حامد کرزی

تاند: ابوبکرجبارخیل- مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي له دولتي مسئولینو وغوښتل څو د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو بهرنیانو پر لور وګرځوي چې په افغانستان کې یې د جګړې اور بل کړی دی.

حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره  پر هغو طالبانو چې ځان د افغانستان بچیان بولي یو وار بیا غږ کړی چې ځان د پردو له منګولو وژغوري، ورور وژنه پاى ته ورسوي او عملاً راشي د وطن د آبادولو لپاره مټې راونغاړي.

هغه زیاته کړه: (( پر دولتي مسوولینو غږ کوم چې د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو بهرنیانو په لور وګرځوي چې زموږ په هېواد کې یې د اوسني جګړې اور بل کړی دی. ))

هغه زیاتوي: (( په هېواد کې د خشونت او کرکې د هغې څپې په اړه چې په دې وروستیو کې راپورته شوې خپله اندېښنه څرګندوي او په کابل کې وروستۍ ترهګریزه پېښه چې د هېواد د اتلو بچیانو او مظلومو ملکي وګړو د شهادت باعث شوه، په کلکو ټکو غندي چې د هېواد د حاضر ناورین ریښې په بهر کې دي او پر موږ تپل شوې جګړه له بهره تنظیمېږي.))

هغه وړاندې وايي، د افغانانو تر منځ د غچ او کرکې اور ته لمن وهل به د دې لامل شي چې زمونږ وطنوال په نه ختمېدونکې جګړې کې را ښکېل شي او د جګړې اصلي عاملین په بهر کې په بشپړ مصوؤنیت د افغان وژنې طرحو جوړولو ته دوام ورکړي.

کرزی ډیروي، افغانان باید خپل اتفاق او یووالی تر پخوا لا ډیر پیاوړی کړي ځکه چې روانه تپل شوې بدمرغه جګړه لګیا ده هره ورځ د هېواد له هر ګوټ او هر کور نه قرباني اخلي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

4 thoughts on “حامد کرزی: چارواکي دې نظامي مبارزه د بهرنیانو په لور وګرځوي”
  1. دې افغانستان محترم پخوانې رېس صاحب جمهورته سلامونه او نېکې هېلې پس لې سلامه مخترمه ته په هند کې دې سېاسيفاکولته لوستې وه اوکه دې شمالي ټوالي فاکولته دا يو سوال دوهم سوال تاته تر اوسه مغلومه وه او پري پوهېدې نه چه په پښتونستان بلوچستان وزيرستان صوبه سرحد او کوزه پښتونخواه کي دې پاکستان نظامي قطعياجازه لرله دريم سوال دا خو ټولي غېرې نظامې علاقي وي ته ولې ملل متحد دا پېشنهاد ونه کړلو چه بايد پاکستان دلته نظامې خضور باېد ونلري افسوس دا ستا فاکولته دي شمالې ټولې دې خدمت فاکولته او پښتنو دې وږني ددر مبارک دي وې دا ستا دپښتنو وږني فاکولته دا ستا مدرېتوب اوس پښتنو ښه پېږني او مبارک دې

    1. wror jana ka ka grana wals mashar hagha wakht zeeni moshkilat laral no kho ye pregda che haqeqatona sar gand kree hagha yaw be tabeeza pa watan maeen insan dey ka sa ham zeeni ishtebahat ye de pakhtano pa hakla muzeer woo kho khaer tol afghanan sara wrona dee baeyd shamalee talwala hum be tabeeza fikr khpal kree

  2. د حا مد کرزی بیغام یو منور پپغام ده د ټولو افغا نانو لپاره

    ښو ته یی ښه ویل اوبدو ته یی بد ویل پکار دی په افغا ن ولس کی سوله بغیر د اتحاد نه نا ممکنه دی پر هر صورت با ید د سولی لار غوره شی

  3. Salamoona
    Karzi saheb sta tashwesh per zai da kho sta der fersatoona de lasa warakral kher pa tajrooba ke shak nashta doost dushman de sha wapezhandal osani charwaki bayad sta khabari wana ghoorzawe aw os de mashartoob haq lari gher mostaqim pa khalko yani lasposoo talibanoo ghag kawa. De la barya pa hela.

ځواب ورکول خوست بابا هر وخت ږاړې ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *