تاند – پاکستانی ژورنالست او امنیتي چارپوه حامد میر وایي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مجاهد، د دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند او یو بل جیګپوړی غړی استاد یاسر د حبس پر وخت د پاکستاني ځواکونو د شکنجو په نتیجه کې وژل شوي دي.‌

د افغانستان په هکله د پاکستان د پالیسیو په رابطه په یوه تلوېزیوني بحث کې حامد میر وویل، چې هغه د نصیرالله بابر په واسطه له ملاعمر سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.

حامدمیر د ۹۲ نیوز په نامه تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان وژل شوې لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو سره د امریکا په یوه سفر کې ورته معلومه شوه چې د امریکا د متحده ایالاتو یوې جیګپوړې چارواکې مېرمن رافیل بې نظیرې ته وویل چې د طالبانو ملاتړ دې وکړي.‌

حامدمیر وایي چې پاکستان ته په راستنېدا یې اخبارونو ته د طالبانو د ملاتړ په برخه کې د بې نظیرې د دریځ په هکله لیکنه وکړه، بې نظیرې هغه وروغوښت او سپیناوی یې ترې وغوښت، او بیا یې ده ته وویل چې دا زمونږ د ستراتيژیکو ګټو خبره ده.‌

په پاکستان کې رسنۍ هومره ازادي نه لري چې د پوځ او استخباراتو خاص رازونه افشا کړي، او دا لا معلومه نه ده چې حامد میر څنګه د پاکستاني ځواکونو په لاس د ملاعمر، ملا عبیدالله او یاسر د شکنجې او وژنې خبره راپورته کړه.‌

یو شمېر تحلیلګران فکر کوي چې ښایي حامدمیر د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه دا خبره له دې امله کړې وي چې په پاکستان د نړیوالې ټولنې موجود فشار راکم کړي او وښیي چې پاکستان د طالبانو دومره مخالف دی چې مشران یې ورته شکنجه کړي او وژلي دي.‌

د ملا محمدعمر د برخلیک په هکله تر دې مخکې هم ویل کېدل چې په پاکستاني زندان کې د شکنجو ورکولو په نتیجه کې وژل شوی دی خو طالبانو دغه ادعا رد کړې وه او ویل یې چې مشر ملا پاکستان ته نه دی کډه شوی او په افغانستان کې په طبیعي مرګ مړ شوی دی.

One thought on “حامدمیر: د طالبانو مشر، ملا عبیدالله او استاد یاسر د پاکستاني ځواکونو د شکنجو په نتیجه کې ووژل شول”
  1. هر څه به په کراره کراره راښکاره شي د جهاد د رهبرانو د غلامۍ او حلقه بګوشۍ اسناد به هم په خپل وار د پاکستاني جنرالانو له خوا نندارې ته کیښودل شي خو لږ وخت به واخلي چې پنجاب لیکس را ووځي او د رسنیو له لارې خپاره شي .
    تور پنجاب یې راووست د کابل په تخت یې کښیناوه اوس به د جومات حرامي دی انجام ته څه وایې

ځواب ورکول احمد تونا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *