پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان او امریکا انتقاد وکړ، ویې ویل چې دواړه هیوادونه د افغانستان له جګړې څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.

حامد کرزي په عین حال کې له امریکا وغوښتل چې د پاکستان پر پوځي او استخباراتي چارواکو بندیز ولګوي.

ښاغلي کرزي نن /چهارشنبه/ له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان په ناوړه حالت کې دی.

کرزي همداراز وویل، امریکا غواړي چې په افغانستان کې دایمي اډې ولري څو سیمه لا ښه په کنترول کې ولري؛ خو پاکستان بیا غواړي چې افغانستان یې تر لاس لاندې دولت وي.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې غښتلی مرکزي حکومت جوړ نه شي او افغانستان له اقتصادي نظره په پښو ونه درېږي.

د دغه هیواد پوځي چارواکي فکر کوي چې که افغانستان په پښو ودرېد، ممکن د ډیورند د دواړو خواوو پښتانه د یووالي غوښتنه وکړي.

خو پاکستان دا تور نه مني چې ګنې د افغانستان د ورانولو لپاره د سختدریځو ډلو ملاتړ کوي.

امریکا د طالبانو د ملاتړ د دوام په خاطر پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته ځنډولې او ویلي یې دي چې که پاکستان له دې سره سره په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو پناهځایونه بند نه کړل، د دغه هیواد پر ضد به نور اقدامات وکړي.

One thought on “حامد کرزي له امریکا وغوښتل چې د پاکستان پر پوځي چارواکو بندیز ولګوي”
  1. دکرزي غوښته دامريکاه څخه دهغه چا پر ضد ده چه دامريکاه دستراتيژي يوه برخه ده..دافغانستان وسياست مدارانو ته ضرور ده چه ځانو نه باسواده کړي او په خپلو ځانو کي تغير راولي که نه دانو مداري توب دي کومه فايده وهيوادته نه لري

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *