اسدالله بلهار جلالزی – دغزنی ښار

غواړم په دې لیکنه کې د پروفیسور ډینس اې. رونډینلي په کتاب چې د ځوان لیکوال حفیظ همیم جلالزي له لوري په دې وروستیو کې پښتوژبې ته راژباړل شوی. او په خپله ژبه کې هم پورته لیکل شوی نوم ورکړی. له تاسو سره څوخبرې شریکې کړم. نو ترهرڅه لومړی  به خپله دا لیکنه د لوی استاد پسرلې صاحب په دې څلوریزه راپیل کړم.

…………..

زړه کې مې لامبي نوا په وینو

ځکه مې سره ده انشا په وینو

یوه لوټه نشته په درست وطن کې

چې سره دې نه وي د چا په وینو

(استاد پسرلی)

په داسې یوه هیواد کې چې نوا، انشا هم په وینو ککړه وي او پکې داسې لوټه هم ونه موندله شي چې دانسان په وینو دې سره نه وي.  نو خود به دحکومتولۍ په وړاندې ننګونې پرتې وي. به هغه هیواد کې چې کابو درنیمي لسیزې پکې دا حال نوبیا به خلک څنګه دارام،سوکاله ،هوسا، ډاډمن اوله ستونزوپرته ژوند ولري. هالته به څنګه داسې یو نظام واکمن شي،چې ټول ورپکې دنني عصر د تقاضاپه بنسټ دژوند،کار اومعیشت چارې سمبالې کړلای شي. په داسې ټولنه کې څومره شونې ده چې خلک ددموکراسي په اصولو ولاړنظام ته ژمن پاته شي؟دغچ اخیستنې یاهم دتفوق غوښتنې نیلی دي  دې ته حاضر شي چې له نورو سره و په یوه وندر ترپړې غاړه وباسي.؟ موږ په داسې حالاتو کې  را لوی شوي او الوی شوي یوو.

له بده مرغه دا تبۍ لا نن هم هماغسي توده او دټولو دنینه کیدو توان لري. هغه چې نوي هم تر دې تبۍ را رسیدلې په حقیقت کې نینه شوي. موږ یوازې نینه  اولوغړن شوي نه یوو.بلکې ناسور شوی پرهرونه مو هره شیبه بیا بیا نوې خولې کوي. زه ډیر وخت د راونو حالاتو په اړه دټولنې دبیلابیلو طبقو له خلکو سره خبرې کوم.لا هم زیاترو ته دستونزو دهوارې لاره نه ده معلومه څرک يي هم نه ورته لګیږي.دیوه نظام  اوقانون په چوکاټ ژوند لاهم ورته په قفس کې ژوند ښکارې.اود ځان موجودیت ورته پکې ورک، د هیواد دجوړیدو لاره خو له سره ورڅخه تری تم ده. د بشردتاریخ په لوستلو سره څرګندیږي.چې دخدای د ا سرګردانه مخلوق له لومړۍ ورځی بیا تر اوسه پورې کله ناکله له داسې ستونزو اوکړاونو سره مخ شوی.جګړې اوجنګونه يي کړې  ویني يي تويي کړې،مرګونه یی کړي،کلي اوښارونه يی وران شوي. خو بیا چې ستومانه شوي  په خپل منځ کې يي یوه لاره هم سره وړې.او بیرته يي تریوه بریده دجوړیدو له پاره هم ګامونه اخیستي.

بشری تاریخ له داسې تجربوڅخه ډک دی. وړاندې به نه ځو. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چې کوم ځاني اومالي زیانونه اروپايي هیوادونو ولیدل زما په اند ان د مالی زیانونوبیرته جبیره کیدل څه ساده خبره نه وه. خو ومولیدل چې د مارشال پلان په ترڅ کې اروپا په کمه موده کې بیرته ورغول شوه .اوپه خپلو پښو ودریده. خو زموږ په هیواد کې لاهم د جګړې د دریدوپه اړه ډیرفکرنه کیږي.او لاهم په بشپړه توګه له جګړې نه یوو وتلي. وینوچې د هیواد په هره څنډه کې په یو ډول د ډولونو جګړه روانه ده. داخولا بیله خبره ده چې دحکومت او قوانینوپه رڼا کې ژوند، کار اوبوختیاووې به په څه ډول وي. خو دې ته ورته نورو پوښتنو ته په (جګړه ځپلي هیوادونه او دحکومتولۍ ننګونې) ارزښتمن اثرکې ځواب موندلای شو.

2په داسې هیوادونو کې چې جګړې پکې ډیرې ناخوالي پریښي وي. اوږده شوي وي، اقتصادي، فرهنګي اوټولنیزجوړښتونه وران ویجاړ شوي وي.دخلکوبرخلیک هم یوازې دوسله والو،او مافیایی ډلوپه لاس کې وې.نړیواله ټولنه بیا دحکومت دټینګښت او حکومتولۍ دراستنیدوپه برخه کې مسولیت لري. چې دنظام سره مرسته او مدد وکړې. هالته چې ښکیلې ډلې ټپلې نه شي کولای دیوه اوبل په ژبه پوه شي.هالته چې دسولې له پاره ګام اخیستل یوډول عارګڼل کیږي.دټولنې دجوړیدو له پاره له هیڅ لوري سره کاري ځواک او واک نه وی نو ددوۍ مرستو ته اړتیا له څو اړخونو محسوس وي یوخو داچې کاری ځواک موندل او ورته امکانات په اخیتار کې ورکول. اوبل هم داچې ښکليل اړخونه په دې ډاډمنه کول چې دجګړې په ځای له بلې مناسبي لارې هم واک ته رسیدل شونې دي چې په هغه صورت کې بیا دمشروعیت ترڅنګ دخلکوډاډ اوباور هم له ځانه سره لرلای شي. ددې ترڅنګ دحکومتي ادارو یا په ټوله کژ دحکومت دظرفیت لوړولو او جوړولو په برخه له نورو لاروچاروڅخه استفاده کول.دښکیلولورو دبهرنیو ملاتړکوونکو مخه نیول. چې په حقیقت کې ورته بهرنې عوامل ویلای شو. له منځه وړل. دتاووتریخوالي راکابو کول او له منځه وړل.داهغه څه دې دنړیوالې ټولنې له مرستو پرته ناشونې دې او وې به. خو ددغو موخو ترلاسه کول په جګړه ځپلو هیوادونو په تیره بیا افغانستان کې له څومره ننګونو سره مخ دي.

زما په اند (جګړه ځپلي هیوادونه او دحکومتولۍ ننګونې) اثرترډیره دښاغلي دپروفیسور ډینس اې.رونډینلي داوږد مهالو دتجربو اوکارپایله ده. اوپښتو ته ددغه ارزښتمن اثر اړتیا ځکه زیاته محسوس وه چې افغانستان لاهم دهغوو هیوادونو په ډله کې راځي چې اوږدې جګړې ځپلی او حالات لاهم پکې کړکیچن دي.په کتاب کې همدارنګه دکمزوري دولت له واټه دپیاوړې دولت په لوري دګامونو اخیستولو لارې چارې په ګوته کیږي.همیم صاحب هم دافغانستان  اوسني وضعیت ته په کتو ددغه کتاب ژباړلو ته مټی رابډ وهلي.

کتاب د کابو یوه کال په موده کې له انګلیسي ژبه څخه راژباړل شوي.  ترکومه چې معلومیږي همیم صاحب د کتاب په ژباړه کې ډیره خوارۍ کړي. او د نورو ژبوپه مرسته يي دغه کار پای ته رسولی. هغه په اګاهانه ډول د دغې کتاب ژباړه کړې. هغه په دې اند دی. له دې سره سره چې پښتو دهیواد دملي ژبې ده. په میلونونو وګړې پرګړیږي. خولاهم ورته څومره چې ښايي کار نه دی شوی. ځکه خوپه خپله سریزه کې یوځای  داسې کاږي:

«د دغه کتاب دترجمې پرمهال دخپلې ژبې غربت راته ثابت شو.له پینځه زره کلن تاریخ،زرګونو ویاړونو،اتلانو اواتلولیو سره سره موهومره څه نه دي کړي چې دیوه کتاب دژباړې پرمهال له نورو ژبوڅخه مرستي ته اړ نه شو.»

 هیمیم صاحب دومره په دقت داژباړه سرته رسولې چې لوستونکی اړباسي کتاب په پرله پسي ډول ولولي.کله چې څوک داکتاب لولې نو هغه دچا خبره تلوسه يي زیاتې شي.کټ مټ لکه یو ناول چې لولي. روان لوستل کیږي.داکتاب په ۱۳۹۴هـ ل کال کې دافغانستان دبهرنیوچارو دوزارت له لوري په خورا ښکلی ډیزاین په ۳۵۳مخه او۱۴۰۰ټوکه کې چاپ شوی.

باورلرم چې دسیاسي علومو د زده کړیانوله پاره به يي لوستنه اوترې استفاده له اغیزه خالي نه وي. او ددې ترڅنګ به دا کتاب دهغوئ له پاره یوه  معتبره او دمعلوماتوپه زړه پورې سرچینه او ماخذ هم وي.

د دغه کتاب په لوستلو سره به درته روښانه شي چې نړیوالي ټولنې په افغانستان کې خپلې مرستي په څه ډول لګولې. اغیزيي تر کومه بریده جوت دی.په کومه برخه کې یی تیروتنې وکړې.څومره دامرستي ددوۍ له لورې پرځای اوڅومره بې ځایه ولګیدې. اوپه عین حال کې نړیوالې ټولنې دحکومتولۍ دننګونوپه وړاندې دافغانستان له خلکوسره څومره منډې ترړې وکړي.دې او دې ورته په لسګونوپوښتنو ته هم پکې ځواب موندلای شئ .يي لوستنه يي په تاسو.

One thought on “جګړه ځپلي هیوادونه او د حکومتولۍ ننګونې”

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *