حامد کرزی

تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په بغداد کې د امریکا لخوا په سیمه ییزه ترهګرۍ د تورن قاسم سلیماني په وژنه خواشیني ښودلې او د امریکا دا کار یې په کلکو ټکو غندلی دی.

حامد کرزي په یوه اعلامیه کې قاسم سلیماني شهید بللی او ویلي یې دي چې د جنرال سلیماني وژنه له ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی چې په سیمه کې به بې ثباتي رامنځته کړي.

ښاغلي کرزي د ایران له حکومت سره د سلیماني په وژل کېدو خواخوږي ښودلې او ټینګار یې کړی چې د سلیماني وژنه به د افغانستان د سولې او ثبات پروسې ته هم سخته ضربه ورسوي.

حامد کرزي ویلي جنرال سلیماني په افغانستان کې سوله او ثبات غوښته او ټینګار یې کړی چې ایران په افغانستان کې د امریکا له حضور سره سره د افغانستان په رغاونه کې مهم کردار لوبولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر حامد کرزي تور دی چې د ایران لخوا یې دفتر ته د کریم خرم په لاس په تورو خلطو کې پیسې راتللې، خو حامد کرزي ویلي وو چې دا پیسې نوموړي په خپلو دفتري چارو لګولې دي.
نن د هند انډیا ټوډی ورځپاڼې د سلیماني په اړه ویلي وو چې نوموړي د طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو په وده کې د ۱۱ سپټامبر له پېښې وروسته مهم کردار لوبولی و.

نوموړي همدا راز د فاطمیون لښکر تر چتر لاندې ۱۴ زره افغان هزاره ګان هم په عراق او سوریه کې وجنګول.

5 thoughts on ““حامد کرزی: “د قاسم سلیماني شهادت به د سیمې ثبات ته زیان ورسوي”
  1. لعنت د په تا وي کرزۍ صاحب نپو هيږم د چا زوي يي، مسعود د راته ملي قهرمان کړ، رباني د دصلحي شهيد کړ او اوس د افغانانو د کلتور او ژبي دښمن ته هم د شهادت دوعا کوي دا مردار دۍ شهيد نه دۍ شهيدان افغانان دۍ دوي مردار دۍ او او په تا به مي هم زړه بد نشي
    ارمان

  2. غل بابا د قاتلانو مل بابا عاطل بابا بیکاره او باطل بابا، ستا دا خندوونکې اعلامیه ستا خپل مجبوریت دی، مجبوریت دې درکوم، لویه مشره ملي زغیمه هههه، ملامت نه یې، د هماغو ډکو ډکو کڅوړو مجبوریت دی، چې یوه سپین ګیری قره قولي وال به درته ارګ ته چلولې نوم یې نه اخلم…. پوهیږم نمک حرامي ښه نه ده، خو تا چې کومه ضربه افغانستان ته رسولې سلیماني څه چې ټول صوفیانو ولاکه رسولي وي

  3. ATTENTION FOR KHAMID KARZAI/Dr ABDULLAH&KHANIF ATMER;

    ARE YOU HAVE SENSATION ABOUT AFGHANS?
    YOU DON,T KNOW?
    HOW MANY AFGHANS ARE KILLED BY QASEEM SULIMANI(In direct).
    you look only for your own benefit.shame for you.
    you worry about afghans enemy.
    death for that who killing afghans.
    thanks from taand

  4. ټول نظامی او استخباراتی مخکینی او اوسنی افغان چارواکی وایی او ویلی دی چی ایران او پاکستان د طالبانو نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کوی چی طالبانو په زیاترو عملیاتو کی افغان امنیتی جنرالان وژل شوی مګر تر نن پوری نه کرزی نه اتمر نه عطامحمد نه محقق او نه هم نورو سیاسی ګوندی مشرانو د خپلو افغان جنرالانو په اړه خواشینی څرګنده نکړه مګر د هغه چا په اړه چی طالبانو او نورو جنګی ډلو سره د افغان جګړی په اړه نظامی او مالی مرسته کوی او کوله خواشینی وښودله

    زما سوال دلته داده چی ولی افغان جنرالان د شخصی ګټی لپاره جنګیږی او جنګیدل که ددی خاوری او هیواد د بقا لپاره جنګیدل کچیری نظامی او امنیتی جنرال د خپلو شخصی ګټو لپاره جنګیږی نو دولت باید په دوی باندی دومره زیات مصرف ونکړی ځکه ددی مصرف پر ځای باید ټول هغه ځوانان چی ۱۸ کلنی موده یی پوره کړی وی د مکلفیت دوری او احتیاط دوری ته سوق کړی هم به بودیجه بیځایه نه مصرفیږی او هم به هغه کسان چی وایی دلته زیاتره کسان د استعداد له لحاظه نه بلکه د تنظیمی فرمایشاتو په اساس جنرالان کیږی کچیری د استعداد له وجهی کیدای نو زموږ مخکنی ولسمشر او سیاسیونو به د ایرانی جنرالانو پر ځای پر دوی باندی غمرازی ښودلی وایی
    بل سوال دادی کله چی زموږ جنرالان د پاکستان او ایران د طالبانو سره په نظامی او مالی مرسته په اساس له مینځه لاړ شی مګر همدا ایران او پاکستان زموږ د جنرالانو په اړه غمرازی او غمشریکی نه ښایی ولی موږ بشر او انسانان نه یو؟
    که دا لړی ادامه پیدا کړی لیری به نه وی چی زموږ افغانان به سمیع الحق په شان پاکستانی جنرالانو په مرګ هم غمرازی او غمشریکی وښآیی

  5. ایران په سیمه کې، په ځانګړې توګه په افغانستان د امریکا یرغل ته، په عراق د امریکا لښکرکشیو ته د غلامۍ له حده را کوز شوی و. جیمز ډابینر لیکي چې ۲۰۰۱ کې مو له کمال خرازي ( د ایران بهرنیو چارو وزیر) سره پټ ولیدل، کولن پاول ( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و) ورته وویل چې که امریکا په افغانستان یرغل وکړي، ستاسو دریځ به څه وي؟

    خرازي وایې هیجاني شو چې موږ هر ډول مرستې ته چمتو یو، کولن پاول ورته وویل چې دا ستاسو شخصي نظر دی؟ وایې خرازي سپین کاغذ او قلم له جیب نه راویست او لیکلي ژمنه یې موږ ته راکړه، لاسلیک یې پرې وکړ، او ویې ویل نه دا د ایران د اسلامي دولت رسمي دریځ دی چې په افغانستان د امریکا له یرغل څخه د ایران رسمي ملاتړ دی. د ایران جاسوسانو، غلام ایرانیانو به د امریکا او ناټو د الوتکو او د بمبار د سون مواد را رسول، عراق کې به یې د مظلومو عراقیانو کورونه ور په نښه کول. حتی د صدام د شهادت یو علت د ایران د استخباراتو، سپاه پاسدارانو د فشار او مسلسلو غوښتنو نتیجه وه، داسې ویلی کیږي چې د صدام د دار راسۍ د (مقتدی الصدر) په لاس کې وه، د چا پلار چې صدام حسین وژلی و او دی له کلونو په ایران کې پټ و، بیا یې د لوی اختر په ورځ صدام شهید کړ، د مهدی د پوځ پنامه لښکر یې عراق کې جوړ کړ او د امریکا او ناټو له لښکرو سره یو ځای یې عراق لوټې، لوټې کړ.

    د هر غلام انجام به د سلیماني په شان وي، چاه کن، در چاه است.

    ایرانیانو ته لدې بدتر خبرونه غواړو، ایران په سیمه کې د پاکستان په څیر د هر مسلمان هېواد او ملت دښمن دی.

    د سلیماني مرګ به افغان سوله چټکه کړي، جګړه به کمه شي او که د خدای رضا وه ایران به د کبر او غرور له نیلي را کوز کړي.

ځواب ورکول kamawall ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *