تېر کال اوړی ولسمشر کرزي د چارو د سمون لپاره مختلفو دولتي ادارو ته ځینې حکمونه وکړل چې د پنځه څلویښتم نمبر فرمان په نوم یادېږي. په دې حکمونو کې له معارف وزارته هم غوښتنې شوې دي. یوه غوښتنه دا ده چې د ۱۳۹۲ کال له پیله دې په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د حبِ وطن په نوم یو مضمون شامل او تدریس شي.

 زه خبر نه یم چې معارف وزارت دغه حکم عملي کړی دی او کنه، خو په دې حکم باندې چندان خوشحاله نه شوم، ځکه وېره راسره وه چې دغسې مضمون به د وطن مینه زیاته نه بلکې کمه کړي.

 دا وېره ځکه راپیدا شوه چې موږ د زده کړو په برخه کې یو زوړ او ناسم تصور لرو چې د هغه په اساس متعلم نه بلکې درس راته مهم ښکاري.

 موږ چې زده کوونکي او محصل ته کوم درسي متن برابروو، داسې پوښتنې راسره معمولا نه وي چې له دغه متنه به زده کوونکی مطلب واخیستلای شي؟ د ده لپاره مو تر وسه وسه په زړه پورې کړی دی؟ د ده له عمر سره متناسب دی؟ د ده په راتلونکي ژوند کې به په کار راشي؟

 لکه په تېرو زمانو کې چې به د غلام خوښه نه بلکې یوازې د بادار خوښه وه چې غلام باید څه وکړي او څنګه یې وکړي، د درسي متنونو په برابرولو کې هم له زده کوونکي سره اکثره وخت  دغسې چلند کوو. زده کوونکي ته د یوه مجبور بنیادم په سترګه ګورو چې خامخا باید دغه ، دغه مطالب زده  کړي. دا سمه ده چې زده کړه یو څه زحمت غواړي خو د کتابونو برابروونکو ته پکار ده چې تر وسه وسه خبرې اسانه او په زړه پورې کړي چې زده کوونکی یې په شوق ولولي او له دغو معلوماتو سره یې مینه پیدا شي.

 د حبِ وطن د مضمون مقصد خو باید دا وي چې د نوي نسل په زړونو کې هېوادنۍ مینه غزوونې وکړي. اوس که د دومره ګڼو مضامینو په څنګ کې زده کوونکی مجبور شي چې  د وطن په تعریف او ستاینه کې په پېچلي سبک او بې خونده نثر په لسګونو نور مخونه زده کړي، له وطن سره به یې په رښتیا مینه زیاته شي؟

 که فرضا په خواږه او واضح نثر د وطن ستاینې وشي، د مفکرانو له نظره د وطن اهمیت بیان شي، د هېواد حقوقي مفهوم څرګند شي او د افغانستان په باره کې سیاسي، جغرافیایي، کلتوري، تاریخي او نور معلومات وړاندې شي، د وطن د مینې له زیاتېدو سره به مرسته وکړي؟ ډېر یقین مې نشته. ولې؟ ځکه چې د یوې مینې د پیدا کولو لپاره د عقل نه بلکې تر ډېره حده د زړه قناعت پکار دی. یعنې داسې خبرې پکار دي چې حواسو ته مخاطبې وي. د هېواد په باره کې د یوه حقوقپوه تر څرګندونود وطن د یوې ښکلې منظرې عکس ممکن ډېر اغیزمن وي.

  موږ تر اوسه پورې د وطن په باره کې عمومي خبرې ډېرې کړې دي او د خاصو موردونو ذکر ته مو چندان توجه نه ده کړې. تر دې عامې خبرې چې ( افغانستان ښکلی دی) د هلمند سین په غاړه د پسرلي په موسم کې د یوه غوړېدلي ګل عکس یا د بغلان د  دوبي په ټکنده غرمه کې د سپېدار د سیوري انځور ډېر اغېزمن دی. نن سبا اکثره ځوانان موبایلونه لري او موبایلونه یې کامرې لري. دوی د وطن د ونو، بوټو، ګلونو، کروندو، سیندونو، ویالو، ماښامونو، سهارونو، ماشومانو، بوډاګانو، کسبګرو او هغو شېبو چې ماشومان له ښوونځي رخصتېږي یا زلمي له لېسې او پوهنتونه فارغېږي، د میلیونونو مکانونو او زمانونو عکسونه اخیستلای او د انټرنیټ له لارې یا نورو لارو له وطنوالو سره شریکولای شي.

 دغه  راز زموږ شاعران، کیسه لیکوال، راپورتاژ لیکونکي او د مختلفو هنرونو څښتنان کولای شي چې د وطن د مختلفو اړخونو اثرناک تصویرونه وباسي او د خپلو مخاطبانو په زړونو کې د و طن د مینې زړي وکري.

 د ښوونځي د ادبیاتو په کتاب کې د هېواد د یوه کلي ښکلې سفرنانه، یوه داسې کامیابه لنډه کیسه چې د کابل یا کندهار یا بل ښار یوه کوڅه مو سترګو ته ودروي او د هېواد د یوه شخصیت کامیابه بیوګرافي د وطن مینه زیاتولای شي.

 موږ نه یوازې د ادبیاتو له کتابونو بلکې له تاریخ ، جغرافیا او نورو مضامینو هم له وطن سره د مینې د پیاوړتیا لپاره استفاده کولای شو. سترګور لیکوال او مولفان د وطن په ډېرو وچو بیابانونو کې هم ښکلاوې او جاذبې مومي. د بکوا د صحرا سکوت، غروب او په تورو شپو کې پړکنده ستوري لا هیچا نه دي راپېژندلي.

زه چې کله هم په سالنګ اوړم، د فرشتګان په دره کې شاوخوا سترګې غړوم او د سالنګ سین روڼو اوبو  ته چې له کاڼو سره سر جنګوي، په ځیر ځیر ګورم. ما په ماشومتوب کې د دې درې په باره کې یو نظم لوستی و.د دې نظم دوه بیتونه مې لا تر اوسه په حافظه کې خوندي دي:

 د سالنګ د واورو سپین رود

د آیینې تر زړه هم صاف دی

تنسته یې ده جار کړې

ته وا رود نه دی، نداف دی

 زه د فرشتګان په دره کې هیڅوخت نه یم اوسېدلی خو د ذکر شوي نظم په برکت د سالنګ دا دره داسې راښکاري لکه یو وخت چې پکې اوسېدلی یم او راخپله وي.

3 thoughts on “حبِ وطن/ اسدالله غضنفر”
  1. سلامونه غضنفر صیب

    ډیره ښکلې موضوع مو را شریکه کړې او د ښو دلایلو پر مټ مو خپل دریځ څرګند کړیدی.

    زه ستاسو سره همغږی یم چې موږ تر اوسه پدې نه یو توانیدلي یا مو هډو فکر ندی کړی چې لږ تر لږه د ماشومانو لپاره د هغوی په ژبه او هغوی ته د پوهیدو په وړ ژبه نوي مالومات ور مخکې کې کړو.

    خیر، دا به زموږ د ماشومانو خوار قسمت وي

    راځم ستاسو د لیکنې ادبي یا تخنیکي اړخ ته. ګران غضنفر صیب، زه د پښتو ژبې د ځنو مخکښو لیکوالانو چې تاسو خپله هم پکې راځئ لیکنې یوازې د موضوع او محتوی په خاطر نه لولم، بلکې دیته هم زیات پام کوم چې هر لیکوال یوه خبره یا موضوع په څه ډول او په کومو کلمو را وړاندې کړیده او د ژبې تخنیکې اړخ ېې څنګه په پام کې نیولی دی.

    ستاسو په لیکنو کې زیاتره وخت د پښتو نسبتاً معمولو لغاتو پرځای د عربي او پاړسي کلمې زیاتې کارول شوي لیدل کیږي. البته زما قضاوت پدې اساس دی چې ستاسو د لیکنې د مخاطب سویه په پام کې نیسم. د بیلګې په توګه: زه اسې انګیرم چې ستاسو ددغه لیکنې مخاطب د ښونخي زده کونکی نه دي، کچیرې ستاسو لیکنه د ښونځي د زده کونکو په ګډون د نورو لپاره وای بیا به مو د پښتو داسې کلمې چې د ښونځي زده کونکي ته نوې یا نا آشنا وي نه کارولی. خو اوس پکار دا وه چې په نسبتاً صافه او کره پښتو مو دا لیکنه وړاندې کړې وای.

  2. د تاند درنو لوستونکو سلام،
    (( دغه راز زموږ شاعران، کیسه لیکوال، راپورتاژ لیکونکي او د مختلفو هنرونو څښتنان کولای شي چې د وطن د مختلفو اړخونو اثرناک تصویرونه وباسي او د خپلو مخاطبانو په زړونو کې د و طن د مینې زړي وکري.))
    زما په اند د وطن مینه هم د نورو زده کړو په شان له ماشومتوبه زده کېږي. د دې لیکنې د لوستو پر وخت مې (نیل د هولګا زوی) کارتوني فلم په یاد شو. دا کارتوني فلم ما د جرمني ژبې د زده کړې لپاره کوت. د هرې برخې په لیدو مې دا خبره په زړه کې ګرځېده چې کاش د افغانستان په اړه هم داسې یو کتاب د ماشومانو لپاره چا لیکلی وای.
    د ( نیل د هولګا زوی) لیکواله (سلما لاګرلوف) وه. دا سویډنۍ لیکواله د جغرافیې ښوونکې وه. نیل یو وړوکی هلک و چې په کلي کې اوسیده. کله کله به یې ورانۍ کولې. د نورو شوخیو تر څنګ یې لویشتینکي هم ځورول. کله به یې چې لویشتینکي وځورول، نو دوی به هم ده ته سزا ورکوله. د ده سزا دا وه چې دی به دومره وړوکی شو لکه د لاس رغوی. دی به د یوې بتې د وزرونو تر منځ کیناست او په ټول سویډن به راوګرځېد. ده د خپل سفر په اوږدو کې د سویډن ګوټ ګوټ ته ځان ورساوه. ټول ښارونه او ولایتونه یې ولیدل. د خپل هېواد په اړه یې نوي نوي شیان زده کړل او د همدې سفرونو په اوږدو کې یې له سویډن سره مینه پیدا شوه.
    سلما د دې کتاب په لیکلو سره غوښتل چې ماشومانو ته د سویډن د جفرافیوي جوړښت په اړه معلومات ورکړي او دوی د خپل هېواد د ځانګړنو او خصوصیاتو په اړه خبر کړي. په سویدن کې دا کتاب د نورو کتابونو تر څنګ د جفرافیې په ساعت کې تدریس کېده. نوموړی کتاب نه یوازې د سویډني ماشومانو لپاره بلکې د نړۍ نورو ماشومانو ته هم خورا په زړه پورې شو. نیل د هولګا زوی د نړۍ په ۳۰ ژبو وژباړل شو او خورا ښکلی کارتوني فلم یې جوړ شو.
    سلما لاګرلوف لومړنۍ ښځه وه چې په ۱۹۰۹ کال کې یې دادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه واخیسته.

  3. غضنفر باید دا توری داسي ولیکي (زدکونکی) نه داسي زده کونکی
    ځکه اصل یې دۍ (زدکړه) نه داچي زده کړه

ځواب ورکول عجب ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *