تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د اوسنیو ستونزو یوازینۍ ښه لار د لویې جرګې جوړول دي.

حامد کرزي دا خبره د مسکو له غونډې وروسته وکړه.

کرزي له هغه وخته چې د واک دوره یې پای ته رسېدلې، څو ځلې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې او د ده منتقدانو ویلي چې کرزی غواړي چې په دې پلمه بیا ځان واک ته ورسوي.

کرزي د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ته وویل«د لویې جرګې د دایرېدو شرایط برابر دي، لویې جرګې په ناوړه او اضطراري شرایطو کې جوړېږي خو باید د لویې جرګې د جوړېدو پر ځای هم غور وشي.»

کرزي هم وویل چې تر دې پخوا یې هم د لویې جرګې د دایرېدو غوښتنه کړې وه او په اوسنیو شرایطو کې هم باید د افغانستان خلک وروستۍ پرېکړه وکړي چې تر ټولو ښه مرجع لویه جرګه ده.

د افغانستان حکومت په تېرو وختونو کې د لویې جرګې د جوړولو لپاره د حامد کرزي وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې تر څو قانوني مراجع وي، لویې جرګې ته اړتیا نشته.

10 thoughts on “حامد کرزي یو وار بیا د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه”
  1. SALAM WATANWALLOW TAH//KARZAI WANT POWER FOR SELF AND MORE MILLIONAIRE.
    WE SAW ALL CORRUPTIONIST PARTICIPATED IN MOSCOW.
    SORRY FOR POOR PEOPLES WHO LOST FAMILY MEMBERS
    IN LONG WAR.
    PLEASE DO NOT PAY ATTENTION TO KARZAI.
    THANK YOU

  2. د افغانستان اوسنی ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غنی او د افغانستان پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی دواړه هغه مشران دی چه کولای شی د افغانستان دښی راتلوونکی او آمن په اړه فکر وکړی.
    بله خبره داده چه دغه دواړه شخصیتونه او مخور مشران باید کوښښ وکړی چه تل په خپل مینځ کی صمیمی او په یوه خوله اوسی. خو که دوی په خپل مینځ کی جوړ ونه اوسی نو د افغانانو د حساسیت او غبرګون سره به په کلکه سره مخامخیږی، ځکه ځمونږ د مملکت په دغه ۱۸ کلنه غمیزه کی همدوی ټولواکی او مشران وه، نو دا د دوی فرض دی چه افغانان د دغی غمیزی څخه وباسی.
    که نه نو ځمونږ وطن به د دغه ورانوونکی غمیزی څخه څوک اوباسی؟ او که چیری دا فکر مو کړی وی چه ښاغلی حمیدزی لالی، عطامحمد نور، ظاهر قدیر، محقیق، همایون، پدرام او زرداد فریادی به دغه غمیزه ختمه کړی. که داسی وی نو بیا ټول افغانان په وخت خبر کړی چه ځانونه ……… خوندی کړی.

    په درناوی

  3. ډېره د افسوس خبره ده . ښاغلی کرزی نژدې 13 کاله د افغانستان ولسمشر وو او لا تر اوسه د افغانستان د مظلوم ولس له سهمه چې کونډې ، یتیمان ، معیوبین او معلولین او د شهیدانو وارثین هم پکې شامل دی ، خپل معاشونه اخلي ، د دولت له سهمه 40 غله له ځان سره ملګري ګرځوي او هره شېبه د هېواد د تباهي او نابودي لپاره خوبونه ویني.
    په لویه جرګه کې هم ستا لوی ځوړند شوی تصویر خو ټولو ولېد چې پرمځکه یې غوځار کړ او ا
    ته لا د لویې جرګې داېرېدل غواړې .
    که احیانا بیا کومه لویه جرګه جوړيږي ، په هېڅ صورت به حامد کرزي ته د وینا کولو او په راتلونکې کې د کوم رول ورکولو اجازه نه ورکول کيږي.
    شاه شجاع هم د دوهم ځل پاچاهي لپاره مکناټن ته ضرورت درلود.

  4. Our leaders are just for names, we do not have any leader if the people of Afghanistan get united it will be the greatest power and can create a true leader.
    We need a revolution by the people.

  5. ښاغلی کرزی ! له ټولونه مخکې یوه لویه چرګه په افغانستان کې دتباه کوونکی فساد په هکله چې تا فسادسالار منځ ته راوړ اودکابل بانک دغلا په هکله چې دفهیم اوستا ورورله خوا وشوه – راوبله او شوکمار اوغله خلکو ته وروپیژنه

  6. ګرانه کرزیه ! د ۶۰۰ ميلون ډالره تا له کومه ځایه کړه ، لا دې زړه پر دې اولس باندې نه خوږيږي ، د غه وروڼه او اکا زامنو دې چي به ميلونه ډالره پيداکړه ، لا د اولس نه پريږدي ،ته فکر کوي که چيري موقعت اداره جوړ سي بیا به ۴۰۰ ميلونه ډالره پيدا کړې د روسانو له درکه ، خداي ج په داسي مرض اخته کړي چي هیڅ اعلاج دي نه وي،د غه نور قران وهلي ( په مکه موکرمه قسم د الله په نوم یاد کړ) خو وروسته تاسو وليدل چي څه يې ونه کړل . الله پاک مو نور هم وشرمه

  7. که د بن معامله نه وای شوی او په ځای یی داسی یو دولت وای چی ملی ګټو ته یی حق د اولیت ورکړای وای او انحصاری فساد یی نه درلودای نو نن به هم صلح او ورورولی حاکم وه ،داخلی ضایعات او جنګ به نه وو، حاکمیت به قوی او جوابګو وو، خددمات به هم کافی وو،
    خو مع الاسف اولنیو ۱۴ کلونو کی زموږ مظلوم ملت غیر له انحصاری او اعظمی او وسیع فساد او حتی په سوله هم پرته له لوبی نور څه یی و نه لیدل او له محدودو فسادګرو پرته حکومت کی چا برخه نه درلوده او ځکه هغه دولت ته زموږ ملت د خادم المفسدین لقب ورکړی چی دا اوسنی کړاوونه د همغی دوری زیږنده دی
    نو په لنډو کی باید ووایم چی دا لویه جرګه به هم د بن د معاملی په شان بله د لیوانو معامله وی د ملی ګټو پرضد.
    او که موجوده اصلاحات له مینځه وړی نو بیا لویه جرګه پلمه او بل لوی انحصاری فساد ته زمینه مساعده او لویه جرګه هم بدنام لکه د بن د معاملی په شان.
    اوکه رښتیا اصلاحات او پرمختګ غواړی نو ترمیم آسانه لار ده د اصلاحاتو لپاره خو پرته له هغو ملی لیوانو چی د بن معاملی چاغ کړی.

  8. ما له نژدې هر مار او لړم لیدلی دی خو خطرناکه مخدره مواد یعنی کوکائین می له نژدې ندی لیدلی
    امّا د کوکائینو په هکله می اورېدلی دی چي
    که ئې څوک فقط یو ځل استعمال کی نو ئې معتاد ګرځی
    داسی راته ښکاری چی د قدرت د مزې یو ځل څکل کوکائینو غوندی د قدرت او واک د اعتیاد سبب ګرځی
    لکه څنګه چي د کوکائینو د استعمال د احتمالی یا حتمی تاوان او ضرر په هکله د معتاد فکر زائل شی همداسی د قدرت او واک د معتاد عقل هم د واک د بیا لاسته راوړلو او ددې تلاښ په پایله کی د ځان او نورو د عزت او آبرو د جراحت په وړاندی د بې اعتنائي سبب کیږی
    البته د کوکائینو د اعتیاد د بدو عواقبو ضرر یوازی د معتاد په برخه وی
    خو
    د قدرت او واک د اعتیاد د بدو عواقبو په څپو کی د نورو انسانانو د کلی د ورانېدو احتمال هم ډېر قوی دی
    دوې دوې نیمی لسیزی مخکی د اندونیزیا د هیواد د ولس مشرۍ په ټاکنو کی د عبدالرحمن بدران پنوم کوم کس بریالی سو
    ددې کس سترګی له لومړی سره ضعیفی او کمزوری وی او د ګاډۍ آس غوندی غټی او قوی عینکی ئې کارولې
    د ټاکل کېدو څو میاشتی وروسته ئې سترګی دومره کمزوری شوې چي بېله د بل له مرستی ئې د مکان لیاره نه سوای موندلای څو د اساسی قانون عالی نهاد فیصله وکړه چي دا ښاغلی د صحی مشکل له امله د ریاست له مقام څخه عزل کی خو دې ښاغلی دوې میاشتی په قانونی چوکاټ کی سخت مقاومت وکړ او غوښتل ئې په ړندو سترګو د دوو سوو بیناوو انسانانو رهبری ته ادامه ورکی
    کوم خبرنګار په ټوکو ورته وویل چي هلکه که کومه کودتاه دی په وړاندی وشی او درته وویل شی چي فرار وکه نو ته به څنګه او پر کومه ځغلې ځکه لیاره نه وینی
    په هره توګه
    هیله ده چي کرزی صاحب د قدرت د اعتیاد د شومو نتایجو د تباهی څخه ځان او نور وژغوری

  9. ډېره د افسوس خبره ده . ښاغلی کرزی نژدې 15 کاله د افغانستان ولسمشر وو او لا تر اوسه د افغانستان د مظلوم ولس له سهمه چې کونډې ، یتیمان ، معیوبین او معلولین او د شهیدانو وارثین هم پکې شامل دی ، خپل معاشونه اخلي ، د دولت له سهمه 40 غله له ځان سره ملګري ګرځوي او هره شېبه د هېواد د تباهي او نابودي لپاره خوبونه ویني.
    په لویه جرګه کې هم ستا لوی ځوړند شوی تصویر خو ټولو ولېد چې پرمځکه یې غوځار کړ او ته لا د لویې جرګې داېرېدل غواړې .
    که احیانا بیا کومه لویه جرګه جوړيږي ، په هېڅ صورت به حامد کرزي ته د وینا کولو او په راتلونکې کې د کوم رول ورکولو اجازه نه ورکول کيږي.
    شاه شجاع هم د دوهم ځل پاچاهي لپاره مکناټن ته ضرورت درلود

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *