سهي نوم یې چاته نه و معلوم، وړوکتوب نه یې کور کې حاجي باله. هغه هم ددې نوم له مقدس تصور نه په تاثر دا نوم ځانته ښه باله، یو علت یې کېدای شي د ده د سهي نوم نا مانوس والی به و، ځکه د نورو وروڼو نومونه یې په اسانه د چا نه زده کېدل.
حاجي د دېرش، پېنځه دېرش کلونو په منګ و، سپینې زړې خولۍ، ببرې او نامظمې ږیرې او زړو څپلکو یې له تروش تندي او نارامې څېرې سره د اوږدمهاله غربت او ساده ګۍ نمایندګي کوله.
د حاجي له سلام او څونورو عامو کلیمو پرته نورې خبرې نه وې زده، د لرګیو پر لویې کراچۍ یې د اوړو او غوړیو په کوڅه کې مزدوري کوله.
له هغې نه څو ورځې وروسته یې یوه ورور زموږ د لرګیو د څېرلو(اره کشۍ)ماشین ته په کار پسې راوست، چې د مخکیني کار د ځای شوخو هلکانو په یوه اونۍ کې څو ځلې کراچۍ ترې پټه او د یوې کړایۍ په بدل کې بیا ور وسپاره.
زموږ ماشین حاجي ته په دې ښه وو، چې د کراچۍ پټولو له غمه بې غمه و، بل یې مناسب میاشتینی معاش، پریمانه چای، ډوډۍ او د کور خس خاشاک حواله وو.
دا امتیازات حاجي ته وړیا نه رسېدل، تر خپل وجوده دوه، درې چنده لویو لمنځو، نښترو، توت او یو ډول پس مانده لرګیو سره چې بوجر یې باله، ټوله ورځ به غېږ په غېږ و.
کله به یې د ماشین تختې ته خېژاوه، کله به یې د ارې خولې ته ټیل وهل او کله به بل ډول ورسره مصروف و، په ټولو حالتونو کې به داسې لرګي سره غاړۍ غړۍ و، لکه شل کلن بېلتون ځپلي مېنان چې سره یو ځای شوي وي.
په ماشین کې ټولو نه مضر شی ماته د لرګیو بور و، چې فضا به یې ګردجنوله، که به څو دقیقې مسلسل ورته له پوزې او خولې تړلو پرته ودرېدې، په یوې تنفسي یا بلې ناروغۍ به حتمي اخته وې.
د ماشین کارګرو به معمولاً خپلې خولې او پوزې له سر سره یو ځای په یوه دسمال تړلې، عینکې به یې هم په سترګو کولې.
حاجي دا معمول مات کړی و، بې پروا او لکه موظف عسکر به داسې نېغ ولاړ و، چې له پوزې یې مچ هم نه شړه.
د کاري ماحول په شان د ډوډۍ خوړلو پروخت هم حاجي خپلې ساده ګۍ غرق کړی و، یوه ورځ مې هم ونه لیده، چې په ښوروا کې یې د کونړي دوستانو په اصطلاح پوټۍ غوښه خولې ته کړې وي.
حاجي دا هرڅه یوازې په دې کول چې مشر کارګر یې د ډوډۍ د ښو خوراکي برخو د خوړلو لپاره ده ته له مسخرو ډک لقبونه او افتخارات منسوب کړي وو.
د حاجي له هر ځل تعارف سره به نوو مشتریانو ته ویل کېده، چې پر یوې خبرې ولاړ، سخت دریځی او کلک پښتون دی، هره ورځ لس مرچکه غیر له ډوډۍ خوري او څه تاثېر نه ورباندې کېږي.
حاجي ددې وچو او وژونکو تقلبي افتخاراتو د ساتلو لپاره هره غرمه د غوړې ښوروا او یخنۍ پر ځای اوږدې او ترخې مرچکې پر چاودلو شونډو تېرول او هره شېبه د ټوخي زورورو زلزلو یې وجود لړزوه.
حاجي بې چاره د ماشین له سخت خو نسبتاً ښه امتیازه کاره په دې لاړ، چې نور یې د ټینګې نه و.
ورځ تر بلې ناروغېده، کمزوری کېده او له کاره لوېده.
یوازې ددې لپاره چې له ریشخند او غولونې څخه ورته پر منسوبېدونکو وچو افتخاراتو مېن او تېروتی و.
د خپل ولس حالت چې وینم، کټ مټ هغه حاجي غوندې را ته ښکاري. دوی هم له لویه سره د وچو افتخاراتو هدف او قربانیان دي، یوازې ددې لپاره چې مېړني، جنګیالي، تاریخ ساتونکي او زړور یاد شي، په نهر نس هغه کارونه کوي، چې ډېرو پیاوړو کسانو ته یې کول ګران دي.
که مو پر وچو او را ډالۍ شوو خیالي افتخاراتو اتکا داسې دوام ولري، زما تشویش دی چې د هغه حاجي په شان به موږ هم لا ناروغه، کمزوري او له زوره ولوېږو.
ستا حا جی چه غوښه نه خوری ضرور به کمزوری کیږی غوښه ورکړه ښه ی ورکړه دپسه او کبا نو غوښی ورکړه خدای مکړه مړ نشی
ښکلی دی رغاند صاحب! باالکل یو ښه سمبولیکه تصویر . کله کله د چیخوف ځینې کیسې هم دغسې ډیر پیغامونه لري. له رغاند نه که خدای کول یو ښه نثر لیکوال جوړیدونکي دی. لیکنه ده ډيره ریالیستيکه وی. ریالیزم دی چې. په فکرونو. باورونو ا وذوقونو حکومت کوي.
یوه ټوکه:مانا دا چې له خیره سره غوښه خوراک پیل کړئ خو ګوره په معیار او سټنډرډ برابر خدای مه کړه هغه دشینوارو خبره پکشې پینغ نه سئ.
الله مو مل سه!