تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له نوي ولسمشر محمد اشرف غني سره تقریباً هره ورځ ویني او د مهمو مسلو په اړه مشوره ورکوي.

حامد کرزي دا خبره پرون /چهارشنبه/ رویټرز خبري اژانس ته وکړه.

ده وویل، دی او غني هره ورځ د افغانانو پر مهمو مسلو غونډې کوي.

د ولسمشر غني ویندوی نظیف الله سالارزي تایید کړه چې دواړه مشران په منظم ډول له یو بل سره ویني او ولسمشر غني د اکثرو نړیوالو او ملي مسلو په باب د ښاغلي کرزي مشورې اوري.

کرزی، چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ پوري دوه دورې د افغانستان ولسمشر و، وايي چې د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو سره سره عادي ژوند ته نه دی اوزګاره شوی او عموماً د قومي او مذهبي مشرانو او د ملي شورا له غړیو سره د هیواد پر روانو حالاتو خبرې کوي.

۵۷ کلن کرزي پر افغانانو ږغ وکړ چې له زغم او صبره کار واخلي، ولسمشر غني او اجرايي ريیس یې عبدالله د حکومت پر جوړولو کار کوي.

8 thoughts on “حامد کرزی وايي، ولسمشر غني ته تقریباً هره ورځ مشورې ورکوي”
  1. ګران او قدرمن کرزی صیب! زه فکر کوم چی دا ټولی ستاسو مشوری دی چی حکومت سر نه نیسی، خدای ته ګوره پریږده چی دا ولس لږ د آرام ساه واخلی، ستاسو مشوری به همدا وی چی هغه مافیایی ډلی چی ستاسو دوران کی ریښی ځغلولی وو هغوی سره معامله وکړی هغوی چوکی ته او مقامونه ورکړی زه فکر کوم چی داسی مشوری به هیواد نور هم د بدبختیو په لور بوځی

  2. پـــاچــا! تـــه ښه وې او که بـــد ستا به ارمـــان راځي
    دلتـــــه لـــــه بــــــدو نـــــه بـــدتر کفن کشان راځي

    پـــــه بې رحمۍ یې څیـــروي ان تـــر لمنـــې پــورې
    د چا په لاس چې دا ریـــښې ریښې ګریـــوان راځــي

    ولس بــــه بیـــا هم وي نهـــر او د مــرمیــو خـــــوراک
    کـــه له دې خاوري جــهان لاړ شي که جـــهان راځي

    پاچــا! په مخه دې ښه! ځه چې لارې بنـــدې نه شي
    وریځــې تاویــږي داسې ښکـــاري چې بـــاران راځي

  3. دیره مننه د ښاغلی کرزی صیب نه هیله مند یو چی د خپلی کاری تجربی په اساس او دهغه هوډ په اساس چی سرلوړی او آباد افغانستان یی هیله وه پر ځای او د ګران افغانستان له پاره د بهرنی سیاست یو ښه تهداب جوړ کړی .

    مننه
    حبیب الله پکتین

  4. د هلال ضاحب د نظره سره همنظره یم. دا نو د نوشروان مشوری دی چی خبره خرابه شوی ده.
    کله چی اشرف غنی د کرزی سره مشوری کوی فکر نه کیږی چی دا وړۍ د شړۍ شی. موږ هم له کرزی عواړو چی سم د سړی په ځای کینه دا ستا برکت وو چی هیواد د تر دغه سرحده ورسوه، او له اشرف غنی عواړو چی د خدای په خاطر له خپلو مغزو او له خپلو تجروبو چی په هره ساحه کی یی لری کار واخله،
    تاند ته یو وړاندیز هم لرم هغه دا چی که تاند یوه څاروی وکړی او د اشرف غنی مخبوبیت په اولس کی ورارزوی. .
    چی کومی درجی ته راښکته شوی دی.

  5. سلا مونه او نیکی هېلي د تاند چلونکو ته
    دا چې کرزی ښه وو یا اوس اشرف غني څنګه دی ؟ دا به وخت خپله څر ګنده کړی یو خو داشرف غنی ډیره لږه مود ه کيږی
    او په دی موده کې د چا ښه اوبد نه څر ګند یږی او کرزی پوره دیارلس کلونه دغه وطن دخدای ج په فضل وچلا وه دا فیصله به تاریخ کوی چې کرزی څه ډول سیاست مدار او څه حده ددی وطن اصل بچي وو ، خبره دلته ده چي یا خو موږ ډیر ناشکره او بی صبره قوم یو ، او یا خو رښتیا زموږ مشران سم نه دی زما په نظر خو موږ ډیر ناشکره یو ، زه وایم را ځي یو څه صبر وکړو چې ښاغلی غني څه ډول کابینه پارلمان ته ور پیژني او په راتلونکی کې ددولت چاری په کوم معیار مخی ته ځي .
    والسلام

  6. دا د کرزي مشورې دي چې تراوسه حکومت د حکومت په ځیر نه دی که د کرزي مشورې کار کولای شوای نو په خپل دوران کې په یې کوم پرمختک کړای وه. اشرف غني دې د کرزي په بې معنا او پوچو مشورو ځان نه غولوي او که داسې یې وکړل نو حال به ېی نور هم بدتر شي او یو څو فیصده د خلکو باور چې ورباندې پاتې دی هغه هم به له لاسه ورکړي. کرزی به هیڅ کله داسې مشوره ورنکړي چې په هغه کې د اشرف غني او هیواد لپاره خیر وي. کرزي د اوس خپل پټو وځنډي او لمر ته دې آرام وکړي نور د مظلوم نه ځوروي. يو ډیر مشهور متل دی که کل د ويښتانو درمل کولای شوای نو ځان ته به يې کړي وه.

  7. اشرف غني که په رښتيا ستا څخه مشورې غواړي دا په حقيقت سره اشرف غني خپل پر علم او پوهه ، خپل پر هغه
    افغاني غيرت او شهامت باندي د بطلان خط کاږي ٠تا خو افغانستان د فساد او مخدره موادو د قاچاق او کښت په لحاظ
    و لمړی درجې ته رسولی و ، تاخو په ټول وطن کي غله او مفسدين تقويه او حمايه کول ، تاته ارګ ته په تورو کڅوڼو
    کي بډي راتلې ، تا خو زموږ په افتخاراتو ملڼدي و وهلي ، تا خو برهان ته لوی استاد ووايه تا خو پوهنتون د هغه په نوم کړغېړن کړ ، تاخو د قومونو په منځ کي بې اتفاقۍ واچولې ، کمه ناخواله دي در ياده کړم ؟
    اشرف غني که ستا په شان خيانت ته مخه کړي نو خلګ ديارلس کاله وخت نه ورکوي ډېر ژر به ئې تر غاړه ونيسي
    او حساب به ځني و غواړي ٠

ځواب ورکول زهره افغانسلا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *