موږ په نن کې اوسو، توقعات مو د پرون او سبا دي. دا سمه نه ده. د نن شرایط زموږ د نن ژوند جوړوي.

دوه زره څوارلسم او پنځلسم د افغانستان لپاره عادي کلونه نه ول. دې کلونو ته چې د وړکي قیامت نوم ورکړل شوی و، دا نه تصادف و، نه کوڅه یي کاريدنه. دلته قیامت طراحي و. دې کال ته معاصر ابوجهل له خپلې خوا د عام الفتح نوم ورکړی و.

شاوخوا یو سل دېرش زره بهرني سرتېري ووتل. د دوی د جګړې ټول بوج یو دم د افغانستان د خلکو او نظام اوږو ته انتقال شو. په جګړه کې مو هوایي ملاتړ له لاسه ورکړ، د ۴۲ هېوادونو استخباراتي ملاتړ کمزوری شو، د پلان او ستراتیژۍ چاره زموږ ځوانې اردو ته وسپارل شو. کاشکې یواځې همدومره وای. شاوخوا یو نیم سل زره وګړي چې ایساف او پي آر ټي ګانو استخدام کړي ول، په یوه کال کې بېکاره شول، همدومره نور د امنیتي کمپنیو ړنګېدلو او فلجېدلو بې روزګاره کړل، همدومره نور د پي آر ټي ګانو لخوا د تمویلېدونکیو پروژو ړنګېدلو بې کاره کړل. مرستندویانو یو دم پر وزارتونو مالي سرچینې په ټپه ودرولې، اکثره ستر پروګرامونه لکه سیکا او نور په ټپه ودرېدل او کارمندان یې په کور شول.

له بلې خوا د تېر ولسمشر کرزي د حکومت رخصتېدلو پر مهال زموږ حکومتي خزانه خالي پرېښودل شوه. نوي حکومت نه یواځې دا چې د نویو کارونو او ګومارنو لپاره په خزانه کې هیڅ نه درلودل، لا دا چې د ګڼو اداراتو او بنسټونو پخواني معاشات هم ځنډ او خنډ ول.

په دې ټولو سربېره د ټاکنو بحران، او د هغه تر شا ټکانونه هم راغلل، او د افغانستان د نظام او خلکو مخالفینو هم خپل ټول زور او ځواک پر همدې مرحله متمرکز او د جبهه یي جګړو لپاره یې بریدونه وکړل.

د دې ټولو مسایلو ترڅنګ، د نوي حکومت له منځ ته راتګ سره ټولو هغو وګړیو چې د زاړه حکومت غوا یې په یوه او بل ډول په خپلو کټوو کې لوشله، د رسنیو له لارې د مایوسۍ، وېرې او اندېښنو خپرولو یو پراخ کمپاین پیل کړ. دا هغه وګړي ول چې د زاړه حکومت پر امکاناتو، پروژو، ځمکو، فرامینو او سپین او تورو پیسو څوربېدل، چا خپلې تلویزیوني او چاپي رسنۍ ورڅخه تمویلولې، چا یې پروژو او قراردادونو ته اېښې وه، چا په امنیته قوماندانیو او ولایتونو کې سهم درلود، چا ته په برخه سفارتونه او ریاستونه رسېدلي ول، او چا دا توقع درلوده چې غني به یې ارګ ته له رسېدلو سره سم خپله ښي او کیڼ لاسونه وګڼي او پر لوړو پوسټونو به یې وګوماري.

دوی د دې پر ځای چې د افغانستان د دې حساسې تاریخي مرحلې حساسیت، ګواښونو او د افغانستان د دښمنانو عزائمو ته په کتنه په خلکو کې د اطمینان او امید خپرولو چاره را خپله کړې وای، برعکس، د نظامي ترهګرۍ بشپړوونکي اړخ، یعنې رسنیزې ترهګرۍ او وېرې اچونې ته یې مخه کړه.

کله یې د پاکستان تګلاره بهانه کړه، کله یې د سعودي اړیکې بهانه کړې، کله یې د سرپرستانو موضوع عنوان کړه، کله یې د واک د مرکزي کېدلو ډنډورې وغږولې. هرڅه یې یواځې د دې لپاره وکړل چې د دوی په اصطلاح فشار وارد کړي.

رسنیزې ترهګرۍ ته فشار واردول وویل شول. هر پنځه کسه ابن الوقت کښېناستل، مشوره یې وکړه چې څنګه باید په حکومت فشار وارد کړي، او د مشورې پایله یې دا وه چې باید بېګا ته پنځو رسنیو ته لاړ شي او وېره، ترهه او مایوسي خپره کړي. پوښتنه دا ده چې آیا دوی پر ولسمشر یا حکومت فشار واردوي او که پر خلکو اروایي او روحي فشار واردوي او ذهني عذاب ورکوي؟

یو وایي کارونه په ټپه ولاړ دي. نو سړیه، کارونه په څه شي روان شي چې تا خزانه په صفر پرېښې ده او د دیارلس کاله دې د ملت شتمنۍ په بې رحمۍ لوټلي دي؟ دا خو ستاسې د غلاوو او لوټ برکت دی. دا خو ستاسې د چور او بې کفایتۍ برکت دی. د غني په نظام کې فساد ستاسې تداوم دی. د تداوم برخه یې له تاسې میراث پاتې فساد او د تحول برخه یې خپل نوي پروګرامونه او طرحې دي.

دا هرچا ته معلومه ده چې د ادارې تر جوړېدلو مخکې د ادارې وظیفه معلومول، ادارې ته تګلاره معلومول، د ادارې لپاره ستراتیژي برابرول او د ټول نظام لپاره یو چوکاټ او خط السیر برابرول اړین دي.

له غني سره دوه انتخابه ول. یا دا چې په زړه پروژوي، قراردادي، ټېکه داري، سهامي او وزیرمحوري بڼه دوام ورکړي او یا دا چې لومړی د هر وزارت مسیر، کاري لایحه، کاري سیمه، او په یوه لویه ملي طرحه کې د هغه ځانګړی او مشخص رول معلوم او وروسته دوهمې مرحلې یعنې اجرائیو او تطبیقي مرحلې ته داخل شي.

زما په نظر، د زاړه حکومت د ناکاره توب یو دلیل دا دی چې په نه شتون یې کومه حادثه یا فاجعه رامنځته نشوه. اوس ثابته شوه چې نظام او نسبي وضعه خلکو ساتلې ده. تر اوو میاشتو پورې وزیر نشته، والي نشته، خو خلا یې نه محسوسېږي. د دې څه معنا ده؟ د دې معنا دا ده چې وزیر هیڅ نه کول. والي هیڅ نه کول.
پرېږدئ غني د وزارت او ولایت مقامونه داسې حالت ته انتقال کړي چې نه شتون یې ریښتیا خلا رامنځته کړي او سرپرستي ریښتیا نیمګړتیا رامنځته کړي. تر څو به داسې وزیران ټاکو او عزلوو چې نه شتون یې اثر نه پرېباسي.
پرېږدئ چې غني د سترو سیمه ییزو پروژو، لکه ټاپي، کاسا، لاجوردو دهلېز، سترو بندونو جوړولو په وسیله ملي اقتصاد د وړو پروژو او فنډونو له تکیې څخه خلاص او دندې لنډمهالو قراردادي کارونو څخه اوږدمهالو، پایدارو دندو ته واړوي.

By Editor2

8 thoughts on “حالات به مقابله توقعات او رسنیزه وېره اچونه!/مجید قرار”
  1. د ښاغلی قرار د لیکنو و لایکو ته چي څوک ګوري نو د ورایه څرګديږي چي په دې پروسه کي یاپخپله قرار او یا هم ښایی تاندوال د ده د لیکنو د لایکو و زیاتېدو و رقم ته کمپاین کوي . د نوموړي د تیري لیکني د لایکو تعداد پبه غیر عادي توګه تر دوه زرو واوښت او دا یو مصنوعي لوی رقم دی! یقین دی چي دغه چل ته به نور د دې پاڼي لیدونکی او زیات لوستونکي هم متوجه شوي وي په مقابل کي د ښاغلی احممدی لیکنه چي د لیکنوو په باره کي د همدې لیکني سره جوخت خپره شوې ده تر اوسه پوري یو لایک هم ندی لیدلی !

    1. ګرانه هغه دوه زره نه بلکه دوه سوه دی، شکر حساب هم نشئ کولای او انتقادونه کوئ.

  2. I am agree with the words of him.but what is the mean point for afghans are they must be knowledge by game of today and think of future.question how will do that?

  3. ګرانه ورور سرورصاحب،
    مونږ اوتاسی باید وویاړو چه دقرارصاحب او یانور داسی لیکوالان لرو ، چه دخلکو دخبرتیا او دننی پیچلی سیاسی موضوعاتو په هکله دخپل وخت دارامی شیبی په لیکنی تیروي، ترڅو نور اولس داشونتیا ولری ، چه وګوری څه تیریږی.
    زما په شان ‌‌‌‌‌‌به ‌‌‌‌‌‌ډیر زیات خلک وی چه دچا لپاره دکمپاین دپیسو لپاره لایک او یا برعکس یی نه کوو. تاته دی خدای پاک هم توفیق درکړی چه داسی خوږی اوپه زړه پوری لیکنی وکړی او په ملیونو وګړی لایک کړی، بیا دی که دمیړانی او زړورتیا چاری داولس دتایید مقام ته ورسیدی ، ټول کسان به درته دجمهوری ریاست لپاره رایی درکوو.

  4. قرا ر صاحب وايې چې وروري به کوو د حساب له منځه
    ولس کې ويره اچونه زموږ ستره ناروغي ده رښتيا هم زموږ دردمن ولس خو د بحرانونو، کړکيچونو په پيچومو کې له توقعات، فرمايشات،حالات،امکانات،خرابات ، او له بده مرغه مناجات نه هم اخوا اوړي داځکه چې عابد مو په نورو کيسو کې ورک دي او په خپله ديدګاه کې بل څه لټوي د خداى (ج) د مخلوق په خدمت کې نن سبا نه موندل کيږي حالات مو د بن له معاهدې وروسته لاهم بې ثباته او نا ا منه شول ټول يتيمان، کونډې او رنډې په واټونو کې ددموکراسي په بوي پسې ګرځي خو دا دموکراسي لا دلته نه ده شنه شوې فرمايشات مو د اريانا د تلويژن په سوداګريزه اعلان کې چې وايې « نخبګان» هر جمعه شبها ساعت ٩ سب او په هغه کې د دې مظلوم هېواد يوشمير وژونکي چې نه يومن رىټ يعني هيومن رايت اونه کومې بلې مدنې ټولنې محاکمه کړل لاهم د سترو چوکيو او اداري القا بو خاوندان دي امکانات غني صاحب چې تل د سهامي شرکت سره په ګواښ کې وه دادي اوس د سهامي شرکت ځينې غړي په وار راپېژني خرابات پخوا په کابل کې د يخو او سړو اوبو په ارمان خلک ګرځېدل اوس د ادي در شهرک زيبا دا او هغه نومونو کې اروپايې بير له اوبو نه زيات او لهو لعب هم د عارف له سنجشه او سوچ وتلى خبره ده اوس که موږ ستا سې ظر باندې عادلانه سوچ وکړو نو ددې ټولنې د يوه ليکوال په توګه ستا ديدګاه د مننې وړ ده کور دې اباد چې دې هېواد په هکله لږ تر لږه خو يو څه ليکې
    تاسې انصاف وکړي چې وژنې هم دولس ستونزې حل کولاى شي، ګواښ او احساساتي، شخصي شهرت او ګتې هم د هېواد د سبا فکر کېداى شي موږ چې خپل پيټې لپاره يو ابتدايې طرحه نه لرو څنګه کولاى چې په هياهو لاپو شاپو کې ددې دردمن ولس ټولې هغه ستونزې چې ننه سبا په ظاهري ډو ل د نورو هېوادونو د تشوىش سبب ګرځيدلې سمې کړو.

  5. I believe each and every Afghan should be proud of Qarar sahib. He is young and very bright. Thank you Qarar sahib for educating us all. Allah bless you.

  6. By 100% agreeing with Mr. Qarar for his stunning article full of truth, i would say that whatever we suffer today is the consequence of wrongdoings inherited from the most corrupt and irresponsible former government led by (Karzai?). Karzai, in order to keep himself being on the driver’s seat, shared the power with the warlords and corrupt officials particularly those from bloodies norther alliance group. We have to recognize that President Ghani is not only struggling with strengthening economic and social institutions, but he’s also struggling with those who occupied the vessels of blood of the Afghan nation. I request my people not to be cheated by the propaganda of the former corrupt Karzai team and to just follow the developments and support their president in better adoption of governance policies.

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *