جیمز ډابینز

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د سولې د بهیر او واشنګټن ته د صدراعظم نوازشریف د کېدونکي سفر په اړه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې.

جېمز ډابینز له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو کتنو لړۍ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو چارو مشاور سرتاج سره په خبرو پیل کړه.

دوی راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د نوازشریف او بارک اوباما ترمنځ د خبرو پر اجنډا هم وږغېدل.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی شریف د اکتوبر په درویشتمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر اوباما سره وګوري.

دا به له کله چې نوازشریف د پاکستان صدراعظم غوره شوی دی د امریکا له ولسمشر سره د نوازشریف لومړنی رسمي کتنه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره میاشت په نیویارک کې نوازشریف ته د واشنګټن د سفر رسمي بلنه ورکړه. شریف د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و.

د پاکستان د راډیو له راپور سره سم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز له سرتاج عزیز سره د پاکستان او امریکا پر اړیکو او دغه راز د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

رسمي سرچینې وايي، دواړو خواوو د افغانستان د پخلاینې پر بهیر او د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو هم خبرې وکړې.

سرچینې وویل، ښاغلیو عزیز او ډابینز له افغان طالبانو سره د سولې په بهیر کې د جون له میاشتې څخه په رامنځته شوي ولاړ حالت نظرونه تبادله کړل.

د پاکستان د راډیو د راپور له مخې دواړه هیوادونه اوس پر نورو انتخابونو، چې په نتیجه کې یې د قطر د سولې بهیر بېرته احیا شي او یا د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې د سیاسي حلارې لپاره کوم بل متبادل وموندل شي، غور کوي.

د طالبانو مشر ملا عمر پرون په یوه پیغام کې وویل چې د قطر له دفتره پرته به د طالبانو په نوم بل دفتر، که هر ځای جوړ شي، ونه مني.

ډابینز ومنله چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان د سولې له بهیر سره ملاتړ زیات کړی دی.

ده دا هم تایید کړه چې پاکستان د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د خبرو د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

One thought on “جېمز ډابنیز له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې پیل کړې”
  1. دا خبري كالونه كالونه رواني دي ، او هر وخت يي تول اورو ، پاكستان د افعانستان دشمن دئ ، امريكا نه غواري چه پاكستان ته واضيح ووايي چه په افعانستان كي مداخله بنده كره ، دا هسي د وخت ضايع كول دي ، امريكا هم غواري چه دا وخت همداسي په بي نتيجي خبرو تير كري . او يوازي نمايشي خبري دي ، دولس كالو خبري نتيجه ورنه كره ، او امريكا ته هر سه واضيح شول ، ، نور نو بيا خبري د سه له پاره ؟؟؟؟ د پنجاب له پاره بايد د امريكا يو زواب وي هعه دا چه يا بايد له دشمن سره وي يا له امريكا سره ، ، كه چيري پاكستان د دشمن سره شي بايد په ضد يي جدي پوزي عمليات وشي ، او كه د امريكا سره وي او افعانستان كي صلح غواري نو په افعانستان كي دي مداخله بنده كري ، پاكستان د تولي دنيا له پاره د سرطان ناروغي گرزيدلي دئ ، كه دنيا غواري چه ددي مرض علاج وشي نو تول بايد په يوه ژغ ددي مردار پاكستان علاج وكري ، كه داسي ونه كري دا حالت به همداسي روان وي . په درنشت

ځواب ورکول محمد علي خوستي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *