عبدالوکسل سوله مل

دا مې دریمه میا شت ده چې د اینګلیسی ژبې د زده کړې یوه ټولګی کې په زده کړه بوخت یم . ګر د همټو لګیوال مې زما په څیر د ګڼو وچو او هیوادونو دی : څو ک د افریقا تور پو ستی دی ، څوک له ختیځې اروبا راغلی اوځنې هم د هند د نیمې وچې هند ، پا کستا ن ، بنګلادیش اوسیدونکی دی او ځنې د لاتینې امریکا دی

زموږ په ټو لګی کې د نا رینو په پر تله نجونې ډیری دی . یوازی زه ، یو تور پو ستی ا فریقا یی او یو هندو زمو ږ د ټو لګی ټو ل نا رینه جوړوو نورې ګردې سپینې سرې ، غنم رنګه او تورر نګه ځو انې پیغلې دی چې هر یوه په خپلو سینګارونو او رنګونو زموږ هوسونه او زړونه تخڼوی

زه خورا خرا ب عادت لرم أ ن د خپلې ښځې په مو جودیت کې  هم له ښا یسته نجونو ستر ګې نشم اړولی  او چې څو د هغې خوارکۍ  ستر ګې را با ندې لګیږی ما یی په شته والی کې په کو څه او بازار کې بیا څو نجونې په منډه له ستر ګو تیرې کړی وی . په دی بد عا دت دی څو ځلې دا ګلی او غندلی هم یم خو بیا هم هغه د فا ر سی متل دی چی : علت برود عادت نه .

په ما مې دا نا وړه عا دت دومره کله ، کله غا لب شی چې ان د مو ټر د چلولو پر وخت هم په نجونو کې ستر ګې را نه خښې شی . څو ځلې مې میرمن په قهر او غضب راته ویلی :

سترګې دې راووځه ، لږ خو لا ما وشر میږه ، بیا دی په کو مه مرداره سترګې خښې دی ، اخر په جنا زه کې نا ست یو

او ما تل په خندا ور غبرګه کړې :

ـ څه وخو مې نه خوړه ، هسې تشو کتلو ته مې هم نه پر یږدی ، چې ټوله ورځ تا ته ګورم ، خیر دی که یوه شیبه مې بله پیغله ولیدله نو څه قیا مت خو را نغئ

که  رښتیا ووایم  زمو ږ په ټو لګی کې له یو څوونجونو وتلې ګردی ښا یسته نجو نې دی خو زما پا م یوازې زما په حجا ب داره ښو نکی دی او بل مې په هیچا نه مینه را ځی او نه می هم ستر ګې پرې خوږیږی . زه مې په خپله حجا ب داره ښو نکې مین شوی یم او هغه ده چې یوازی دوو تکو غټو تورو سترګواو راوتلوتیانو یی له ما زړه وړی دی . هغه له سره تر پا یه په حجا ب کې پټه ده او سړی یی یوازې دوه غټې سترګې او دوه پا سته لا سونه لیدلی شی او زما په څیر د هر چا سودا ده چې د هغې د مخ کا سه : پوزه ، زامه ، کومې ، غا ښونه او نوره با ډی به یی څرنګه وی

زه له کوچنیوالی غټې ستر ګې که توری وی که شنی خوښوم  او راوتلی ودریدلی تیان می هم تل دهوس ر ګونه تخڼوی، له دی کبله ېې سترګو له هما غې اولې ورځې را نه زړه وړی دی او دا سې ا نګیرم چې د هغې د تورو غټو ستر ګواو راو تلو او دریدلو تیا نو په څیر به هغه نوره هم پوره او کره وی

دا چې زما ښو نکې به زما په څه مینه وی نه پو هیږم خو دا را ته پوره څر ګنده ده چی زما به څیر هغه هم را با ندې ښه پوره ګر مه ده او زه یی هم په زړه کې پروت یم ، موږ سره له دی چی پو هیږو چی یو له بله سره مینه لرو خو بیا هم مینه دباندی نه را با سو او ځا ن یو پر بل نه پو هو و . موږ یواځې ستر ګی جنګوو او اوس یوازی له همدی خوند اخلو کله چی ورګورم سترګې لا ندې واچوی او دا هم چی راوګوری دا چم ور سره کوم او سترګې ژر ټیټې واچوم خو موږ دواړه پو هیږو چی له دې پتو کتو څو مره خو ند او رنګ اخلو

که مې رښتیا وپو ښتئ  او سپينه را با ندې ووایا ست زما ددې دا څیر حجا ب نه دی خو ښ . زه شکر مسلمان یم او د حجا ب مخا لف نه یم او نه مې هم غر بی کا لی او مود خو ښیږی او نه یی هم دومره لیوال یم خو داسې حجا ب به نو د چا ښه را شی چې په ګرا ني د یوې پیغلې مخ څه چی غږېې هم په ګر انۍ واوریدل شی او هغه هم د یوې ښونکی . داسې یوې پيغلی ته به ګر انه وی چې په خو ښه د ژوند تلپا تې ملګری وموموی ځکه د داسې یوې پيغلې له مخ او اندام له لیدو پر ته به کوم لیونی پر هغې زړه با یلی او ټول زما په څیر نه دی چې یوازی ددې له دوو غټو ستر ګواو دریدلو تیا نو دې د هغې د ښا یست خوبونه ووینی او په پټو ستر ګو دې پرې زړه با یلی

زما ېې په رښتیا سترګې خورا خو ښیږی او دریدلو او را وتلو تیا نو یی هم له ما زړه  وړی  خو کا شکی ښونکې مې نه وای ځکه له دا سې یوې ښونکې په ګر انۍ څه زده کیدای شی څکه هم یی غږ نری دی او هم په ګر انې ددې د مخ له حجاب او ټو ټې تر موږ را رسیږی او هغه چی زما په څیر د غوږونو او اوریدو ستونزه هم ولری په ګر انۍ ېې په خبرو سر خلا صیدای شی . خو تا سو د مینې په زور خبر یا ست چې څو مره سړی تیر با سی . په ما همدا ټوکه شوې ده . زه یی په تورو ستر ګواو را وتلو تیا نو مين یم خو نه پو هیږم چې دې څنګه بیا پر ما زړه با یللی ځکه هغه هم له هما غه لو مړۍ ور ځې په ما ګر مه ده . موږچې دا درې میا شتې د خپلې مینې احسا سا ت یوازې یو د بل په اشا رو او مسکیدلو کې لیږدو نن دا دی دا هر څه په ډاګه شول:

زما ښو نکې چې څنګه ددرس او ښوو نځی د تړلو زنګ ووهل شو ، ما ته غلې را نږدې شوه ، زما په سرېې خپل پا سته لاسونه را تیر کړل او په ورو یی غلی شانته را ته وویل :

ته پا تې شه ، له تا سره مې کار دئ

خورا هک پک شو م او پرته له دې چې بله خبره وکړم له خولې مې بې واکه ورووتل :

په ستر ګو

او ما چې تر څو ددې دا غو ښتنه له څا نه سره شا ربله را شا ربله بیا په دم ګړئ کې ټول ټو لګی له زده کو نکوو خالی و، د وروستی کس له وتلو سره  ېې په بیړه دروازه پورې وهله او ما ته را نږدې شوه ، لاس ېې نا ببره د حجا ب ټو ټې ته ور غئ او پر یکړه یی وکړه چې خپل مخ را وښا یی او خبرې را سره پیل کړی خونه پوهیږم زړه ته ېې ته ېې څه ور غلل ژر ېې پریکړه وا ړوله

نه ، نه ، هسې نه چې خلک بل ګو مان ونه کړی ، ته در ځه او د لویی دروازې په مخ کې مې انتظار وبا سه

ما ېې دا غوښتنه هم هما غسې په مینه ځو اب کړه :

په سترګو ګرا نې

د ګر انې په اوریدو یی نرۍ شا ن وخندل خو هیڅ یی ونه ویل . زه ېې د غو ښتنې له مخې ژر له ټو لګی را ووتم او په چا بکو قدمونو مې د پو هنځی دروازې ته ځا ن را ورساوه او کرار ودریدم. له څا نه سره مې بیا کرل ریبل چې په درنګ شیبه کې دا هم را ورسیده او تر خوا مې ودریده او دستی یی بې له نورڅه ویلو و پو ښتلم

ته پو هیږې چې ولې مې ودرولی ېې؟

زه هم څوا ب ته حیران وم او هم نه پو هیدم چې روان او که په ولاړ ه خوله پر خبرو پرا نیزم خو دي ژر را غږ کړ

بس ودریږه مه ځه چی ځو او په ځواب هم شخوند مه وهه

ژر روان شوم او په موسکا مې ور غبرګه کړه :

نه پو هیږم خو ښه به وی که پخپله ېې را ته ووا یا ست

خو ژر ېې خبره واړوله

را ځه سپین را ته ووا یه چې

څه ؟

چې خو ښیږم دې ؟

د خبرو او دا سې پو ښتنو دې نا ببره پیل په ا ندیښنو کې واچولم خو د مخه ددې چې ځواب ور غبرګ کړم دا بیا را څخه د مخه شوه

ـ ګوره د زړه درزا دې اورم رشتیا به واېې

بیا ېې په نا ز وپو ښتلم

ښه ځه دا ووایه چې زما په با ب څه فکر کوې ایا ته به مې په زړه کې پروت ېې که یه؟

ما دا ځل ژر ورغبرګه کړه او په خندا مې ورته وویل

ددې څواب نو ته با ید را کړې ګرانې

ویی خندل

ـ پخپله په څواب ور ځ اړوې او له ما ېې په هما غه دم غواړې

ما ته هم خندا را غله خو ور غبرګه مې کړه

بیړه نه لرم

خو زه بیړه لرم

نو بیا

بیا دا چې زما خو ښیږې . زه یوه پاکه مسلما نه یم او غیر له خدایه نه له چا ویریږم او نه شرمیږم

لږ څه تم شوه خو ژر ېې وویل:

اوس نو ته څواب راکړه

د څه شی؟

ـ خوښیږم دی که یه ؟ په زړه کې دی ځای لرم که یه؟

ما ته بیا نرۍ خندا را غله

بیړه به نه کوو ګرانې خو دومره درته وایم چې زما احسا سس تا پخپله را ته وو ا یه

خو زه غواړم چې ستا له خولې یی واورم

زه بیا مو سکی شوم

بیړه د شیطا ن کا ر دئ

خو مینه شیطا نی نه ده په مینه کې بیړه جواز ده

زه مې چور تونو لا هو کړم ، ځکه دا سمه وه چې ما ېې په تورو غټو سترګواو را وتلو تیا نو زړه با یللی و خو لا هم د هغې پر ښا یست پوره با وری نه وم او لا هم سل پر سلو نه پوهیدم چې ددې نور کړوړه په ددې د سترګواو تیا نو هو مره زړه با یلونکی وی که یه ؟ او د هغې سترګې به د هغې د مخ له نورو اجزاوو سره په تنا سب کې وی که څنګه؟ او که دا تنا سب ګډوډ او کره نه وی نو بیا ؟ ددې لپاره مې تلوسه  او بیړه وه چې ژر ورته ووایم

مهر بانی وکړه حجا ب دی لیرې کړه چې ددیدن په او بو دې د ا اوږده تنده ما ته کړم خو ما لا دې غو ښتنې او پو ښتنې ته خوله نه وه جوړه کړې چې په ورو ېې په څنګ وو هلم

په کوم چرت کې لا ړې ؟ پو هیږم لیدلو ته مې هوسیږې او له لیدلو د مخه درته ځواب ګر ان دئ

بې وا که مې له خولې ور ووتل

نو چې ښه پو هیږې نو ولې دی بیا دې تیارې کې دا درې میا شتې کینولی یم ولې مې د مخ په دې نور سترګې نه رو ښا نوې ؟

ویی خندل

دلته خو بیا نه وایی چی بیړه د شیطا ن کار دی ، خو زه به دی ژر ارما ن در پوره کړم خو د لارې په سر نه

 زه چې خورا له خوشحالۍ په جا مو کې نه ځا یدم په تلوار مې و پو ښتله :

نو چیرې ؟

له مو ږ کره او هلته به مې نه یو اځې مخ څه چې ټوله وګورې

خورا حیران دریا ن او ویرې وا خیستم ځکه ما د عربو له ښځو سره د پردیو نا رینوو نا مشروع اړیکې او د عرب نا رینه د قهر او غظب دا ستا نونه کم نه و اوریدلی  خو زما د ښا یسته سترګو لرونکې ښو نکې زما ویره وتښتوله

ـ ډاریږه مه ، زما پلار دموکرات او خویندې او ورونه مې هم زما په څیر نه دی . زه له خدایه پر ته له بل چا نه ویریږم . ما کومه ار وپا ېۍ مه ګڼه ما له تا سره د تلپا تې ملګرتوب هیله په زړه کې کرلې او ته ېې با ید ټوکه ونه ګڼې

د هغې وروستۍ خبری ښه پوره سودا را واچوله څکه په رښتیا نه پو هیدم چې څه ډول برخلیک مې په لاره دئ . ما په رښتیا دا خو ښیده خو واده مې له وسه وتلی کار و ځکه ما میر من لرله اما له دې سره هم که دا هو مره ښا یسته وای او زما میرمن یی زغملی شوای دی د زهرو غړپ ته چمتو وم

موږ سوکه سوکه راروان ول چې ددوی کور ته را ورسیدو څکه کور ېې ایله څو کوڅې اخوا د پو هنځی سره وو

زما ښو نکې دری خویندې او دوه ورونه درلودل چې ټول په همدې کور کې او سیدل . چې ښو نکې څنګه لویه دروازه پر انیسته زړه مې له ویرې په درزا شو خو چې ومې لیدل په کور کې هیڅ بنده نشته د زړه درزا مې ورو ودریده او ویره مې وتښتیده

زما ښونکې کورته له ننوتلو سره دستی صا لون کې کښینولم او دا بلې خو نې ته ولاړه چې جا مې بدلې کړی خو د حیرا نتیا خبره وه چی کور ته په را ننوتلو یی هم لا حجا ب له مخه لیرې نه کړ ، لږه شیبه نه وه تیره چې صا لون ته را غله ، کا لی یی بدل ول خو حجا ب یی هما غسې په مخ را خور و ، نه پوهیږم ولې خو خندا را غله ما نه غو ښتل چې دا کار وشی خو ځا ن مې ونه شوه نیوی  زما خندا ته هغه هم په خندا شوه

ـ پو هیږم ولې خا ندې را ځه وبه مې ګورې دا آرمان به دې اوس ژر در پوره کړم

دا د مخه او زه ور پسې شوم ، پا س پوړ ته ېې پور ته کړم او سده ېې د خپلې خونې په ور ور ننه ایستم

او چې څنګه کو ټې ته ننوتلو په بیړه ېې حجا ب له مخه لیری کړ او ما ته مخا مخ ودریده ما په اول پړک ددې ټوله څیره خپل یاد ته و سپار له : غته پپړه پوزه ، اوږده را وتلې زنه ، اوږدې داړې او …………..

داسې ټکان مې وخوړ لکه څوک چې په خوب  او یا  څنګله کې یوه لویه بلا ووینی ، نور مې نو قدم هم وړاندې نه ته او په دې چرت کې شوم چې څنګه او پر کومه لار ژر و تښتم خو دې مې دستې چر تونه را ولوزول او غږ ېې را با ندې وکړ:

–         د مخ ننداره ما در با ندې وکړه نوره ننداره پخپله وکړه زه دې په واک کې یم

–         خو په ما ویرې دا سې خپسې خښې کړې وې چې سوڼ مې هم قدرې نه خوت او هما غسې چې مې زړه له دې سره درې میا شتې  دمخه کلک تړل شوی و اوس دا سې ژر پرې شوی وو چې په ګرا نې  بیرته ځا ی ته را تلای شو

–         ربغړی ولاړ وم ، په خولې او حواسو مې د سکوت مهر لګیدلی و او د تیښتې په لار او پلمه مې فکر کا وه چې دې نا ببره زنې ته لا س را تیر کړ

–         څه در باندې وشول له چا وډار شوی ما خو درته وویل چې موږ له ما پرته ټول آزاده کورنۍ یو او وینی چې زموږ له ښه بخته څوک پر کور هم نه دی

–         هسې

–         ویریږې ؟

–         بې اختیاره مې له خولې ووتل

–         هو

–         خورا حیرانه شوه

–         له چا؟

–         له خولې مې په زوره ووتل

–         له میرمن مې

–         له غوسې او کرکې نیغه پر ځا ی ودریده او چیغه یی کړه

–         ته میر من لرې

هو ما و بخښه

او لا مې خبره ټوله نه وه کړې چې کلکه څپیړه مې وخوړه او بیا یی را با ندې چیغه کړه

ته ځا ن ته بیا مسلما ن هم  وا ېې

د وروستی ځل لپاره بیا په زاریو او ننواتو شوم

بس وبخښه

او له دې سره مې ژر دی ته شا او وره ته مخ کړ چې را ووځم خو دې د شا را پسې چیغه کړه

صبر ود ریږه

زه هم لکه ددې عسکر ودریدم

چې مخ مې ورواړوه سینه بند لا ندې ځړیده او ددې سپین تیا ن تری لکه سره ا نار داسې سره بریښیدل   که رښتیا وو ایم تیا ن یی د ستر ګو په څیر خورا ښکلی ول او که ېې د واده شرط را با ندې نه وای ایښی د رودلو له ګنا ه به مې سر نه وای غړولی دا چې بر بنډو تیا نو ېې د سړې د ګنا ه ر ګونه تخڼول په ورو را نیږدې شوه په داسې حال کې چې خپل کلک سپین تیا ن یی په لا سونو کې ونیول په ورو غږ ېې وویل

ښه را وګوره ، ددوهمې ښڅې په حیث مې قبلوې ؟

خو زه چې له هر سوال او ځوابه بیریدلی وم او ویریدم چې هسې په رښتیا را با ندې تا وان نشی بیا مې په ورو ځواب ورکړ

خو که ښځه مې را ضی شی!

او له دې سره بیا را با ندې د بو ټا نو باران په وریدو شو

ووځه بې ایما نه ، ته هم ځا نته مسلما ن نا رینه وایې

او ما چې همدا تیښته له خدا یه غو ښته دوه خپلې او  دوه پردۍ او په منډه مې ترې ځا ن را وشکاوه او په چا بکو قد مونو ېې له کوره په را وتلو شوم خو ددوی د کور لو ېې دراوازې ته چې څنګه را ور سیدم بیا یی له شا را پسې غږ کړ

را ځه دا نن شپه خو پا تې شه او س خو دې هسې هم په ما او ځا ن غسل واړوه ، له واده در تیره یم

خو زه چې ویریدلی وم لکه هیڅ څه مې چې اوریدلی نه وی څا ن مې په هر څه ړوند او کو ڼ کړ او نور مې هم خپل قد مونه ګړندی کړل .

چې کور ته راورسیدم تیاره ما ښام وو، میرمن مې وار له مخه وپوښتلم :

ـولې د ې ناوخته کړ؟

پرته له دې چې په ځواب فکر وکړم دستي مې خولې ته راغلل:

ـ نن مو د ټولګي پارټي وه.

زه چې د چرتونو په لوی دریا ب کې لاهو او پخپله سودا کې پا تې راغلی وم همدا چې ډوډۍ مې وخوړه کټ ته پورته او وغزیدم . سترګې مې پټې کړې چې خوب مې یوسي خو ګرده شپه واوښتم را واوښتم خوب رانغئ . ایله ګهیځ چې شپه سبا ته نږدې کیده سترګې مې سره ورغلې او دروند خوب یوړم ،خو لا به دوه ګړۍ نه وه وم بیده چې میرمن په ورو وښورولم :

ـ پا څه ،کورس دې ناوخته کیږی .

ماچې د درانده خوب دبار لاندې وم او له بې خوبۍ ځمکه را لاندې چورلیده ورغبرګه کړه:

ـ نن نه ځم ګرده شپه مې خوب نه دئ کړی.

ښځه مې نیغه او هکه پکه په خپل ځای ودریده :

ـ ناروغ خو به نه یی؟

نه هسې سودا رالویدلې ده .

ـ د څه شي سودا ؟

ما چې نور د ښځې سره د خبرو د سپینولو توان او زغم له لاسه ورکړی وو خبرې بس او نیغ راپا څیدم . ژر تشنا ب ته لاړم چې مخ او لاس پریمینځم خو کله چې مې په تشنا ب کې په را ځوړندې هنداره کې ځان وکوت نه پو هیږم څنګه مې د ږیرې ما شین ته لاس وتخڼید او ژر ژر مې خپله  مونډۍ فرانسوی ږیره اوورپسې خپل پیړ بریتونه  په مڼده وخریل .

له تشنا به د راوتلو په وخت کې مې میرمن او اولادونو هر یو حیران دریان را وکتل او زما په شونډو هم خندا اټنونه وکړل . میرمن مې ددې کارد انګیزې  د معلومولو په خا طر لکه څارنوال پو ښتنې یو په بل پسې قطار کړې ، ملنډې شروع کړې او ټوکې ېې وکړې خو ما په هر څه غوږونه کاڼه واچول .په ببړه د خپل کورس د کتا بونو په بکس پسې شوم هغه مې څنګه ته وا چاوه او له کوره که څه هم پوره ناوخته وو وخوځیدم . خورا ناو خته او بیریدم چې هسې نه د کورس ښونکې مې د ټولګې نه بیرته را رخصت او دننه ټولګي ته د ننوتو اجازه را نکړي . په بیړه بیړه مې تمځای ته ځان ور ساوه او بس کې د پوهنځی په لور وخوځیدم .چې پو هنځي او ټولګي ته ورسیدم کورس پیل او زه پوره نیمه ګړۍ نا وخته شوی وم . په ویره ویره مې وروشان دروازه ووهله :

ـ اجازه ده ؟

له دروازې نه په ورو ځواب راغئ

ـ مهر بانی

زما په ننوتو ټولګی خندا ونیو . زه هم خندا ونیوم خو زما خندا  زما د ږیرې او بریتا نو د خرییلو د همټولګیوالو د خندا غبرګون نه و ،زما خندا زما د ښوونکې له سره د حجا ب لویدل و . لکه لیونی نه پو هیږم ولې مې ښونکې ته په بیا ور کتو خندا زور واخیست او په خندا کې مې نور همټولګیوالو هم د زړه له تله برخه واخیسته . خو زما د ښوونکې نا ببره عصبي غبرګون په ټولو د ډار خپسه خپره کړه او ټول یی ځای په ځای له خندا ودرول . ما ته یی مخ راواړاوه او چیغه یی کړه :

ـ ووځه !  پرون دې زما په حجا ب ملنډې وهلې او نن مې چې ……..

دلته نو زه هم احسا سا تي او په خبرو کې مې ور ټو پ کړ:

ـ بخښنه غواړم ما په تا پورې نه پرون خندلي او نه دې د نن بې حجا بۍ پروا را ځي .

هغه نوره هم لکه مچۍ ېې چې وچیچي احسا سا تی او چیغه یی کړه :

ـووځه کنه پولیس را غواړم ، هر ټولګي ته چې ځې  دلته په دې ټولګي کې نور تا ته ځای نشته.

زه چې د هغې د قهر او غضب د اغیز لاندې را غلی وم او وار و پار مې ختا وو پرته له دې چې د کالج ( پوهنځي) ادارې ته لاړ شم سده کور ته لاړم . خو سبا چې بیرته کالج ته راغلم سده د کا لج ادارې ته ور غلم . د کالج اداری مسوول زما په لیدلو له ورایه را غږ کړ:

ـ ښه شوې چې پخپله را غلې … پرون څه خبره شوې ؟ د کورس ښوونکې در څخه شکایت کړی چې تا سو نه یوازې دا چې تل درسونه اخلا لوئ بلکې په ځنو اسلامی ارزښتونو ملنډې وهئ .

زه حیران او هک پک نیغ په خپل ځای ودریدم .ټکان مې وخوړاو په ځای ددې چې ددې خبرې سپیناوی وکړم له ځا نه سره پخپله په خبرو راغلم:

ـ زه او په اسلامي ارزښتونو ملنډې !!

هغې په منډه را غبرګه کړه :

ـ هو ملنډې ، تا سو لومړی د هغې په حجا ب ملنډې وهلې او اوس د هغې په لو څ مخ پورې ټول ټولګی خندا ته رابولئ .

ما ته ځیر او بیا لکه زما مسلمانی چې ننګوی و ېې ویل:

ـ تا سو خو هم مسلمان یا ست ،دا څنګه شوني ده !؟

ـ زه هم حیران یم ځکه زما مور ،خویندې او نور ټول خپلوان پخپله په حجا ب کې ګرځي ، یوازې میرمن مې که حجا ب هم نه کوي هیڅکله یی څادر له ځا نه نه دئ لیرې کړی .

ـ په هر صورت اوس هغې دا دعوا او شکا یت کړی هسې نه چې جنجال مو بله ورځ پولیسو ته لاړ شي موږ ددې اړتیا وینو چې تا سو دا کالج پریږدئ .

زه ددې په دې څرګندونه او د ادارې په پریکړه ځای په ځای لکه وچ لرګی ودریدم او په زړه مې د ناا میدۍ یخې اوبه توی شوی. پرته له هر ډول دعوې او دنګلې مې ددوی پریکړې ته غاړه کیښوده په ورو مې له خولې ووتل :

هوکې

او دکور په لور را رهي شوم . سبا چې څنګه له خوبه را پورته شوم د ټکسي دفتر ته مې زنګ وواهه چې بیرته خپل موټر راجستر او د ټکسی ګرځولو چارې بیرته پیل کړم . ددې تر څنګ مې د بې کارۍ د مرستو نه هم ځان وویست او د کار ادارې ته مې د کار د موندلو خبر ورکړ. په همدغې ور ځ مې کار پیل کړ او تر شپې ناوخته مې ګڼې سپرلۍ د ښار مختلفو برخو ته یوړې او راوړې .

تر ناوخته مې کار وکړ او ښه مزدوري مې وشوه : هم مې د ټکسي ددفتر کرایه ووته او هم راته ښه پوره پیسې پا تې شوې . د سهار درې بجې کیدونکې وې ، په دې پریکړه کې وم چې د ټکسي د سپرلیو د فرما یش اتومات ما شین مړ او کور ته ستون شم خو لا مې پریکړه نه وه کړی او ما شین مې نه ومړ چې نا ببره له دفتره زنګ راغئ او له یو ځا یه ېې د یوې سپرلۍ د جګولو او یوه هوټل ته د رسولو راته وویل.  ما هم چې نوی په دې دفتر کې د کار له چا نسه برخمن شوی وم دا سپارښنه ومنله او سده هلته لاړم چیرې چې سپرلۍ زما انتظار کیښ .

زما سپرلۍ یوه ځوانه جټه دنګه پیغله وه چې په حجا ب کې ګرد مخ پټ او زما د انګریزۍ د ښوونکې په څیر ېې شنو غټو سترګو د نار ینه د شهوت رګونه تخڼول . په خورا ادب او حیا ټکسي ته را پورته او د موټر په شا تني سیټ کې کښینا سته ما سره له دې چې د حجاب لرونکو نجونو اوس ډډه کوله خو سره له هغې مې هم د موټر له هندارې د ددې ددوو شنو ځلیدونکو سترګو له پړکا او ځلا خوند وړ. زه عادت لرم چې له خپلو سپرلیو په تیره له ځوانو نجونو سره په ګپ شپ ځا ن مشغولوم او له دې ښه پوره خوند وړم خوله خپلې حجاب داره ښونکې سره نا کا مه مینې اوس داسې له اده باده ویستی وم چې له هرې حجاب دارې مې څنګ کاوه او بیریدم چې بیا په کوم بل غضب وانوړم . ددې د درناوی له پاره مې کوم مست موزیک هم چالان نکړ او په پوره سکوت او چوپتیا مې خپل سفر ته دوام ورکړ خو زما دوه سترګې هیڅکله له هندارې نه رالیرې کیدې . کله چې هوټل ته را نږدې شولو ومې لیدل چې نجلۍ نه یوازې حجا ب له ځا نه لیرې او پوړنی لاندې وغورځاوه بلکې په ورو ورو د ځا ن په سینګارولو هم لګیا شوه . زه چې دوه سترګې مې ددې د حسن په ننداره بوختې وې او لکه جادو یی چې پر ما کړی وي د ښکلا د سخت اغیز لاندې راغلم . ددې بیړني بدلون حیران دریان کړم . خورا خوشحاله وم چې ددې د ښکلا اندازه را ته ولګیده . دا زما دښونکې په څیر نه وه ، د مخ په کا سه

کې کرلې د ټولو غړو تنا  سب یی خورا عا لی و او دا ېې د ښکلو او نازکو نجونو په قطار کې بره کینوله . سره له دې چې ما د حجاب لرونکو ښځو څخه د هر ډول اړیکو اوس ډډه کوله او خپلې حجا بداره ښونکی لوی درس راکړی وو خو ددې ښکلا دومره اغیز را باندې وکړ چې ځان مې ټینګ نشو کړای او بیا یی را با ندې د شهوت څپه را واسته ، نه پو هیږم څنګه مې په ورو په موسکا له خولې ورووتل:

ـ دا څنګه ؟

موسکۍ شوه او له نرۍ خندا سره ېې سپین غا ښونه لکه د لمر پلوشې وځلیدل :

ـ  څه شی څنګه ؟

ـ حجا ب دې څنګه وغورځاوه ؟

ـولې ؟

ـ ته خو مسلما نه ېې دا ګنا ه نه ده څه؟

زما په دې خبره په چوکۍ کې رانیغه شوه او لکه مچۍ ېې چې وچیچې په تریو تند ی غر وهل:

ـ ته ټکسي چلونکی ېې که د جوما ت ملا ؟

  نه پوهیږم ولې ددې دا چلند پر ما بد ولګید زما غوسه هم را وپاریده .

ـ اول حجا ب مه کوئ ،بیا ېې چې اغوندئ حرمت ېې با ید وسا تئ .

زما په دې خبره له غوسې سره راواوښته او له سترګو ېې د غضب اورونه پورته شول :

ـ هغه تا سو نا رینه چې د اوږدو ږیرو د چتر لاندې کوم ناروا کوئ کله دې کوم داسې نارینه ته هم څه ویلې .

زه چې بې ځوابه او د یو لوی حقیقت د انکار دلایل راسره نه وو خو بیا مې هم هڅه کوله نارینو ته برات ورکړم او دا ګنهکاره راوبا سم :

ـ خو موږ نارینه مسلما نان چې یو ځل ږیره پریږدو بیا یی هیڅکله نه خرییو

زه پو هیدم چې درواغ وایم ځکه پرون مې ان خپله مونډۍ ږیره خریلې وه . خو بیا مې هم نه غوښتل ځا ن دیو نارینه مسلما ن په توګه پړ کړم خو ما لا بلې خبرې ته خوله نه جوړه کړې چې هغې په نرۍ موسکا وویل:

ـ خو ته نه یی خبر هغوی چې  زما هرکلی ته په دې هوټلونو کې سترګې په لار وی په څومره اوږدو زیرو کې راځي او چې د شهوت اورونه مړ کړي په څومره لنډو ږیرو کې بیرته ستنیږي .

نه پو هیږم په دغه شیبه کې په ما څه ټکه راولویده نا ببره مې چیغه له خولې ووتله او موټر مې په هما غه دم ودراوه :

ـ خو زه داسې څوک په خپل موټر کې هیڅکله نه وړم چې د خپلو چټلیو لپاره دینې ارزښتونه وسیله ګرځوي .

هغه چې اوس خپل مطلوب ځای ته رانږدې شوې وه په بیړه له ټکسي را کیوته او زه پخپله مخه پرته له دې چې له هغې د کرایې غوښتنه وکړم کور ته راروان شوم خو لا کورته نه وم رارسیدلی چې د ټکسي له دفتره زنګ راغئ  :

ـ نور مه راځئ . زه نه غواړم ستا په خا طر د خپل تجارت اداره بدنا مه او له کارو باره واچوم .

ډنمارک ، وایله

د ۲۰۱۰میلادی کال د اپریل ۱۱دشپې یوه نیمه بجه

10 thoughts on “حجاب داره ښځې/ عبدالوکیل سوله مل”
  1. گرانه داخو یو کیسه وه. چی تا وکره. په پشاورکی
    هم دغسی چم سوی چی شجه په بقره یابغری کی وه کله چی یی په یو دکان کی مخ شکاره کی پر جان می بد وویل دیر پشیمانه سوم خپل لار می ووهله هاهاهاهاهاهاها

  2. سوله مل صاحب سلامونه، ما ستاسو کېسه ولوسته، خو په دې ونتوانیدم چې د لنډو کیسو په کوم فورم کې ورته ځای پیدا کړم. که تاسو د مینې له مخې مهربانې وکړی او ووایې چې ستاسو کیسه په کوم فورم کې لیکل شوي وه او بل دا چې ستاسو د کیسې پیغام څه و؟ تاسو یو با تجربه لیکوال یاست او د نوم خاند نو تاسو نه د پوره او کره لیکنو هیله کیږي.

  3. سلا مونه او درناوی وحیدالله وروره
    لومړی خو مو له نوم سره په لومړی وار اشنا کیږم خو زه مو نه پیژنم خدای دی وکړی دا موخپل نوم وی
    د کیسې فورم ساده ریا لیزم دئ سره له دی چې دا د نولسمې پیړۍ د لومړی نیمایی او د شلمې پیړۍ د لمړیو لسیزو د کیسو فورم دی خو دډیرو نو ادبی فورمونو او سبکونو سره سره چې اوس رایج دی دا فورم لاهم له خپله مقبولیته او زوره نه دی ولیدلی
    د کیسې پیغام ډیر روښا نه او واضح دئ : او هغه دا دئ چې هره حجاب لرونکی سپیڅلی او پا که نه ده او په هر ږیرور د

    سوچه مسلمان ګومان او باور نه دئ په کار
    دا کیسه مې دوه کلونه وړاندې د حجا ب دارې ښونکې تر سرلیک لاندې ولیکله خو زماد یو انګریز دوست په سپار ښتنه چې دهغه ډیره خوښه شوې وه نوره هم وغزوله او نوی برخې ېې نوی نوم ځا نته غوره کړ
    دا چې ما هم په ښو کیسه لیکوالو کې شمیرئ خو کیسې مې نیګړۍ ګڼئ بیا هم ډیره مننه
    سوله مل

  4. إذا لم تستح فاصنع ما شئت
    چې حیا او شرم نه لرې، نو څه دې چې خوښه وې ویې کړه او ويې لیکه
    دلته یوازې دې دخپلې لنډغرۍ بیلګه وړاندې کړېده، که نه نو په هر رنګ او هره جامه کې ستا په څیر خلک شته
    الله دې ښاد لره

  5. په کيسه کې د حجاب داره ښوونکې کردار ته ګوته نيول کیږي خو د شاګرد ناروا رفتار ته چې د ټولو اخلاقي موازينو پرته د يو متاهل په حیث د پردۍ ښځي کورته ځي هيڅ ګوته نه نيول کيږي. د کيسي روحيه ښځو ته د مينځو په حیث کتل او د نارينه حاکميت ښوول دي چې هرڅه يی زړه غواړي کوي يي .
    له بده مرغه د یوچا په قواره او ياشکل (داړو)خبرې کول هم په اوسني عصر کې يو ناجايزه عمل دی، او په هيڅ ټولنه او مذهب کې ځای نلري او حتی په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې جرم ګڼل کيږي.

  6. دا کیسه په ډیره خوږه بڼه ترتیب او ډیالوګونه او تسلسل ېې هم زما بیخي زیات خوښ شول

    پښتو ګرامري او د لیکدود ستونزې لري ، د سمون او اصلاح په تمه ېې

  7. yara sulamal saib dera sha kesa de lekale da!

    هره حجاب لرونکی سپیڅلی او پا که نه ده او په هر ږیرور د

    سوچه مسلمان ګومان او باور نه دئ په کار

    laka zmung ledaran!!

  8. درنو ورونو داکتر صا حب کوچی او رودوال صا حب
    لومړی داکتر صا حب کوچی
    بیشرم او بې حیا هغوی دي چې په پردې او حجا ب کې بی حیا او بیشرمۍ ته لاس اچوی او دینی ارزښت د بې شرمۍ قربانوی په ځا ی ددې چې لیکوال با ندې شا ه باس ووایی غند ې ولې؟ لیکوال مه غنده هغه کسا ن وغنده چې داسې عمل سرته رسوی لیکوال یواځې راوی دی دهغه څه چې ګوری او اوری یی ایا کله دې داسې ښځې نه دی لیدلی او یا دی د هغو په باب هیڅ نه دی اوریدلی ؟
    که دې ددې داسو ښڅو ننداره نه ده کړی او له چا دې هیڅ نه وی اوریدلی نو ددغسې ږیرورو خو هیواد ډک دئ
    رودوال صا حب
    کیسه ناول نه دې چې هر کرکتر په یو وخت د خپلو ټولو اوصا فو سره راوپیژنی او دلته د نارینه او ښڅې پرتله نه ده روانه او نه هم ّهڅه شوې چې نارینه برجق او ښڅه ګنهکاره او محکومه کړي دلته کیسه یواڅې په دې را څرخی چې ځنې ښځې ان په حجا ب کې څو مره مکارې او ټګمارې دي د هغې بدرنګي هم یو سمبول دی چې هغوی چې فکر کوی څومره با طنی ښکلی دی څومره له با طنه هم بدرنګه دی

ځواب ورکول hamidullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *