تاند: ابوبکر جبارخیل- پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره له دریو ورځو راهیسې د تورخم جګړه کې د افغان ځواکونو میړانه او ملي احساسات وستایل.

کرزی له ټولو افغانانو غواړي چې د تل په شان دافغانستان د مقدسې خاورې د دفاع لپاره د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړې او هغوی په خپلو دعاګانو کې هېر نه کړي.

کرزي  په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر روانه جګړه اندېښنه څرګندوي او هیله لري چې دغه ستونزه ډير ژر د دیپلماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي.

حامد کرزی زیاتوي افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات فرهنګي او دیني مشترکات لري او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه او جګړه به دواړه ولسونو ته پرته له ځاني او مالي زیانونو څخه بله پایله ونلري.

یاده دې وي چې په تورخم کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستانيو پوځیانو له خوا په صفري نقطه کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو د مخنیوي پر سر د افغان سرحدي ځواکونو له مخالفت سره سم نښتې کیږي چې دواړو لوریو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “حامد کرزي د تورخم جګړه کې د افغان ځواکونو میړانه او احساسات وستایل”
  1. سلام
    داسې ښکاري چې د مېړانې، ملي احسا ساتو،او په ستايلو نه پوهېږې او نه ېې پېژنې ځکه تا په خپله ملي احسا سات او ملي فرهنګ په نطفه کې وژلئ مخکې له دې چې پا کستان ته راشو ستا ١٤ کلنې بربادۍ، نابودۍ او بې رحمه توپانونه په کومه ترازو کې وتلو؟
    د انتصابي وکيل زويه ! رښتيا تا کوم وخت کې په شخصي او يا له يوچا سره په خپلو عمالو غور کړئ دئ ستا دکارونو تور تاريخ ددې خاورې هر بچئ ته څرګند دى
    تا ډير عا لم اسباب او عالم اسباب نارې ووهلې مګر ستا تاريخ او دوره د شا شجاع له کارونو هم تيرئ کوي. ته خپل ځان ته يوازې د کندهار او هلمند په ښوونه اوروزنه کې څومره نمرې ځان ته ورکو؟ شرم ښه شئ دى خبره خو دانه ده چې ډير غوړ عږيږې او سترګک وهې

ځواب ورکول ع..شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *