تاند – د امازون شرکت رییس جیف بیزوس د ۱۵۲ زره میلیونه ډالرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ډېر شتمن کس ونومول شو.

ښاغلي بیزوس د بلومبرګ له خوا د نړۍ د ۵ تر ټولو ډېرو شتمنو کسانو په لست کې د سر ځای نیولی دی.

جیف بیزوس د نړۍ د تر ټولو شتمن انسان نوم د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وګاټه چې د هغه پانګه له ۱۵۰ بیلیونه ډالرو څخه زیاته وګڼل شوه.

دغه امریکایي شتمن سوداګر د خپلو پیسو یوه اندازه په خیریه کارونو لګوي. نوموړی په متحده ایالاتو کې بې کوره خلکو ته د کاري مهارتونو د زده کړې پروګرامونه تمویلوي.

بیزوس وایي چې هغه په لنډمهالو خیریه کارونو باندې تمرکز کوي، خو منتقدینو د هغه په دې کار انتقاد کړی، او داسې ښکاري چې خلک غواړي چې نوموړی اوږدمهالي ګټورخیریه کارونه تمویل کړي.

د خیریه کارونو یوه سلاکار جیک هایمن د ښاغلي بیزوس د مرستندویو فعالیتونو په هکله وایي، «بې کوره خلکو ته د سرپناه او کاري فرصتونو د برابرولو پر ځای، په کار دی چې د سیستمونو په رغولو باندې تمرکز وشي.»

د امازون د مرکزي دفتر ودانۍ

د جنورۍ په میاشت کې بیزوس او د هغه مېرمنې اعلان وکړ چې هغوی د TheDream.US په نامه په ګټه نه ولاړې ادارې سره د ۳۳ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده چې یادې ادارې د دغو پیسو یوه برخه د ښوونځیو د فارغانو او بې څوکه ماشومانو لپاره د سکالرشپونو پروګرامونو ته ځانګړې کړې ده.

امازون شرکت د ۱۹۹۴ د جولای په ۵مه د جیف بیزوس له خوا تاسیس شو. دغه شرکت په پیل کې کتابونه پلورل خو وروسته د انټرنټ له لارې د سوداګرۍ په یوه لوی شرکت بدل شو. د آمازون مرکز د متحده ایالاتو د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په سیټل سیمه کې دی او په متحده ایالاتو سربېره د کاناډا، برتانیا، استرالیا، جاپان، جرمني، هسپانیا، ایټالیا، او فرانسې په شمول په ګڼو هېوادونو کې سوداګریز مرکزونه لري.

له امازون سره ۵۶۶ زره کسان کار کوي او یوازې په ۲۰۱۷ کال کې یې څه باندې درې بیلیونه ډالر وچه کلکه ګټه ترلاسه کړې ده.

د مالي او کمپیوټري چارو امریکایي ادارې، بلومبرګ اېل پي، له خوا د کال د ډېرو شتمنو کسانو په خپاره شوي لست کې په جیف بیزوس پسې امریکايي سوداګران بېل ګیټس، مارک زوکربرګ، وارنر بوفیت او فرانسوی برنارډ آرنولټ د ۹۵.۵، ۸۳.۵، ۸۳.۱ او ۷۶.۱ بیلیونه ډالرو په لرلو سره دویم، درېیم، څلورم او پنځم ځایونه نیولي دي.

3 thoughts on “جیف بیزوس د ۱۵۲ بیلیونه ډالرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن انسان ونومول شو”
  1. دا د امازون مالک دی مګر پداسې ګنجوس پيسدار به څه وکړې چې دده خپل ۸۰ فیصده کارکونکي د غربت له کچې ښکته وي او ۸۰ فیصده کارکونکي یې د دولت په خیریه مرستو لکه غذایيءاو صحي مرستو ځان ساتي. داسې خلک صرف د ریا او میډيا پخاطر ځان داسې معرفي کوي چې ګویا خیریه مرستې کوي. د امریکا په کپيټلیست نظام کې چې هر څه د پيسدارو په لاس کې دي لکه ریس جمهور یې هر وخت کوشش شوی چې د غریب حق وخوړل شي او نور هم غریب شي. دلته چې د نورې نړۍ مهاجر قبلوي دا پدې معنی ندی چې دوی خواخوګي لري بلکې زیات مزدورته اړتیا لري.

  2. سیټل د امریکا په واشنګټن ایالات کې ده چی له پلازمینې واشنګټن نه په زرهاو کیلو مټره لېرې ده واشنکټن ډي سې یی پایتخت دی تاسو دواړه سره یو ياد کړیدې !!! لطفا” غلط معالومات مه خپروې

  3. دا ډول ترخې منظرې په حقیقت کی د قرآن د رښتینو تاریخی پېښو یو عینی او عملی تفسیر دی
    سرمایه او رسنۍ او د انسانانو تحمیق او تخدیر د همهغه تفسیر یوه برخه ده

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *