شهسوار سنګروال نیازی

مونږ په دې لیکنه کې نه غواړو چې  د تاریخ تل ته پرېوځو خو لږ تر لږه به د تاریخ یو څو پاڼې واړوو.

شاه شجاع د افغانستان شړل شوی  پاچا په دې فکر چې دی د دراني احمدشاه لمسی دی ځان یې د هېواد د تخت او بخت وارث ګاڼه. خو ده په دې فکر نه و کړی چې دا به څومره غوره وي چې د احمدشاه ابدالي د تخت وارث  دې د برتانیوي هند د سکرتر جنرال لارډاکلنډ په ډاډینه، د برتانیوي ځواکونو په مټ، او د پنجاب د سکانو د مشر  رنجیت سنګ  په ملاتړ د افغانستان د پاچاهي په پلاز ډډه ولګوي. ده د خپل نیکه ستر احمدشاه ابدالي د ټولواکمنۍ پت او درناوی پر ځای نه کړ.

تاریخ وښوده چې شاه شجاع د انګریزانو د یو لاسپوڅي په توګه نه یوازې د خپل نیکه د هسکې شملې دبدبه ونه ژغورله بلکې د ننګیالي نیکه په ټولواکمنۍ یې تالان ګډ کړ.

کله چې شاه شجاع د انګرېزانو په نېت پوه شو بیا پرې ډېره ناوخته شوې وه. که بیا یې هر څو امین الله خان لوګري او نورو مجاهدینو ته د مرستې ټټر وواهه زیاتي اوبه له ورخه آوښتې وې.

شاه شجاع ته ورته د هېواد یو بلواک واکمن ببرک کارمل و. نوموړی د شوروي ځواکونو په مټو د سرو لښکرو وحشت او دهشت سره یوځای واک ته ورسېد. لکه څنګه چې شاه شجاع انګرېزانو ته وعده ورکړې وه دا رنګه ببرک کارمل هم  شوروي چارواکو ته په غوږ کې څڅولې وه چې که دی په کابل کې واک ته ورسېږي بیا به په ټول هېواد کې د ټوپک ډز وانه ورېدل شي، او د غرونو مجاهدین به تول راښکته شي، او  خپل ټوپک به ارګ ته وسپاري.

ببرک کارمل د خپل واک په مهال د “افغان شوروي”  په دوستي دومره افراطي ټینګار درلود چې په خپلو ویناوو کې یې ویل “که د شوروي اتحاد پرځای او پر وخت (۶ جدي ۱۳۵۸ کال) وسله وال کومک نه وای نن به افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې نه و.” په داسې حال کې چې افغانستان د سره پوځ په منګلو کې ښکېل و، کارمل هم د شوروي په هوایي او ځمکني ځواک دومره مغرور و چې په ډېرې کاواکۍ او بېباکۍ  به یې هېوادوالو ته په ډاګه ویل چې ” معیار وطنپرستي در سویتیزم است! “، مانا داچې هغه افغان ته هېوادپال ویلی شو چې شوروي پال وي.

خو کله چې د ده پرځای ډاکټر نجیب الله ته واک وسپارل شو، نو بیا ببرک کارمل هم د شاه شجاع په څېر، چې هغه د انګرېزانو په وړاندې ګامونه واخیستل، ده هم د شوروي اتحاد پر ضد شعارونه پیل کړل چې یو ډېر تمرین شوی شعار یې دا و چې “مرګ بر سوسیال امپریالیزم”

راځو اوسني ولسمشر حامد کرزي ته چې د بن پرېکړې له مخې واک ته ورسېد. مونږ کولی شو د ده سیاسي شخصیت د ده د واک د لنډمهال، منځمهال او اوسمهالو پېرونو په رڼا کې وڅېړو او د تاریخ په تله یې وتلو.

د حامد کرزي په لنډ مهال پېر کې د ده له واک نه ډېر وخت تېر نه و چې د امریکا هوایي ځواک په روزګانۍ ورا برید وکړ، ناوې او شاه یې په سرو وینو ولمبول، او د وراوالو مړي یې کتار کړل. خو ولسمشر د امریکا ولسمشر بوش ته یوه غوږوهنه هم ونکړه، او نه یې ورنه په دوستۍ ګیله وکړه.

په ورا باندې د امریکا د هوایي ځواکونو دا وروستی برید نه و. د حامد کرزي په لنډمهال، منځمهال، او ان د اوسمهال پېر په سر کې په لسګونو دا ډول بریدونه په وراوو او جنازو باندې ترسره شوې خو د حامد کرزي له خوا له کوم کلک غبرګون سره مخ نه شول.  د هسکې مېنې، خوګیاڼیو، شينډنډ او نورې پېښې د داسې بریدونو د بېلګو په توګه یادولی شو.

اوس چې د ولسمشر د واک قانوني پېر پای ته رسېږي، او ولسمشر د ناټو غړو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سره ښکر په ښکر کېږي، شک پیدا کېږي چې دلته خو به بیا تاریخ د تکرارېدو په درشل کې نه وي؟

دا شک به تاریخ ښه سپین کړي چې حامد کرزی د خپل واک او ځواک په مهال افغانستان او ولس ته یې څومره ګټه او زیانونه وررسولي دي.

ډېرو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې ولسمشر ولې په نورو لویو هېوادنیو ربړو چې د روان کړکچ مهم اړخ بلل کېږي، لکه فساد، قاچاق، اختلاس، د ځمکو مافیا، بې روزګاري، بېعدالتي، ناامني او نورو ځپونکو ستونزو مشورتي جرګه نه رابلله چې یوازې په امنیتي تړون یې رابللې ده؟

اوس راځو دې ته چې که ولسمشر له امریکا سره د تړون په اړه دا اړینه بلله چې له یوې مشورتي لویې جرګې سره سلا وکوي، نو دی له اخلاقي پلوه څومره مسئول دی چې د رابلل شوې لویې جرګې مشورو ته درناوی هم وکوي.  دا څنګه د هېواد  ګټو او د جرګې پرېکړو ته درناوی بلل کېدای شي چې ولسمشر د جرګې پیل کې د سلاکارې لویې جرګې غړو ته وایي چې که دوي متحده ایالاتو سره د تړون د لاسلیک سلا هم ورکړي، او ولسي جرګه یې وهم مني، دی به تر هغې دا تړون لاسلیک نه کړي چې په هېواد کې پاکې او روغې ټاکنې ترسره نه شي… راروانې ټاکنې بې له شکه د دې ولس لپاره مهمې دي، خو ایا دومره ارزښت د افغانانو وینو ته هم ورکړل شوی دی؟

که چېرته د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دومره د کرزي لپاره ارزښت ولري، نو ډېر شمېر کسان تېرې ټاکنې چې دی یې په پایله کې واک ته رسېدلی هم له درغلۍ ډکې ګڼي. د ولسمشر د اوسني دریځ په معیار دی دا د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد قانوني ولسمشر بللی شو؟

د ولسمشر د وخت ناوخته بدلېدونکي دریځ او د تامل وړ خبرو ډېره برخه ولس دې ته اړ کړی دی چې دا شک وکوي چې ولسمشر د هېواد ګټو ته ژمن دی، که ځاني ګټو ته، او د شخصي سلیقې پاللو ته؟ ځینو هېوادوالو خو دا شکونه هم څرګند کړي دي چې ایا د ولسمشر سرتمبګي خو د دې لپاره نه ده چې له امریکا نه د خپلې خوښې د کاندید ولسمشر ننګه غواړي، او یا ځان ته د ولسمشرۍ د پای نه وروسته د یو مطرح سیاسي ژوند ضمانت غواړې؟ د دې او نورو ورته شکونو او پوښتنو بشيړ سپیناوی  به وخت او تاریخ ښه وکوي.

له بده مرغه مونږ د دې هېواد د تېرو ۳ لسیزو په تاریخ کې داسې مشران ولیدل چې کله د خپل واک له زوال سره مخ شوي دي نو بیا یې داسې کړکېچ ته لمن وهلې ده چې خلک د ده ارمان وکوي.

ولسمشر اوس له دې بنسټیزې پوښتنې سره مخ دی چې که دی د لویې جرګې د سلا سره سره د تړون لاسلیکول ځنډوي (زه نه وایم چې نه دې ځنډوي) نو بیا یې ولې داسې یوه لګښتناکه جرګه، چې د کابل ښاریانو ورځني ژوند او د پوهنتونونو او ښونځیو زده کړیز بهیر یې هم  د یوې اونۍ لپاره له ستونزو سره مخ کړ، رابلله.

ولسمشر په کار دی په دې پوه شي چې د تړون د لاسلیک ځنډول ده ته نېک نوم نه ګټي. نېک نوم دی په دې ګټلی شي چې ولس ته دا وښیي چې دی د هېواد ګټو ته رښتیا هم رښتونی دی.

له دې ټولو څرګندولو سره سره، د نړیوالو حقوقي ارزښتونو له مخې دا چې ولسمشر د ملګرو ملتو او افغانستان د وخت د مطرح قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلی، او د افغانستان د ټاکنو ګټندوی هم بلل شوی دی، دا په خپل ذات کې حامد کرزی د شاه شجاع او کارمل په پرتله د یوې مثبتې څېرې په توګه راپېژني.

17 thoughts on “حامد کرزی له شاه شجاع او کارمل سره څومره د پرتلې وړ دی؟”
  1. محترم سنګروال صاحب ته زما دا پیغام ورسوی !
    ستاسی د دی لیکنی د لوستلو څخه وروسته په دی فکر یم چی که زه ستاسی په ځای وای نو کله به می هم د داسی تاریخی مسلی د لیکلو جرات نه وای کړی ځکه چی که داسی بی مسولیته لیکنه بل چیرته وشی او چاپ‌ شی نو د مقابل لوری له خوا حتی محکمی ته څوک کشیدلای شی.
    تاسی د شرایطو د مطالعی څخه پرته په کوم جرات د سیاسي مسایلو د لیکلو او تحلیل میدان ته را دانګلي؟
    وای ترکاڼی د بیزو کار نه دی ، دا متل خو به تاسی هم کله اوریدلی وی؟ تاسی هم داسی ترکاڼی کړی خو بختور یی چی په اغفانستان کی بی پرسانه بازار دی که نه که دی بله چیرته داسی لکنه کړی وای نو بیا به خوګ شوی واي …
    دا د کرزی د رژیم دیموکراسی ده چی ته داسی لیکنی کوی که نه د طالبانو په رژیم کی خو فکر کوم ته هم د پاکستانی د پولیسو تر کوتک لاندی ځغاستی … په مجاهدینو صاحبانو کی خو دی فکر نه کوم چی د خپل ګوز تر ویشتلو مخکی هم بی اجازی تشناب ته قدم نه اخیست
    خیر بل وار داسی بی ګودره وار مه پریږدی
    ستاسی ټولو په څخه په مننه !
    سرحد افغان

  2. کله دې چې پایله دا راوباسې چې [دا چې ولسمشر د ملګرو ملتو او افغانستان د وخت د مطرح قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلی، او د افغانستان د ټاکنو ګټندوی هم بلل شوی دی، دا په خپل ذات کې حامد کرزی د شاه شجاع او کارمل په پرتله د یوې مثبتې څېرې په توګه راپېژني.]
    بیا نو ولې دا خپل خلک سپکوئ؟ آیا تاسو په دې شرایطو کې د دې فیصلې بدیل وینئ؟ که وي ولې مو تر اوسه نه مطرح کاوه؟ له پاکستان سره څه کوئ؟ له ایران سره څه کوئ؟ او ولې مونږ د نړیوالې غوا له شیدو نه ځانونه بې برخې کړو؟ پرېږدئ چې که په کال کې مونږ ته زر میلیونه ډالر هم ترې راشي زمونږ له پاره ګټه ده. ټوله نړۍ یې نیولې ده نو مونږ لا په څه کې یو هغه هم داسې چې څوک په لندن کې ناست دی او څوک په برلین کې.

  3. Aslan mujadidi aw Karzai dwara sara sala di chi amniati taroon di 2013 kal tar paya imza shi. da hasi awam fareebi kawi chi Karzai zan safa kri aw tola para po mashoorati jerga wachawi. Karzai khushala dai chi taroon khpala emza ki, da taroon karzi ta 376 million dalari shakhsi cheque warkawi aw mujadidid ta 93 million dalari check warkawi.

  4. سنګروال سیب ښې چارې

    ډیره په زړه پورې لیکنه ده خو د شاه شجاه او کارمل سره د حامد کرزي پرتله کیدل به تاریخ څارګند کړي خو زه پکر کوم چې اوسني وخت کې حامدکرزی باید له شاه شجاه او کارمل سره پرتله نشي

    حامد کرزی د بون په کنفرانس کې وټاکل شو چې له امریکا سره روس، هند، چین، ایران، انګلستان، فرانسه، پاکستان او نورو ډیرو هیوادو ګډون درلود او ټولو په خوښه لنډمهاله او بیا د افغانانو په رایو والسمشر شوی

    د سوال خبره دا ده چې په تیرو ټاکنو کې او اوس تړون کې ولی امریکا د ولسمشر کرزي په زد ده؟ کایډي دد
    ولسمشر خو په ډاګه هر وخت د افغانستان او افغانانو څخه د سر په بیه دفاع کړې

    ایا د ولسمشر اوسني حالت او دولسمشر څرګندونې چې د افغانستان په اړه دي دا تاریخ ته پریږدو که دفاع ترې وکړو؟

  5. نیازی صاحب ،
    پدې هیله چي روغ او جوړ به یاست .
    فکر کوم چي ډیره مو عجله ده چي دا تړون دي امضا سي.

  6. سلامونه سنګروال صاحب! داسې نه ده کرزی تر شاه شجاع او ببرک بدتر دی. دلته یواځې د تړون خبره نه ده. هغوی مجبور وو د یو نړیوال ځواک له زور او برمه خو کرزی له دې اړخه دومره مجبور نه دی لکه له خپلو هغو شخصي مرداریو چې لړلې یې دي. دا ومنه که کرزی هر څه کوي یواځې د خپلو شخصي ګټو پر بنیاد یې کوي او بس. دا ډیر ښه شوه چې جرګې د تړون ملاتړ وکړ او یی یې یخه کونه په ځمکه کښینوه. اوس به د خپلې بقا او سلا په لټه کې وي. کله چې اباما د فسا خبره نیغه کړي نو کرزی د بمبار خبره نیغه کړي. خو که اوباما د فساد په اړه چپ وي نو کرزی د بمبار په اړه چپ دی. عحیبه ده. بس اوس دا دعا کوه چې خدای مو دې ترې په خیر خیریت سره بې غمه کړي. ګوره پنجشیر ولایت. په نږدې ۱۶۰۰ ریاستونو کې ۱۱۰۰ د پنجشیریانو دا ولې. څکه چې مارشال او نور دده او دده د ورونو د فساد او غلا شریکان دي. مسعود ته قهرمان ویل. پکه دادې لا بله سپکه . ډایکنډي ولایت کول هغه هم په ډیر کم نفوس او د ارزګان ټولې دښتې ورپسې تړل دا کومې لوبې دي. قسیم مارشال کول یو بې سوواده جهادي غل نور ځه نه. ډیرې ډیرې داسې خبرې نورې هم دي. په هر حال پرون چې څه وشول ښه وشول[

  7. کرزی به د ګوډ ملا او بچه سقاو زامن د شاشجاع سره د پرتلې وړ بولي.

    زه منم چې کرزي ډیر بد کارونه کړیدي، د اشغالګرو په ډیرو نارواوو ېې یا خو سترګې پټې کړیدي او یا ېې ورته ژړلي دي.

    دده بله نیمګړتیا دا ده چې دی خپل زیات وخت په سیاست کې تیروي، د خلکو او ولس اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او حل لارو ته کلکه پاملرنه نه کوي.

    ددې سره سره د کرزي په دوره کې افغانستان دومره آباد شو چې له ده پرته ناشونې وه چې تاجک ټوپکسالاران د هزاره او ازبکو سره یو لاس کړي. البته پښتانه د خپل جهالت له مخې چې لري ېې هر وخت د ملي یوالي خنډ شویدي.

    د طالب پروژه خپله ددې خبرې مصداق دی. طالب به وطن خرڅ کړي، تجزیه کړي خو آزادولی ېې نه شي. ځکه نن اقلیتونه تر موږ زیات هوښیار شویدي.

    ژوند او ژوند بیا هم کرزی

  8. شاه شجاع پښیمانه شو، مجاهدینو ته ورغی خو هغوی وواژه.
    کارمل چې کله روسانو برطرف کړ او شوروي اتحاد ته یې بیوه، له الوتکې یې سر راوایست او ویې ویل: رفقا دوستي اتحاد شوروي را محکم نګاه دارید. او بیا یې هم د افغانستان تخریب ته ملا تړلې وه. د ۱۳۹۲ کال کودتا چې د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان وشوه، طرح یې کارمل او روسانو جوړه کړې وه. دې منحوسې کودتا د روسانو تر تیرې هم افغانستان ته ډیر زیان واړاوه.
    یعنې کارمل له غلامۍ نه پښیمانه نه شو
    کرزی هم امریکا راوست چې د دده په وجود کې امریکا د پښتنو جنګي پوټنشیل مات کړي.
    کرزی درې دندې لري او په درې واړو کې کامیاب دی:
    لومړی د امریکا د اشغال ستنې ژورې خښول
    دوهم د شورای نظار او نورو جنګي جنایتکارانو د واک تداوم
    دریم د افغانستان په خاوره کې د هغو پښتنو رضا ساتل چې د شورای نظار او نورو په نسبت کرزی اخرین بریل ګڼي.
    دې هم له غلامۍ پښیمان ندی. خو وایي چې له کارمل سره یې فرق دادی چې کله به روسانو افغانان وژل نو کارمل به ویل: خوب میکند، همه اش اشرار است، او کرزی امریکا ته کله کله د تمساح اوښکې تویوي.چې دا مظلومان مه وژنئ او له ډیورند لیکې ها خوا پسې لاړ شئ.
    نو فکر کوم چې تر کارمل ښه او تر شاه شجاع ښه ندی..

  9. نیازی صیب دفراه دبالابلوک دولسوالی دگرانی دکلی د152 شجو اوماشومانو دشهادت اوقتل عام موضوع دی نه ده راوری چی د ده انتصابی والی روح العین په امرضدآمریکایی طیارو په وسیله په یوه شپه شهیدان سوه
    اونور ظلمونه وسوه الله پاک دی خیر کری

    مننه

  10. بیاهم غلط، ببرک تر شاه شجاع بدتر و او کرزی تر ببرک بدتر دی. دببرک په وخت کې د خلقیانو او پرچمیانو په اصطلاح اشرار یا د اشرارو یا مجاهدینو په خپله اسطلاح مجاهدین د وخت د حکومت مخالقان وو او حکومت وژل او رټل. اوس نو ټروریستان یا د ای اس ای سپي او یا هم ددوی په خپله اصطلاح طالبان د حکومت مخالفان دي او حکومت یې اوژني او رټي. په دواړو مخالفتونو کې محوري رول د پاکستان و خو هلته له حکومت سره شوروي اتحاد او وارسا ملګري وو او دلته ورسره د امریکې متحد ایالتونه او ناټو ملګري دي.هلته د وخت د داخلې وزیر درې روسي مشاوران په توفنګچه وویشتل ویې وژل خو درې میاشتې په کور کیناست و بیرته خپلې وظيفې ته راغی خو دلته په باګرام کې امریکایانو نارینه ترجمانان او ډګروال وډزول او بی بی سي یې خبر هم خپور کړ خو چا څه ونه ویل دلته هغه وخت حکومت د مخافو د کنټرول لاندې سیمې بمبارولې بې ګناه خلک پکې وژل کیدل خو دلته د حکومت د کنټرول لاندې سیمې بمباریږي او بې ګناه خلک پکې وژل کیږي. روستان عام المنفعه پروژې جوړې کړي چې نن هم ترې ګټه اخلو خو دوی مو روغه پښه راتړي او ژوبله راپریږدي. هلته کله هم د افغانستان ملي تلویزیون بې ناموسئ ته دومره کمپاین نه و کړی لکه اوس یې چې طلوع، افغان ، نور، نورین او یا نور په یواڅې صورت کوي. هلته کله هم روس ته اففاني فاحشنه نه وه ورغلې خو افغانانو ډیرې روسانې ژوبلې کړې خو دلته برعکس. د وخت هغه حکومتونو بیت المان له چور کوه او غله نه وول خو اوسنی حکومت غل دی. د ببرک په کابینه کې هم پښتانه تر ۴۰ سلنو ډیر وو خو اوس له ۱۹سلنو ها خوا نه دي. هغه وخت اقلیتونو دومره ښکرونه نه وو ایستلي خو اوس یې هغه به شی را ایستلی او په شمال کې يې درته جنرال داوود . قاضي کبیر، شجاعي او افغان کش کومې نخرې ونه کړې او لا کوي یې. هلته د وخت هیځ رهبر خپل جایداد نه درلود حتی ببرک خو ورشه د کرزي ورونو سوونه میلیونه اسهام له کومه کړل. هغه وخت بغیر د شبرغان له ګازه تولي طبعی منابع خوندي وطې خو او هغه ګاز هم د یو قرارداد په بنیاد د شوروي درې جمهوریتونو ته روان و چې په عوض کې یې اردو تمویلیده او اردو دې هم اتیا سلنه پښتانه وو سره د پولیسو خو اوس پکې لس سلنه نه پوره کوي. خو اوس دې ټولې منابع بې له کوم قرارداده د نر په زور روانې دي او که نر یې راستنې یې کړه همدا اوس په غزني کې پوهیږې چې ځه سپړل کیږي او وړل کیږي. که نه یې منې ورشه له محمد ایاز ترنک نه پوښتنه وکړه. هغه ته بیا هم تجاوز ویلی شې څکه ملګرو ملتونو نه وی منلی او یوه ورځ نه یوه ورڅ که خدای زور درکړ روسان نړیوالې محکمې ته راکشولی شې خو امریکا دې تجاوز ته هم قانوني بڼه ورکړه. د افغانستان په تاریخ کې چا دومره پښتانه مشران نه دي وژلي لکه کرزي چې د خپلو واګو لپاره یواځې په هلمند ، کندهار، زابل او ارزګان کې ووژل ته ورشه د جنوب غرب حوزې له پښتنو و پوښته چې ولي کرزې څو سوه مشران ووژل. د ببرک او هغوی په وخت کې په پولیګون کې بندیان ووژل شول خو خغه لوبې پرې ونه شوې لکه ګواننامو کې [چې یې لوځ کړل او بیا یې ورته فلمونه په ټوله نړئ کې خپاره کړل. ببرک بیا هم خپلې یوې نظريې او ایډیولوژئ ته وفادار و خو د بانکونو او پیسو غل نه و. خو کرزی غل دی غل فطې غل او د قدرت لیونی خو د افغانستان لپاره هیځ ارمان نه لري. هغوی بیا هم کمونستي کوه په نهیات کې چې یو نظام خو دی. او و. ببرک پریمانه وریرونه یې هم نه وو چې په وکیلانو او لوکسو جونو پسې یې خوشې کړي
    متاسفانه چې کرزی پښتون دی په خټه نو تر ببرک یې باید ښه وبولو حال دا چې ټوله متازي یې غیرپښتنو ته وکړه. پښتنو کرزی د رایو په اکثریت ولسمشر کړ خو له ببرک سره ټول وجنګیدل. که په همغه بد ببرک پسې پښتانه داسې دریدلي وال لکه په کرزي بسې نو تر کرزي به ښه و او بد نه . دټولې لویې پکتیا رایه کرزي ته ورغلې خو یواڅې امیرزی یې ترې وزیر کړی خو له پنجشیره یې درې راوستي. اوس یې درته خپلواک وزیر کړ هغه دې هم د یون کور ودان وي چې یو لک ډالر یې ترې اوخستل او د پکتیکا والي یې کړ بیا نه سړه تکړه شو پخپله یې بیسې تیرې کړې د فران والي شو او اوس چې یې محمودجان ته برخه ومنله نو وزیر شو. حیف حیف چې تر ځو به مو له سترګو د ناخبرئ عینکې او له زړونو د بې څایه عقدې ګردونه الوځې. ببرک او شاه شجاع تر حامد ښه وول کرزیو ته درناوی. خدای مو دې ترې ژر خلاص کړي. که نه نور به دې هم وشرموي. راشه له یوې بلې شرمیدلې دې هم خبر کړم. پوهیږې که زلمی رسول نه و نو د ورور تر څنګه یې درته مططفی ظاهر ریس جمهور کوه هغه د یونس قانوني او شمال ایتلاف تازي. اوس یې درته بیا یو نیمچه پاړسیوان را مخته کړی د محمدزي په نوم . د الله پار په ټول پښتانه کې ورته بل څوک سړی نه ښکاري چې دده په دارو دسته کې نه وي. دا دې لا بل خیانت چې تر څانه هم ضعیف درته روالي حال دا چې ځومره وړ پښتانه په صحنه کې دي او وو. کرزی چې په قدرت کې وي نه له پنجشیری او هزاره سره به د غلا او قدرت په معمله کې شریک وي او د پښتانه به ملا ماتوي سر چګیدو ته به یې نه پریږدي او په ارزګان او هلمند کې به ورته مشران وژني. افغنسان شموله حرکتونه لکه حزب اسللامي او افغان ملیت به درته تجزیه کوي او د شملا ټلوالې هرې شاخې ته به جلا جلا امتیاز ورکوي. څوک وایي چې ټلواله کرزي ویشلې؟ تلواله یې غښتلې کړه هرې شاخې تری امتیاز اخستي. د خدای لپاره هزارې ته اته وزارتونه. توبه توبه د شاهشجاع او ببرک مرداري هم ترې ښه وه لږې سترګې خلاصې کړئ.

    سترګې خلاصې.

  11. نظر یات او مطا لب می ولوستل دمره ویلی شم چه کرزی صا خب یو زړه سواند مهرا با ن ریس جمهور ده دافغا نستا ن څو ملیتی دولت کی یو بر جسته رهبر ده هغه ملیتونه چه نه خدای منی او نه رسول ټو ل کور کورانه عا جو لنه هغه دغه ،،،،،،،،،،،،،،،وغیره تا سو وګوری قضا وت ور با ندی وکړی یو وړوکی ریا ست په یوه وزارت کی څوک نشی اداره کولی نو کرزی څنګه وران ویجاړ تیت او خواره واره ملیتونه سره یو کړی او بیا حکو مت ور با ندی وکړی بیڅا یه تبصری او بیڅا یه مقا یسی څه معنه؟

  12. ښاغلی سنګر وال صاحب
    که دا لیکنه بل چا کړی واي نو تاثیر به یی ډیر لاره خو دا چې تاسو لیکلي، اوزه مو پیژ نم چې تا سو دخلق دګوند غړی یاست نو زه یی حیرانه په دی کړم چې تا سو د خلق ګوند ولي نه دی یاد کړی چې افغانستان یی ددغي تباهي کندي ته و غور ځا وه ددی بد بختي عاملین .تر هر چا زیات ترکې، امین، ببرک او هغه ستاسو نور مشران نه دی ؟ .

  13. هیله می له ټولو دوستانو څخه داده هر څه چی لیکی با ید پرحقایقو بنا وی – سنګروال لمړی باید ته دخپل زاړه رژم او دهغه دغلامی په اړه خلګوته معلومات ورکړی خپل ځان معرفی کړی او داهم هریوموږ باید دځان سره ووایو چه ایاموږ نو څه کړی نن سبا افغانان ټول داخاصیت لری که چیریی په دولت کی ښه وظیفه ورکړی وه خو داډیر ښه دولت دی او که یی وظیفه نه وه ورکړی او یا یی هم دخیانت په تو ر له دندی ګوښه کړی وی نو بیا دی دطلوع ایرانی ټلویزیون په ګردی میزکی کی برخه اخلی او تخریبات کوی څه دی په پوهیږی او نه په پوهږی بیا نو دا اداره هم فاسقه ده او دمشرانو بی احترامی او توهین کوی شرمیږی هم نه ی

  14. Seems to me that former President Karzai is a changed man for the better. Already severed his relation with his creators and almost all of his recent political maneuvering and standing are geared putting the interest of Afghanistan first.

    Altumately, Afghanistan need an Atta-Turk type of personality to put it back together.

ځواب ورکول samoon afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *