عبدالباری عارض

نه غواړم مقاله ولیکم فقط یوه طرح یا وړاندیز په ډیرو لنډو ټکو کی په وسیع مفاهیمو وړاندی کوم

۱: جلالتماب ولسمشر حامد کرزی ، هغه واقعه چی د پغمان او قرغی په عامه لاره وسوه چی په ترڅ کی یی مسلحو کسانو د پولس په جامو کی پر یو معصومه کورنۍ جنسی وحشیانه تیری وکړ ، د ټول ولس زړونه غمګین کړیدی په خاصه توګه د کابل پنځه ملیونه خلګو ته یی روحی تکان ورکړیدی. واقعه تر هغه غمناکه او ځورونکی ده چی په الفاظو کی را ټوله سی، په هر صورت خلګ ټول پوه سول چی ولسمشر په دی واقعه واقعا غمګین سو او عدلی څانګو ته یی د عدالت د تامینولو په موخه اکید هدایت وکړ چی مجرمینو ته سخته سزا ورکړی خو ایا د مجرمینو سزا هر ډول چی وی د هغه کورنۍ معنوی خساره جبران کولای سی چی پر ښځو یی د نارینو په وړاندی تیری سویدۍ؟ هغه مشکل چی زموږ په عنعنوی ټولنه کی  هغوی ته  پیښ دۍ حل کولای سی؟ انسان اجتماعی خلق سویدۍ هر انسان ورور، پلار، مور خور، ماما،اکا،خاله ،عمه، وظیفوی ماحول او نور خپلوان لری تاسو فکر وکړۍ ددی کورنۍ نارینه او ښځی به څنګه د هغوی سره مخامخ کیږی بیله شکه چی صرف مخامخ کیدل یی دایمی ځورونه او هر آن مرګ دۍ  ورپسی همسایګان ، کلۍ او نور دا کورنۍ به څه کوی؟ د کابل پولیسو وویل چی ښځی چپ پاتی دی خبری نه کوی شاید تر ابده خبری ونکړی یقینا سخت عصبی شوک دۍ دا معلومه خبره ده چی ددی کورنۍ غړی په تدریج په روانی ناروغیو اخته کیږی او بالاخره لیونیان کیږی. او دا داسی ربړونکی واقعه ده چی ستاسو څخه به د یو مشر او زمامدار په توګه په آخرت کی ډیره جدی پوښتنه وسی ، نو ایا تاسو جلالت ماب چی د ملت معنوی پلار یاست په دی هکله فکر کړۍ او تجویز نیولۍ دۍ ؟ چی په څه ډول سربیره پر عدلی تعقیب د مجرمینو د دوی معنوی خساره څنګه اعاده کیدای سی؟

سوالونه خو خلګو ته ډیر پیدا دی پولیسو تر اوسه ندی ویلی چی داکسان پولیس وه؟ او که نه وه دا ټوپکان او د پولیسو جامی چا ورکړی وه ؟ ایا د کوم تنظیم یا غیر مسول ډلو ټپلو سره یی تړاو درلود؟ بیله شکه چی عوام داسی تنظیم سوۍ کار نسی کولای او دا امکانات هم نسی برابرولای ، د قضیی بیخ باید ولس ته په ډاګه سی.

جناب محترم استاد سیاف صاحب، هیڅ شک نسته چی تاسو د جهاد مهم مشر او د تیری لسیزی جګپوړی دولتی چارواکۍ او د هیواد پیژندل سوۍ او با اعتباره شخص یاست . جناب محترم استاده، ولس داسی انګیرنه لری چی استاد سربیره پر لوړو مشخصاتو د پغمان د ولسوالی اوسیدونکۍ او مشر سپین ږیرۍ پاتی سویدی چی قریب ټوله پغمانیان ستاسو هواداران دی او احترام درته لری له همدی کبله پغمان د جهاد پر مهال د اسلامی اتحاد مرکزی سنګر ګڼل کیدۍ خو د یادی قضیی په هکله مو تاسو هیڅ ونه ویل حتی د ولس د ډاډ ګیرنی او تسلیت په منظور،ولس ستاسو شخصیت او لوی واله ته په کتو داسی انګیری چی ګواکی په پغمان کی د استاد بی ارادی غوماشه پر نسی وهلای، د ډیرو خلګو دا تقاضا ده چی محترم استاد د یادی واقعی په هکله خپل او اسلامی اتحاد دریځ واضح کړی د دښمنانو تبلیغات ډیر دی وای غیر له جهادی کړیو بل څوک دا کار نه کولای سی او نه یی توانمندی لری، هیله ده استاد د خلګو د ذهنیتونو د روښانه کولو او شکونو د لیری کولو لپاره یوه اعلامیه یا لیک خپور کړی.مهمه لا دا چی ایا د پغمان مشران او ولس ددی ځوریدلی کورنۍ سره د ناغی په توګه یا د انسانی عواطفو له کبله څه کولای سی؟

زه د قضیی د نسبی حل په موخه  د انسانی عواطفو او بشری حقوقو په لحاظ دوه وړاندیزونه یو جلالت ماب ولسمشر او بل جناب محترم استاد ته وړاندی کوم.

۱: ولسمشر ته، که غواړۍ چی دی کورنۍ ته د ځان وژنی او لیونتوب څخه نجات ورکړۍ او د اخرت مسولیت مو کم کړی وی باید د دولتی امکاناتو څخه په استفاد د یادی کورنۍ ټولو غړو ته په یو لیری هیواد یعنی اروپا یا امریکا کی د ویزی شرایط برابر کړل سی ترڅو د ماحول په تغیر یی تر ډیر مشکل حل سی.

۲: محترم استاد ته، د پورته دلایلو پربنسټ تاسو د هیواد او په خاصه توګه د پغمان د مشر سپین ږیری په موقف کی د امکان په صورت کی د پغمان د مشرانو په مرسته نوموړی کورنۍ ته د بهر تګ مصارف او په هغه هیواد کی د دوی د روانی درملنی لپاره مصارف برابر کړۍ په دی صورت کی به هغه کرکه چی د خلګو په زړونو کی د پغمان او پغمانیانو په هکله پیدا سویده له منځه یوسی.

د عدلی تعقیب اړخونه جلادی او په هغه لاره ولسمشر قاطع احکام صادر کړل او باید ژر پایلی معلومی سی که وخت پر تیر سو په یقین چی د خلاصون شبکی به فعاله سی.

پورتنی وړاندیزونه می صرف او صرف د انسانی عواطفو او بشری حقوقو پر بنسټ د یو افغانی کورنۍ د غم کمولو او معنوی حیثیت د اعاده کولو په لاره کی احترامانه وړاندی کړه هیله ده چی یو څه فکر پکښی وکړۍ. و من الله توفیق

0 thoughts on “ حامد کرزی او استاد سیاف ته پرانستی لیک/ عارض”
  1. دعبدالباری عارض فه مورد به فقط همدومره ولیکم سی تر سو موجریمینوته قانونی سزا ورنکړل شی دخلقو عفت کیدل ناشونی ده ځکه که دولت داسی وکړی چی خلق بهر ملک ته لاړ شی بیا به بهر ملک کی فه همدی قسم کیسونه خارجی کی جمعه کوی او بهرنیان به افغانانو ته فه ډیره بده سترګه ګوری ۰۰۰ عبدالباری صاحب تا سو هم لکسی له بهر سخه راغلی یاست ځکه بهر ته نور افغانان تشویقوی ۰۰۰ همدا بهر ملکونه ده چی زموږ وطن والو ته فنا ورکوی چی هرسړی لوټ ماری ته مخه کړی تر څو دومره روفی غلا کړی چی بهرته فری ځان ورسوی۰۰۰ بله دا چی فه بهر کی داسی کیسونه ده چی خلقی ځان مجاهد معرفی کړی وی تر څوقبول شی او مجاهد ځان خلقی وغیره معرفی کړی وی تر څو قبول شی ۰۰۰او زیاتو خو کورنی لیږی نارینه یی دلته وی او بعضو خفلی کورنی ورونو سره لیږلی او داسی وکالت خط یی ورته جوړ کړی وی چی دا دهغه ورورکورنی ده چی ورسره لیږل کیږی چی زموږ دفقهی او اسلامی دین له لحاظه بلکل ناروا اوناجایز عمل ده او کیدایشی فه هغه میړه داشځه حرامه شی چی یی بل کس سره خارج ته لیږی او دهغه کس فه نامه ورته وکالت خط جوړوی ۰۰۰اودی موضوع ته دمحترمو لوستونکو توجو راګرځوم والسلام

  2. زه خوپه خپل ځان کښی ده دی توان نه وینم چی ده دی ځیناوروپه اړه څه وه وایم خوستاسونظرده دی معصومی کورنی په موردبیخی صحیح دی. خودایوه خبره می ډیرزوره وی چی موږځوانان اوس ده افغانستان ترښځولابیوزله سوی یو، اوده عاجزه ښځوپه شان دوعاوی کوو، چی الله ج دی وکړی چی دولت یی اعدام کړی، یعنی داپه دی معنی ده که دولت یی اعدام نکړی په موږکښی داغیرت نسته چی ده دی ووچاره وروکړوهغه که په هره معنی وی.په الله ج باوروکړی چی تراوسه می هرڅومره بدخبرونه ده افغانستان په اړه اوریدلی وه که یی دومره ناهیله اویاناامیده کړی یم، دانه وایم چی هره ورځ ځوانان مری کوم خبره نده خوکه هرخبربه می اوریدی بیابه می هم یوڅه امیدده زړه په یوه کنج کی چی خیرالله ج به خیرکړی خپل ځان ته به می پردی تصلیت ورکوی چی هغه دچاخبره نرپسه خودی ده چړی یوه ورځ به الله پاک کراری راولی خوداسی فکرمی په خوب کی هم نکوی چی زموږپه ټولنه کی ده داسی وحشیانوسره ده انسان په بڼه ژوندکوو، هیڅ کله می مغزوته نه راتله چی داسی یوځوان دی راسره وی چی ده بل ناموس ته دی په داسی بی رحمی لاس ورواچوی. اواوس چی می داواوریدل په الله ج باوروکړی چی ناهیلی،ناامیده اوزړه می له ټولنی ټول سواو خپل په غیرت شرمیږم اوده ځوانانوده نوم یاده ونه می وجدان اجازه نه راکوی ځکه ځوانان داسی نه وی لکه موږ. اودایوسوال تل راسره په مغزوکی وی چی ایاموږبه په دی سره نورده الله ج اوخپل وجدان څخه ځان خلاص کړو”چی وایوزه نوڅه کولای شم الله ج دی دوی خراب کړی زماخوهیڅ په وس ندی پوره” ایاده دی وجدان سره ده داسی پیښوپه لیدوژوندکولای شو؟ زه خوهیڅ نه پوهیږم چی په کوموالفاظویی تشریح کړم اوڅنګه ده دی سوال جواب پیداکړم.

  3. په ژړا، الله د تل اباد لره عارض وروره واقعا چه ستاسره درد شته، په مونژ افغانانو که هیڅ درد نشته که نو لازمه وه چه ټوله کابلیانو مظاهری کړی وای او ددی کارنه کرکه شکاره کړی وای لکه په هند که چه پراخه مظاهری وشوی، او ستا در خواست بلکل په ځای دی خو ای کاش چه ز مونژ مشران دا واوری، دوی خو په شنو او نارنجی حرکتونو مصروف دی. ،

    1. ما دراډیوڅخه واوریدل چې دغه اشخاص دشیخ اصف محسنې خلګ دې . دمخه تر دغه یې هم لوی جنا یتونه کړیوه بیا ونیول شوه چې دشیخ اصف محسنې پواسطه بیرته خوشې شوه. دراډیودخپرونو څخه

    2. ما دراډیوڅخه واوریدل چې دغه اشخاص دشیخ اصف محسنې خلګ دې . دمخه تر دغه یې هم لوی جنا یتونه کړیوه بیا ونیول شوه چې دشیخ اصف محسنې پواسطه بیرته خوشې شوه. دراډیودخپرونو څخه.زما غالبا خیال کیږې چې دازادې راډیو څخه به مې واوریدلې وې

    3. ما دراډیوڅخه واوریدل چې دغه اشخاص دشیخ اصف محسنې خلګ دې . دمخه تر دغه یې هم لوی جنا یتونه کړیوه بیا ونیول شوه چې دشیخ اصف محسنې پواسطه بیرته خوشې شوه. دراډیودخپرونو څخه.زما غالبا خیال کیږې چې دازادې راډیو څخه به مې واوریدلې وې
      او دعبدالبارې عارض ورور څخه یوه نړۍ مننه چې دملت درد اواحساس یې په خپله لیکنه کې منعکس کړ خدای دې اجر عظیم ورکړې

  4. الله ( ج) دی داسی د غم نه ډک واقعه په چاه نه راولی . خو اوس په دغه افغانه کورنۍ باندی راغلی ده. خدايه ته ورسره ملګری شی. په دی کورنۍ باندی به اوس څه تيريږی،زه هيڅ تصور نه شم کولی چه زمونږ ګران وطن کښی داسې بيعزته خلک ژوند کوې. اېا دا مُجريمين خپله، مور،خور،اولاد… لری که نه. نور څه نه شم ليکلې ډير خفه يم.

  5. سلامونه او نیکی هیلی درنو لوستونکو ته
    وروره ستاسی د احساساتوڅخه مننه کوم او نوموړی کورنۍ ته د الله ج څخه صبر او زغم غواړم. زموږ ټولنه اوس دومره فاسده شوی چی هیڅ تصور یی هم نه کیږی. ددی ټولو ناخوا لو اساسی علت د یوه قوی او سالم حکومت نشتوالی ده. موږ لا اوس هم د غفلت په خوب ویده یو او په پټو سترګو په داسی کسانو پسی روان یو چی اخری منزل مو ترکستان ده. یوه ټولنه د انسان د بدن حیثیت لری، کله چی د انسان بدن په یوه ناروغی اخته شی عرضی تداوی هیڅکله هم معقول علاج نه ده، اساسی علاج باید د سبب وشی نه د عرض. زموږ په ټولنه کی بهرنیو په مرسته او د هغوی د منافعو د تآمین لپاره داسی مکروب ننوتی دی چی د یوه او لسو مجرمینو په اعدام سره یی درملنه نه کیږی. زموږ د ټولنی اساسی مشکل فقد یو څو بی دینه او وطن فروشه اشځاصو لکه عبدالله، قانونی، سیاف، عطا، شیرزی، محقق، …. او داسی نورو جوړی کړی ده. تر څو چی دا کسان وی ددی ولس به همدا بی عزتی او سپکاوی وی.

ځواب ورکول ابو محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *