تاند- امریکايي مقامات وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی نن قطر ته ورسېد.

جېمز ډابینز، چې له وسله والو طالبانو سره د امریکا د خبرو مسوولیت په غاړه لري، څو وروځې وروسته له دې قطر ته ځي چې وسله والو طالبانو د دغه واړه خلیجي هیواد په مرکز دوحې کې دفتر پرانست.

له دې سره په یو وخت ټاکل شوې ده چې جیمز ډابینز نن ناوخته په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او قطري چارواکو ترمنځ په خبرو کې هم برخه واخلي.

فرانس پریس اژانس وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابینز قطر ته په سفر کې له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره ملګری نه و.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د ښاغلي ډابینز او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به هم له طالبانو سره خبرې ونه کړي.

تېره اوونۍ امریکايي رسنیو ویلي و چې ښايي ښاغلی کیري په قطر کې د سوریې په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ په دغه هیواد کې له دېره طالب استازو سره وویني خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې کیري داسي کوم پلان نه لري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په داسي حال کې چې د امریکا اته شپېته زره محارب پوځیان د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه وځي، له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کړی دی.

خو د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د اسلامي امارت په نوم له طالبانو سره د سولې د خبرو احتمال رد کړی دی.

طالبانو تېره اوونۍ په دوحه کې خپل دفتر پرانست او نه یوازې یې پر هغه خپل بیرغ ولګاوه بلکې د اسلامي امارت لوحه یې هم نصب کړه. په دې کار د افغانستان د دولت له سخت عکس العمل وروسته قطري چارواکو د طالبانو له دفتره لوحه او بیرغ کوز کړل.

د افغانستان ولسمشر په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې او د طالبانو د بیرغ د نصب کېدو په اعتراض کې قطر ته د افغان پلاوي د نه لېږلو پرېکړه وکړه خو وروسته یې خپل دریځ نرم کړ.

امریکا هم په دې برخه کې خپله اندېښنه د افغانستان له ولسمشر سره شریکه کړه خو له دې سره سره هیله لري چې له طالبانو سره به د سولې خبرې پیل کړي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون په کوټه کې د طالبانو د یوه مشر له قوله وویل چې دوی په قطر کې د طالبانو له دفتره د بیرغ او لوحې له لېري کېدو وروسته په دې غور کوي چې ایا خبرې پیل کړي او که یې نه کړي.

طالبانو مخکې موافقه کړې وه چې په قطر کې له امریکایانو او دغه راز د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې وکړي.

4 thoughts on “جیمز ډابینز له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ورسېد”
  1. زه به پوهیږم چه له کومی لاری تاند ته لیکنی ولیږم ما هر څه کوښښ وکړ خو بریالی نه شو هیله ده د تاند اداره راته په اړه معلومات راکړی

  2. سلامونه ، زه خو ولاکه پوهیږم چي داڅه ډرامه ده؟ ملاعمر وویل چي موږخبري نه کوو بلکه کله چي امریکایان ووزي نو طالبان به په یوه اونۍ کی کابل ونیسي، له پاکستانه طالب مشران امریکا یا اروپایي ورځپاڼوته ټلیفونونه کوي چي موږتراوسه پریکړه نه ده کړي چي دسولي په اړه خبري وکړو، دقطرطالبان بیاوایی موږخبري پیل کول غواړو،همدا ډول دافغانستان په اوسني نظام کي ځیني کسان وایي چي له طالبانوسره دي سوله وشي ځکه دانظام له فساده ډک دی ، ځيني وایي که له فساده هم ډک وي خوترطالبانوښه دی، ځیني وایي دقطردفتر دافغانستان دتجزیي پیل دی………….. داڅه حال دی؟ کاشکي په ملت کي احساس وای چي اوس ټول ملت سره یوځای سوی وای او دواړو ( کرزي او ملاعر) ته یي غاښونه ورمات کړي وای اودواړه یي آبد په یوه کوټه کي زنداني کړي واي څه خوندبه یي کړی وای، پروردګاردي دواړوته ددوۍ دجنایتونو اوقتلونو جزاورکړي آمین یارب العالمین.

  3. څوک چې د پردیو مزدور وي او د پردیو په اشاره خپل هیواد ورانوي هغوی هیڅ وخت هم د خبرو صلاحیت نه لري او په هغوی باور لرل هم ډیره لویه غلطي ده

  4. ديره جالبه خبره ده، أمريكا ته مؤ تمعه ده تر سو وطن را جور كري، صلح راولي، عراق، فلستين، لبيا، تركيه، سوريه، باكستان، ايران هم غواري. سي قوي ممالك شئ؟..…… كوم كا فر هيواد كي جنك ده ؟؟؟؟؟؟ قران كريم كي واضح وأيي دوي كفار د مسلمانانو دوشمن دي، سؤال دا ده ايا دويي غواري سو قوي اسلا مي حكمت جور شئ ،

ځواب ورکول پټ ریس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *