د لنډ مهالې ادارې او بیا د دوه ځلې منتخب ولسمشر په توګه ښاغلي حامد کرزي پر افغانستان دیارلس کاله حکومت وکړ، په دې لړ کې هیواد د هر ډول لوړو ژورو سره مخ سو، د نړۍ ټولو زورورو او شتمنو هیوادونو په افغانستان کې په فیزیکي او یا اقتصادي توګه برخه واخیسته، په بهرني هیوادونو کې د افغانستان سفارت خانو او کونسلګریو ته به خلک په لیکو کې ولاړ وو تر څو دوی هم په یاد هیواد کې خپل بخت وازمويي. د پلازمینې کابل او نورو ټولو ولایتو مرکزونو او بعض ولسوالۍ یو افسانوي کرکټر خپل کړی و، هر ځاي کې بې شماره پیسې وې، پروژې وې، میلمستونونه ول خو لنډه دا چې یوه برخه خلکو به د ډالرو د نوټونو پر ځای بنډلونه شمیرل.

په دې لړ کې هیواد په بشپړه توګه د یوه پینځه کلن یتیم او مسکین ماشوم په څیر یواځې پاتې سو، یو واحد سیاسي مشر یې و نه درلود، د هیواد د یوه عادي هټیوال څخه نیولې بیا تر ولسمشره پورې ټول په تجارت بوخت سول، یوه ترجماني کوله خو بل بیا پروژې اخیستې، یوه بلند منزلې جوړولې او بل بانکونه پرانیستل، یو به د افغانستان بانک رئیس سو ورور به ییې په شاهزاده سرای کې صراف سو، یوه پر دولتي ځمکه ښارګوټي جوړول بل به بیا د طیارو شرکتونه پرانیستل هغو چې هیڅ یې نه سوای کولی بیا د سیاسي چارو کارپوهان ، والیان او یا د پارلمان وکیلان سول.

که څه هم دا څو لسیزه جګړه پر افغانستان تپل سوی جګړه وه لاکن دا ځل دې جګړې ته د ډیپلوماسي او سیاست له لارې د پای ټکۍ ایښودل کیدی سوای او افغانستان یې په یوه مثبت او پیاوړي افغانستان بدلولی سوای. خو د دې کړنې لپاره هیواد یوه ریښتني ډیپلومات او سیاستمدار مشر ته اړتیا درلوده چې له بده مرغه د ولسمشر کرزي په چپنه کې دا توان نه و چې یو سیاسي رهبر دې په ځان کې ځای کړي.

په دې تیرو دیارلسو کلنو کې افغانستان له ډیرو ستونزو سره مخ و، په نظام کې د دننه اختلافاتو څخه ینولې بیا د ګانډیو هیوادونو تر لاس وهنې او فشاره پورې، لاکن لوی او ښکاره هدف څرګند و او هغه دا چې یا به طالب کیږې او د امریکا او نورو لویدیځوالو په وړاندې به توپک اخلې او یا به څرنګه چې په بون کانفرنس کې د لویدیځوالو لخوا ټاکل سوی یې د دوی ملاتړي کوې او د ډیپلوماسي او د سیاست له لارې خپل هیواد ته د ټولو امکاناتو په کارولو خدمت کوې لاکن ښاغلي حامد کرزي دا یو کار هم و نه کړ، نه طالب سو او نه یې طالب وغندی، نه د امریکا ملګری سو او نه یې له روس څخه مهمات واخیستل، د پاکستان تحصیلي بورسونه یې رد کړل خو له هنده یې هم په هغه کچه بورسونه تر لاسه نه کړل. نه یې په ایران کې د افغانانو په دار ځړول بند کړل او نه یې هم د افغان کاریګرانو لپاره د عربستان ویزې واخیستې.

دا چې نوموړي په هیواد کې د یوه مشر په توګه د پښتنو سره څه وکړل دا اوس د هیواد هر ماشوم ته څرګنده ده، را به سو دې ته چې نوموړي د یوه سیاستمدار په توګه افغانستان ته څومره زیانونه ورسول پر دې به یوه لنډه رڼا واچوو.

اوGlobal Humanitarian Assistanceد ۲۰۱۱ کال په جنوري میاشت کې د لیډیا پول لخوا د برطانیې په مشهوره څیړنیزه مجله

       CSIS       د ۲۰۱۲ کال د می پر ۴ د انتوني کارډسمن او ارلیغ بروک له خوا د امریکا تر ټولې مشهورې راپویز مجله د

کې د خپور سوو معلوماتو له مخې د ۲۰۰۲ څخه بیا تر ۲۰۱۱ پورې د افغانستان له دولت سره یوازې نقدې مرستې په دې ډول دي:

امریکا: ۳۵۶.۴ میلیارده (بیلین) ډالر

برطانیه: ۶۷ میلیارده (بیلین) ډالر

ملګري میلتونه: ۲۵۱ میلیارده (بیلین) ډالر

نور لویدیځ هیوادونه (کاناډا، آسټریلیا، جرمني، هالنډ، ناروې، سویډن، اټالیا، اسپانیا، ډنمارک، فرانس، فینلینډ، روسیه، سویزرلنډ) آسیایي هیوادونه (جاپان، ترکیه، هندوستان، ایران، عربستان او متحده عربي ایالاتونه) او بعضو استخباراتي شبکې: ۱۱۷.۵ میلیارده (بیلین ډالر).

په دې ډول له افغانستان سره د یادو کلونو نقدي مرستې ۷۹۱.۹ میلیارده ډالر جوړوي لاکن د افغانستان د مالیې وزارت نن هم په لکړه ولاړ دی. د نړیوالو اقتصاد پوهانو له قوله چې دا مقدار پیسې د ترکیې په څیر د هیواد د وه کلو دولتي او د شخصي سکټور بودیجه ده. خو له بده مرغه د کرزي ادارې و نه سوای کولی چې د یاد مقدار لس سلنه هم پر هیواد او د هیواد پر نظام ولګوي (د یادونې وړ ده چې په شخصې ډول لګونه کې بیا د نوموړي اداره متخصصه ده).
ډیرۍ افغانان په دې اند دي چې د افغانستان په نظام کې د فساد اصلي ریښې اصلاً په خپله بهرنیان په ځانګړې توګه امریکایان دي ولس ته دا ذهنیت هم په خپله حامد کرزي ورکړی دی، نوموړي تل دغه ویلي دي چې د فساد اصلي سرچينه امریکایان دي، خو اصلاً داسې نه ده، آیا دا د منلو ده که چیرې تاسو د احوال او نفوس ریاست ته د تذکرې لپاره مراجعه وکړئ او هلته ناست یوه چټله کورتۍ اغوستې مامور تاسو ته د پینځه سوه افغانیو په بدل کې تذکره درکړي نو دا به د امریکا یوه پوځي چارواکي پوه کړی وي؟ او یا که یوه لارۍ چلوونکې د ترافیک او پولیس له خوا پیسو ورکولو ته مجبوره کیږي دا به هم د بګرام په هدایت کیږي؟ او داسې نو په زرګونو بیلګي دي. دا ټول د کرزي اداره ده.

په دغه ډول د نوموړي په نظام کې ډیره برخه مقررۍ هم د بهرنیانو له خوا نه دي، نوموړی په یوه بله ناروغي اخته دی هغه پښتني غرور ماتونه ده، نوموړي په لسګونه وار بهر میشت پښتانه پوهان رابللي چې د نوموړي په نظام کې برخه واخلي او د خپلې پوهې په رڼا کې هیواد او هیوادوالو ته خدمت وکړي، لاکن کله چې هغه بېچاره ګان د نوموړي په لنده ژبه خطاوتي او کابل ته راغلي په میاشتو په هوټلونو کې یې شپې او ورځې سبا کړي خو نه دي توانیدلي چې د دې مبارک زیارت وکړي او له خپلو ارمانو سره بیرته غرب ته تللي. خو بیا برعکس د توریالي ویسا په څیر یو غربي افغان چې ټول عمر یې د پښتني کلتور څخه لیرې تیر کړی ولسمشر د امریکا په یوه ریسټورنټ کې ویني او روغبړ ورسره کوي، ولسمشر هم له ځانه سره وايي چې واه په خدای عجبه پرزه په لاس درغله له دې سره سم یې راغواړي او د کندهار په څیر ولایت چې هر اړخیزه (کلتوري، سیاسي،نظامي) ډول د هیواد د ملا تیر دی والي کیږي.

بلې خواته که موږ دا وګورو چې معلم عطا یو شتمن او زورور کس دی او د ولسمشر زور نه په رسیږي او بې چاره واک هم نه لري نو بیا کله چې ده وغوښتل څنګه يې په یوه ورځ کې حنیف اتمر او د شمال ټلوالې یو پیاوړې فکري او کلیدي غړي امرالله صالح له دندې ګوښه کړل، او کله یې چې وغوښتل نو یې دوه دوه کاله هم په سرپرستو وزیرانو وزارتونه وچلول؟

نوموړي تل په خپلو ویناوو کې طالب ته د ورور خطاب کړی لاکن په عمل کې یې په زرګونو بې ګناه پښتانه په جنوب کې د خپلو توپکي قوماندانو په لاس د طالب په نوم وژلي او یوه ستره قومي (پوپلیزم) دښمني یې وزیږوله. نوموړی له یوه خوا طالب ته ورور وایي او ورڅخه د سولې غوښتنه کوي خو بلې خواته د هیغو په وړاندې یو شرکت ( د سولې عالي شوار) مشرتوب یوه داسې چاته سپاري چې د طالب د زیږندې لامل ګرځیدلی و او بیا عین حال کې کله چې امریکا له طالب سره د روغې جوړې هڅه کوي نو نوموړي په خپل ټول توان د دې پروسې مخنیوی کوي او د قطر د دفتر د تړلو لامل ګرځي. نوموړی یو خوا د طالبانو سره د سولې د خبرو پروسه له منځه وړي او بیا د امریکا سره ستراتیجیک تړون هم نه لاسلیک کوي.

په کال ۲۰۱۰ کې کله چې په کندهار کې د عملیاتو پر مهال د امریکایانو لخوا ملکي وګړي وژل کیږي او په دې لړ کې څو تنه امریکایي پوځیان هم ټپي کیږي نو ولسمشر کرزی هغه امریکایي پوځیانو ته د قاتلینو او مجرمنیو خطاب کوي خو یوه میاشت وروسته کله چې نوموړی امریکا ته په یوه رسمي سفر ځي له امریکایي چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د هغو ټپي سوو پوځیانو پوښتنې او عیادت ته روغتون بدرګه سي. په دغه سفر کې د امریکا له خوا د سوي هر ډول مرستو په وار وار مننه کوي خو چې کله بیرته کابل ته راګرځې بیا وایي چې که امریکا زموږ سره په پوځې وسایلو کې مرسته نه کوي نو یو بل هیواد (روس) سته چې زموږ سره مرستې ته چمتو دی.

نوموړي تل پاکستان ته په خپلو سفرونو کې د ګډ کلتور، ژبې او د هیغو د میلمه پالنې خبرې کړي دي، هیڅ کله هم له پاکستان سره پر اصلي ستونزو نه دی غږیدلی خو کله هم چې له اسلام آباده بیرته کابل ته ستون سوی نو پاکستان یې یو ترهګر هیواد بللی او له امریکا څخه یې غوښتې چې د تراهګرو اصلي ریښې چې په پاکستان کې دي باید د عملیاتو له لارې له منځه ویوړل سي، لاکن ډیر ژر بیا وایي چې که چیرې امریکا پر پاکستان حمله وکړي موږ په خپل ټول توان له پاکستان سره ولاړ یو. دغو ټولو کړنو ته په کتو په کال ۲۰۱۱ کې د اوباما اداره دې پریکړې ته ورسیده چې دا ښاغلې ناروغ دی، د نن خبره یې یوه او د سبا بله هیڅ تصمیم نه لري نو فلهذا امریکا نوموړی او د نوموړی اداره ده ته پریښوده او اقتصادي مرستې دومره محدودې سوې چې د دولتي مامورینو معاشونه لا نه سي ورکولی.

رابرټ ګیټس په خپل کتاب ( د میموري اف ډیوټي) کې لیکي چې زموږ په ټولو مستعمره هیوادو کې حامد کرزي تر ټولو ډیر واک لرونکی ولسمشر دی نوي سلنه مقررۍ د نوموړي په خوښه کیدې.

نوموړي په ارګ کې یوه بیله فضا خپره کړې ده، که تاسو ارګ ته ولاړ سی نو فکر به وکړی چې دا هیواد به د نړۍ تر ټولو پرمختللی هیواد وي، د هیواد هر وګړی به خپل کور، موټر او نورې آسانیتاوې لري، هر ماشوم به د نړۍ تر ټولو ښه پوهنځي ته ځي، د جګړې او غربت په نوم خو به اصلاً څوګ شی پيژني لا نه، د ولسمشر څخه نیولې بیا تر پیاده ټول په ارګ کې بیخاره آرامه ناست وي، لکه اصلاً چې کار نه وي، بس هرې خوا ته غالۍ اوارې دي، هر مامور ته له غمیو ډک شاهي میزونه پراته دي، وزیرصاحبان پر سینه لاس تړلي د جلالتمآب د تورو په کارلو خپل راپور ولسمشر ته داسې وړاندې کوي لکه افغانستان یې چې ګل او ګلزار کړی وي، او بیا خپلې چاپلوسې خولې خلاصې کړي، ولسمشر نو نور هم په ځان کې لوی سي، چې واه که یم نو زه یم او بیا د نوموړي ځواب هغو ته د شاباس، آفرین، بسیار عالي، افتخار من هستین او داسې نورو جملو په کارولو کاري ورځ پای ته ورسوي. په هیواد کې ننۍ ټاکنیز کړکیچ اصلي زیږنده هم ولسمشر کرزی دی او د نوموړي داسې نورې ډیرې زرینې کړنې دي چې ممکن په لسګونو کتابو کې هم راغونډ نه سي خو بې له شکه چې راتلونکی تاریخ به نوموړی یو ستر جفاکاره مشر په توګه معرفي کړي.

د سرلوړي او سو کاله افغانستان په هیله

5 thoughts on “حامد کرزی او د افغانستان برخلیک/ لیکوال: نجیب الله آزاد”
  1. نجیب جانه ! دوه غټ غټ کومینټونه می ستا پر پر مختوا او حقایقو او واقعیتونو په منعکس کولو ولیکل داړه حالاتو کی انټرنیټی مشکلات پیداشول کنسل به شول البته زما به پکی خیر وی ډیر ډیر غټ غټ انتقادونه می پر ټولو کړی وو خاصتا په والیانو په هر صورت ستا نه یوه دنیا مننه هغه څه دلیکلی و چه دیوه تږی تنده پری ما تیږی

  2. یره وروره سل په سلو که درسره موافق یم زما دزړه خبره د کړی، ستاسی لیکوالان باید دغسی حقایق خلکو ته بیان کړی داسی نه لکه قانع صاب چه سلیقوی او قبیلوی برخورد کوی . مننه

  3. سلامونه آزاد صاحب او د تاند محترمې ادارې ته
    آزاد صاحب له ډیره وخته ستاسو د دغه ډول لیکنې په تمه وم، د ژوند بوختیاوې ډیرې دي فکر کوم خامخا به بوخت واست پخوا به مو په اونې کې حمتا یوه لیکنه راتله او هره لیکنه به تر بلې خوږه او د بعضو خلکو لپاره ترخه وه، خو دا ځلې مو که غلط نه سم ۳،۴ اونې وروسته لیکنه پر سکرین ښکاره سوه، د ښاغلي زیارمل د خبرې په تائید په خدای تنده مې ماته سوه، خدای تل دغسې ریښتنې او بریالی لره، ستاسو د خوشاله، اوږد او بریو ډک عمر په هیله

    ستاسو ملاتړی
    هیواد

  4. Salamona
    Azad daira pa zra pory lekana mo lekaly. Allah de tal khusha aw baryalai lara.amin
    za staso da lekano lewal yam

    dransht
    Ismail

  5. دا يي لا څه کوى پرون مې د بي بي سي د فارسي سايت کوت چې يو عنوان مې له نظره شو په نوم د ” رقص وا اوز جشنواره رومي افغانستان”داسې ښکاري چه دغه بربنډه ښځه يا ناپوهه ده او يا داچې قصدا ېې د خپل فرهنګ د راپرزيدلو لپاره ملا تړلې په دې مان چې دا ډول بربنډتوب خو د اسلامي جمهوريت سره هېڅ تړاو نه لري. لکه د احسان الله د اريانا تلويژن چې ځانته نړيوال چينل واېې خو د ننه دومره بې کفايت خلک پکې لګيا دى چې ستا په خبره د غه سياسي کارپوهان خو ضرورت لري چې د فرهنګ ښونځي ته لاړشي.
    ستا ليکنه ډيره عالي ده خداى دې چپنې ته له دې کاسه او کپړيو سره سالم هدايت ورکړي.
    مننه

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *