه… کابل کې یې له پښتونستان واټ، د پښتونستان جنډه کوزه کړه ـ راډیو کې یې د پښتونستان خپرونې په خوله لاس کېښود….

استاد رباني جنرال حمیدګل خپل پوځي سلاکار وټاکئ….

خو تاریخ نشي مسخه کېدای، پر حقیقتونو څوک خاورې نشي اړولی، چې له واقیعتونو سره دښمني هېچا سرته نه ده رسولې…

د ډیورنډ کرښې د بطلان پرېکړه تاریخ پخپله خوله اعلان کړې، لویې جرګې مردوده بللې، د لویې جرګې د پرېکړو ماتېدو واک نه پاچا لرلی شي، نه ولسمشر او صدراعظم ـ له دغسې ملي پرېکړو سره مخالفت ملي خیانت دی.

د افغانستان په ملي او سیاسي تقویم کې د وږي نهمه له ۱۳۲۸ لمریز کال راسې د پښتونستان ورځې په نامه ثبت ده ـ چې پارلمان توثیق کړې او په دې اړه یې یو ګتابګوټی د (پښتونستان ) په نامه چاپ کړی دی. په دې توګه تر لوړ نامه لاندې دغه ورځ د افغانستان د ملي تاریخي ورځو او لمانځغونډو لړ لیک ته ننوتلې او تر همدغه نامه لاندې په ملي او سرکاري کچه لمانځل شوې…

دغه ورځ له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون په نامه ثبت نه ده ـ د افغانستان ملي او سیاسي تقویم کې دغسې سیاسي بدعتونه د پردیو په ناړو لمدو رژیمونو رامنځته کړي، چې ښایي مخه یې نیول شوې وای.

پیوستون موږ د سوریې له خلکو او ولس سره هم لرو او له فلسطینانو او مصریانو سره هم، خو هغه زموږ داعیه نشوای کېدای…

د وږي نهمه زموږ له وجود د بېلې شوې برخې د را یوځای کولو ژمنه او ملي تعهد دی. دا تردې نشي پېیل کېدای چې له کرښې اخوا سیاستوال څه کوي، څه غواړي…؟

دا پر موږ ټولو د ملي جغرافیې او ملي تاریخ پور دی، چې د پښتو او پښتنو په نومو جوړو شویو ګوندونو او ډلو د سیاستونو او پالیسیو په تله نشي تلل کېدای، چې دا سیاست نه بلکې یو اټل حقیقت دی، تاریخ دی او د تاریخ پرېکړه ده…

ډیورنډ د تپلې کرښې په کچه غزېدلې نه د پولې، که څوک دې ته د پولې په سترګه ګوري ښایي په ملي خیانت پړه وپېژندل شي، د ملي خیانت سزا څرګنده ده…

چې ډیورنډ نه پوله ده، نه وه او نه ګرځېدای شي، د حکومتونو بې توپیري ددې مانا نلري چې موږ خپل حق ته شا کړو، چې دا د پرګنو او ولسونو حق دی، د سل میلیونو انسانانو حق دی، هغه چې حق العبد باله شي، هېڅوک یې چاته د بښلو او تېرېدلو حق نشي لرلی.

پاکستان کشمیر خپل شارګ ګڼي، اوس هم د لاهور شرکت چاپخونه کې :((کشمیر شهرګ پاکستان) مجله په لوړ تیراژ په سرکاري لګښت خپرېږي ـ د کشمیر پارلماني کمېټه فعاله ده، خو موږ د پښتونستان پر ځای له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځې ته په شاتګ کړی، هغه هم په داسې کچه او بڼه چې ځانونه یې په یادولو او لمانځنه زهیر ګورو…

که کشمیر د پاکستان شارګ کېدای شي، پښتونستان یا پښتونخوا هم د افغانستان شارګ دی، چې دلته د ګډې ژبې ، تاریخ، وینې او کولتور له مخې یو ځواکمن ملي جوړښت غزېدلی، هغه چې کشمیر ترې بې برخې دی.

که زموږ ملي جغرافیه بشپړه شوه د ترهګرۍ مخه ډب ده ـ چې ترهګري او ترهګرو په همدغسې یوه تشه کې د پښې اېښودو مخه موندلې، پنجابي طالبانو وزیرستانونو کې موږ ته اور کرلی دی.

پاکستان د کشمیر لپاره د اورپکو پانګونه له لاسه ورکړه، بلکې د خپلې غاړې غور یې وګرځېده، خو له کشمیر نشي تېرېدای…

موږ پاکستان ته ګواښ نه یوو، د پښتانه آزادي، بسیاینه، سوکالي، یو والی او په لوی کور افغانستان کې ګډ ژوند غواړو چې نړیوالو نورمونو او بین الدول قوانینو د ملتونو حق پېژندلی.

زموږ ځینې رسنۍ او سیاست مداریان د غرض مرض نیولي ـ که نه د ډیورنډ کرښې د منلو نه منلو پوښتنه بېځایه او د ملي ګټو منافي ده.

میډیا ښایي په ملي مسایلو کې یوه خوله او پېښو او پرمختیاوو ته په جهت ورکولو کې یو لاس اوسي. د حقونو ترلاسه کولو لپاره له زور او جګړې پرته نورې لارې او اپشنونه هم شته ـ د خبرو لار، د فعالې د یپلوماسۍ لوری، چې ۲۱ مه پېړۍ کې له زور او جګړو اغېزمنې راخېژي.

په دې اړه د رڼې پالیسي، روښانه ستراتیژي او A.B.C پلان اړتیا ده، چې د سرحدونو چارو له ځوان وزیر یې د رژېدا هیله کېدای شي ـ چې ده له مودو وروسته د وږي نهمې ته له سره ساه ورکړه، د ملي ارزښتونو د ځلاینې تېږه یې کېښوه ـ د یوه ملي کاروان د بهیر مخه یې پرانیسته، پر یو ملي خوځښت پرتې دوړې یې پاکې کړې او یو منلی سنت یې ژوندی کړ…

ددغه خوځښت بری او غوړېدا ته د فعالې دیپلوماسۍ، بریمنې ستراتیژي او ملي جرګو اړتیا ده، چې د ښاغلي خپلواک هوډ، اراده او انرژي یې د دوام او بري زیری ورکولای شي…

ځینو ته چوکۍ او مقام عزت ورکوي، خو ځینې پخپله وړتیا او عظمت چوکۍ او مقام ته درنښت ور په برخه کوي.

خپلواک خپله وینا کې د جګړې پر ځای د جرګې خبره وکړه ؛((جګړه نه، جرګه!)) ـ دغه ټکي کې د پښتني ژوند، کولتور او تاریخ فلسفه پرته ده. چې جرګه بایلونکی نلري، له جرګې هره غاړه ګټونکی راوځي ـ جګړې پردۍ او جرګې زموږ خپلې دي ـ سرحدونو وزارت د جرګو کور دی. موږ د جرګو په مټ له خپل هېواده د جګړو لمن ټولولی او د جرګو پر ټغر سوله راوستلی شو.

راځئ د ښاغلي خپلواک دا شعار په یوه خوله بدرګه او په ګډه عملي کړو: ((جګړه نه، جرګه!))

له محور ورځپاڼې په منننې.

One thought on “جګړه نه، جرګه! – د پښتونستان په یاد: شهرت ننګیال”
  1. په رښتیا چه ګټوروخبروته دی اشاره کړیده په قلم دی برکت شه اودخدای پاک څخه ټولومسلمانانو،افغانانو اوپښتنوته دیوالۍ اوسولی غوښتونکۍ یم.

ځواب ورکول ځدراڼ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *