میرویس سمون بارګزی –

د کندهار خلګ اکثریت په دې بارو دي؛ که نن رازق قومندان نه وي د ښار په منځ کي به انسانان د بد امنۍ څخه و نه سي ګرځېدلای. عموماً خلګ دا خبره د رازق قوموندان د ستایني لپاره کوي. خو پر کندهار د حامد کرزي دا حالت راوستل د حامد کرزي لوی جرم ثابتوي.

خلګ رشتیا وايي که رازق نه وو کندهار به بې امنه سي موږ یې ژوندی مثال لرو، حامد کرزي همداسي یو قومندان د روزګان لپاره ټاکلی وو؛ مطیع الله خان یو بې علمه سړی وو، د روزګان ملت یې ټول یرغمل کړی وو، داسي ناپوه وو چي د ښپږي لپاره یې پوستين اور ته اچوی، په سونو بې ګناه انسانان یې په روزګان کي داسي وژلي ول چي د ده به پر طبیعت نه ول برابر، هلته یې بربریت جوړ کړی وو، حامد کرزي د روزګان خلګو ته خذمت و نه کړ لومړی یې د ځایي قومونو په سطحه خلګ پردي او خپل کړل، پردي طبیعي خبره ده چي د طالب جبهې ته ولاړل، د خپلو سره یې هم لویه جفا وکړه؛ نه یې متمدن کړل نه یې د کابل سره اشنا کړل، نه یې قانوني د دولت خلګ ځني جوړ کړل، نه یې په عدالت د ژوند کولو لار ور وښووله بلکي هغوی ټولو ته یې د ښه ډېري ډوډۍ خوړلو او ظلم کولو موقع ورکړه، روزګانیان یې سخت په وځورورل. بر علاوه حامد کرزي د روزګان خلګ د همدغو قوماندانانو لپاره سپر جوړ کړل. دې خلګو ته یې دولت ور جوړ نه کړ بلکي په قوماندانانو بوري یې وتړل، (که قومندان له منځه ځي، ملت دي په سر کي دربدره سي.) منطق باندي یې اداره جوړه کړه. څو وخت تر مخه کابل کي د روزګان قومندان ووژل سو، په روزګان کي هغه څه پېښ سول چي اوس یې خلک د رازق په نه ستون کي له کندهار لپاره پېښ ګويي کوي. قومي ټیکه داران (پکي باښې) چي د مړو د وجود څخه استفاده کوي روزګان ته ولاړل، هلته پر ځای د دې چي د لار ورکو خلګو لار ښوونه وکړي د خپلو ګټو لپاره د څاه پر لور ور روان کړل، په ولسي جرګه کي د کندهار وکیل عبدالرحیم ایوبي چي پخوا یې د روزګان د خلګو سره هیڅ ډول شناخت نه درلود د قومندان د مرګ سره یې د روزګان خلګ د قومي تړاو په توسط خطا ایستل او په کابل کي یې د هغه مرکزي دولت پر ضد و دورول چي په لسهاوو ایوبي غوندي وکیلانو د غیرقانوني کارونو مخنیوی یې کړی وو. همدارنګه په پارلمان کي د روزګان د خلګو وکیل عبیدالله بارګزی د دې لپاره چي په روزګان کي یې د خلګو پر سر جوړ کړي ملګرتیا وي او ګټي له منځه ولاړي نه سي او د مطیع الله د قتل پل یې پر کور ور نه سي؛ د مطیع الله د یو ناپوه ورور رحیم الله د امنیه قومندان کېدو لپاره یې پر دولت زور راوستی او خلګ یې را وپارول. عبیدالله بارګزي وايي چي د روزګان خلګ شرابي او د اسلام څخه لیري واکمن نه سي قبلولای؛ د دې خبري څخه یې مطلب ټول هغه مسلکي د پولیسو قوماندانان دي چي وطن ته وفاداره دي. د ترین کوټ هر وګړی د رحیم الله پر کړنو خبر دی..

نو د ښاغلی عبیدالله بارګزی څخه باید دا پوښتنه وسي چي دغه رحیم الله په وژنو او لواطت اسلام ته ور نېژدې دی که د روزګان د خلګو ګټو ته ژمن دی چي ته یې واکمن کول غوړې!؟ بېله شکه دا وکیل یواځي نه دی، د لوی کندهار تقریباً ټول هغه مشران چي د کرزي په توسط په واک کي ساتل سوي دي؛ د خپلو شخصي ګټو په مقابل کي یوه ذره هم د کندهاریانو د ککریو د لغړېدو او دربدریو فکر ور سره نسته. دا خلګ اوس دولت ته تر طالب بدتره سوي دي، ځکه د دولت معاش هم خوري او امر یې هم نه مني، د قومندان مطیع الله تر مرګ وروسته یو مسلکي پولیس چي خاص د وطن په خاطر یې روزګان د امنیه قومندانۍ سرپرستي په غاړه اخیستې وه؛ د همدغه کرزي د وحشیانو له خوا ووژل سو. د مطیع الله تر مرګ وروسته د روزګان مشرانو د خپلو ګټو ساتلو لپاره د دولت سره اعظمي زور ووهی، په دې وخت کي بې شمېره انسانان ووژل سول، په روزګان کي اداره د سقوط د ګواښ سره مخ سوه، خو دا خاین مشران تر خپلو حرامو ګټو تېر نه سول. خو اوسني حکومت هم له تدبیره کار واخیست، غیرقانوني مشر یې ور و نه ټاکی؛ د روزګان پر خلګو یې لوی رحم وکړ.

یو ښار په علم کي وېښتانو سپن کړیو مشرانو، ازادو روحانینو، عادلو قاضیان، خواخوږیو انظباطانو(پولیسو) او داسي نورو د ټولني د سر په خلګو متمدن او د خلګو د اوسېدو وړ ګرځي. خو رازق غوندي قوماندانانو د ټولني د ارزښتمنو خلګو په نفي سره د ښارونو څخه تل هدیرې جوړي کړي دي، په دې ښارونو کي تقریپاُ د هدیرو په څېر علم، زراعت، تجارت او نور د ټولني د رفاه بوختیاوې له منځه ځي. همدا وجه ده چي لوی کندهار په ټولو انساني اړخونو کي د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې منطقه جوړه سوې ده.

د ملت د ساتلو لپاره قهرمانان سرونه ورکوي، نه دا چي ملت یرغمل کړي او وايي چي که زه وم دا ملت به وي که نه وم نه به وي. دا ممکنه هم نه ده دا ملت په زرګونو کالو د نړۍ په بد ترینو شرایطو کي ژوندی پاته سوی دی، صرف دا یرغمل کوونکي به ملت یو څو ورځي وځوروي، چي ډېر دوام وکړي د مستبدینو د عمر تر خلاسېدو وروسته به بیا همدا ملت د مدني کېدو پر لور درومي. په ننۍ نړۍ کي یو ښار هغه وخت پر مختللی دی چي د یوه سړي په ليري کېدو سره چپه نه سي، نه دا چي یو ښار د یو سړي پر پښه وتړل سي که هغه مړ سو نو ښار دي هم ور سره ښخ سي. دا ملت به ژوندی وي، دلته به حکومت نوې اداره له صفره جوړوي، دا به وخت ونیسي خو د خلګو اداره به وي، د خلګو خذمت به کوي، د خلګو غلامي به کوي نه داچي خلګ به یې غلامان وي په یوه سړي پوري به نه وي تړلې. د دې ملت هر ټبر به اصیل وي او هر سړي به د قدر وړ وي.

————————–

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي. ممکن دا او د نورو لیکوالو نظر د یوه شخص یا یوې ډلې نظر وي او نور ورسره موافق نه وي. تاند

4 thoughts on “حامد کرزي په رازق قومندان غوندي اداره چیانو خپلو خلګو ته څه ورکړل؟”
  1. ښاغلی بارکزی صاحب ښایسته لیکنه مو کړیده حقایق مو رابرسیره کړی دی وایی چه د یونان کوم محصل وویل چی هغه ټولنه څومره نیکبخته ده چی اتلان لری خو استاد یی خبره داسی ورسمه کړه چی نه هغه ټولنه څومره بدبخته ده چی اتلانو ته ضرورت لری. رښتیا هم د یوی ټولنی نیک بختی او خوشبختی باید په یوه فرد ،حزب او یا قوم پوری ونه تړل شی

  2. میرویسه بارکزیه الله دې عمر او بریا درکړي. له دې رازقه رسنیو راته رستم جوړ ګړی و. . جها ني که دا د ولا باتو د مطبو عا تو خيل چا پلو سان را نه لرې کړي چې د رازق په شان پا یلو چان او دکرزي ثنا بو لان رانه جاروکړی . دوی له داړه مارو اتلان جوړ کړی. او داسې مو فهموي چې که دا نه وي شرمښان به مو ژوندي و خوري، رسنۍ یې را باندې مسلطې کړي، دولس ژبه یې غو څه کړې. موږ یې د رسنیو، رسنۍ یې د والیا نو مریی کړي یو. ایله تا غوندې ځوان یو نیم پیدا شي چې زړور پرې با ندې ورشی.

  3. ستاسو ټولو وړونو څخه یوه نړی مننه چاچی لیکنه کړی او چا چی خپل ښایسته نظرونه ورکړی . دا مننه په دی خاطر کوم چی تاسو د افغانستان په مسائلوکی د یو با احساسه ځوان نمایندګی کوی او د افغانستان پر روان حالت مو زړه خوږیږی . خو زما وروڼو ددی پر ځای چی موږ پر یو چاه باندی نیوکه وکړو ښه به دا وی چی دغه انرژی چی موږ یی پر نیوکه مصرف کوو که چیری د یوه مشکل د اصلاح پر لاری مصرف سی نو ډیر به ښه وی . ځکه په نیوکه نور هم خلګ ضد اخلی او مشکل غټ کیږی نو ښه به دا وی چی موږ د یوی ستونزی په وړاندی د حل لاری پیدا کړو او هغه و انټرنیټ ته ورکړو تر څو خلګ د هغه څخه معقوله استفاده وکړی او افغانستان د یو با ثباته هیواد کیدو په لور روان سی.

  4. مسله دانه ده چی جنرال رزاق ولی اوڅنګه تبدیل شو خبره دا ده چی ګټه یی چاته رسیګی او بله یی دا چی دی قانون تنها په پشتون او وتلی پشتنو پلی کیګی له یو خوا دولت دی مور میره چلند له پشتنو سره کوی له بلی خوایی طالب جان دین په نامه وژنی .
    خبره دسواد او بی سواد نه ده که خبره په سواد وای خو په تاجکوکی ډیر باسواد او پوه خلک دی نوبیا ولی فهیم خان پکی مارشال شو ؟؟
    ولی یو تاجک هغه ته بی سواد او یا نوری توری بوری نه وای خبره دا ده چی میدان فقط جاسوسو او خود غرضو پښتنو ته پاتی دی همداغه جاسوسان ځان دی پښتون نماینده بولی همدغوی هم په طالب کی او هم په دولت کی دی پښتون په وینومعامله کوی غیر عملی وعدی ورکوی ښه که له دی تیرشو داسی څوک چی دجنرال رزاق متبادل شخص وی څوک دی اوبیا به داسی څوک پیدا شی چی کندهاری ته سره سترګه وروشیی .البته په معذرت له کندهای ورونو نه خو دا هغه واقعیت ده چی باید یی ومنو
    او س متفکر صاحب او له هغه نه را تاو خلکو دی درانی او غلجای بی معنی بحث راخیستی ده دانو دی پشتون دی تباهی آخری تمځای ده متباقی خدای دی خیر کوی .

ځواب ورکول ډاکټر عبدالواسع احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *