محمد (ص)

لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي

ژباړونکې: روضیه بهیر

د لمونځ مکروهات:

د سخت حاجت په وخت، د ګوتو د غږ باستل، له هغه لباس سره چې په مجلس کې  ناخوښه وي لمونځ کول، چاته مخامخ لمونځ کول، په داسې لباس سره لمونځ کول چې په هغې باندې د ژوندي عکس وي، د سورتو نو د ترتیب نه مراعت کول اسویلي( خمیازه ویستل) او په وروستي صف کې یوازې دریدل.

آیا هغه کسان چې رکوع او سجده په سمه توګه نه تر سره کوي لمونځ یې کېږي؟ په دې کې قومه او جلسه پاتې کېږي لمونځ یې نه کېږي یو چا لمونځ  سم نه ادا کاوه پیغمبر (ص) ورته وفرمایل خپل لمونځ بیا ادا کړه. د فرض لمونځ قضايي کول څه دي؟ د فرض د لمونځ قضايي ادا کول واجب دي.

که په وتر واجب لمونځ کې چا ته دعا قنوت زده نه وي څه وکړي؟ یو ځلې دې الهم ربنا یا درې ځله قل هو الله احد ووايي.

ایا نفل او سنت لمونځ خالي رکعتونه لري ؟

سنت او نفل لمونځونه ټول ډک کېږي . ایا سنت لمونځ قضايي لري؟ نه خیر نه یې لري. که د لمره د غورځېدو نه مخکې ادا شي غوره ده.

 ایا د لمونځ قضايي د وخت لموڼخ څخه وړاندې  کېږي که وروسته؟ د وخت له لمانځه څه مخکې ادا کيږي  که وروسته ادا شي هم څه خبره  نشته ،خو دلمونځ  له وخت څخه مخکې غوره ده

د سړي عورت د نوم د لاندې نه د زنګنونو لاندې پورې دی یعنې خپل نوم هم عورت نه دی او دواړه زنګنه  عورت دي.

په کومو وختو کې نفل لمونځ قطاً جواز نه لري؟ په درې وختونو کې جواز نه لري :د لمر د زوال  په وخت یعنې غرمه د لمر راختو پر وخت او  کله چې لمر د  غور ځېدو په حالت کې وي.

په کومو وختونو کې نفل نه کېږي؟ د سهار له لمانخه نه وروسته تر لمر راختو پورې، له مازیګر  نه وروسته د ماښام د لمانځه پورې.

ایا د شپې په  تیاره  کې چې د سجدې ځای نه وي ،نو لمونځ جواز لري؟ هو جواز لري.که  یو چا دوه رکعته لمونّځ سهواً درې رکعته وکړ څه باید وکړي؟ بیا دې یو  رکعت نور هم وکړي چې دوه رکعته یې نفل حساب شي د سحر د اذان څخه وروسته یعنې په سهار کې غیر دوه رکعته سنت چې د سهار لمونځ دې نور نفل جواز نه لري پرته د قضايي لمونځ او هم دا حکم د مازدیګر په لمانځه کې دی.

ښځې په لمونځ کې لاسونه تر کوم ځایه پورې پورته کړي؟ ښځې باید خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کړي. ښځې په لمونځ کې خپل لاسونه په کوم ځای وتړي؟ پر سینه باندې.

رسول اکرم فرمايي: لمونځ په اسلام کې داسې لکه په بدن کې چې  سر وي. حضرت محمد (ص) فر مايي: د کافر او مسلمان تر منځ فاصله د لمونځ پرېښودل دي.(مسلم او جابر (رض) ).

د لمونځ ترتب له نیت نه تر سلام پورې او د لمونځ بشپړه ژباړه: اول  ووايي نیت مې  وکړ چې ادا کوم دوه رکعته یا څلور رکعته سنت یا فرض د سهار ، ماسپښین، ماسختن لمونځ، مخ مې دی وي د کعبې شریفې په لوري خاص د الله (ج) له پاره بیا الله اکبر به  ووايي بیا لاسونه تر غوږو پورې پورته کېږي. بیا دې تر نوم لاندې وتړل شي، سبحانک اللهم  و بحمد ک و تبارک اسمک و تعالی جد وک و لا اله غیرک ژباړه: الهي  تا ته ستا تسبیح د حمد  سره وایم ستا نوم مبارک دی او ستا عظمت او لویوالی ډېر لوړ او اعلی دی پرته له تا نه بل خدای نشته.

بیا به (اعوذ باالله من اشیطان) پنا وړم الله ته د رټل شوی شیطان له شره (بسم الله الرحمن الرحیم،ژباړه؟دبښونکي اومهربانه خدای په نامه دفاتحې سورت   الحمد لله رب العالمین« الرحمن الرحیم مالک یوم الدین« ایاک نعبد و ایاک نستعین« اهدنا  الصراط المستقیم  صراط الذین انعمت علیهم غیر المغضوب علیهم و لا الضالین امین) ژباړه : ، حمد د ټولو عالمیانو د رب له پاره دی، رحمن او رحیم دی، د جزا د ورخې مالک دی، خاص ستا عبادت کوو او یوازې له تا نه مرسته غواړو. مونږ ته سیده لاره او د هغه  چا لارې ته چې تا پرې انعام کړی هدایت وکړه، نه د هغه کسانو لار چې ستا د غضب وړ ګرځیدلی او د ګمراهي په لاره تللی دي

اخلاص سورت : قل هو الله احد الله الصمد لم یلد و لم یولد و لم یکن له کفواً احد   ژباړه ووایه هغه الله (ج) یو دی بې نیازه دی نه یې څوک زیږولی او نه زیږول شوی، هیڅوک او هیڅ شی د هغې په شان نشته یا بل سورت یا یو کوچنی درې ایته سورت ولولي بیا رکوع ته لاړ شي درې ځله سبحان ربی العظیم.

ژباړه زما رب د عظمت خاوند دی او ووايي سمیع الله لمن الحمده ربنا لکه الحمد ژباړه اوریدلی او قبول کړی هغه الله (ج) چې ستایلی یې دی  ای الله(ج) زمونږ  ټوله ستاینه ستا له پاره ده بیا سجدې ته لاړ شي بیا درې ځله سبحان ربی الا علی ولولي.ژباړه: زما عالی رب سپیڅلی دی.

دویم رکعت دې  له بسم الله  او الحمد الله څخه پیل کړي. قل هو والله  احمد دې ووايي. رکوع او سجده دې وکړي بیا دې کیني که څلور رکعته لمونځ وی کله چې د التحیات اشهد ان  محمدا عبده و رسوله ته ورسیږي پورته دې شي او که دوه رکعتې وو.

التحیات : التحات لله و الصلوات و الطیبات السلام علیک ایها النبي و رحمت الله و برکاته السلام علیناو علی عباد الله الصالحین اشهدان لااله ا لاالله و اشهدان محمد ا عبده و رسوله

ژباړه: هر ډول قولي، بدنی او مالي عبادت ټول الله (ج) ته دي، ای ‌ذی شانه پیغمبره سلام او د خدای رحمت پر تا وي، سلام دې پر مونږ او د الله په صالحه بنده ګانو زه شهادت ورکوم ( یقیناً پوهیږم) له یو الله(ج) پرته بل خدای نه شته او زه شهادت ورکوم چې محمد(ص) د الله (ج) بنده او د هغه رسول دی.

اللهم صل علي محمد و علی ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علي ال ابراهیم انک حمید مجید

 ژباړه :الهي ! زمونږ پر پیغمبر حضرت محمد (ص) او د هغه ال ( کورنۍ ) باندې رحمت وکړه لکه څنګه چې دې پر حضرت ابراهیم (ع)او د هغه په کورنۍ رحمت کړي .

الهم بارک علی محمد و علی ال محمد کما بارکت علی ابراهیم و علی ال ابراهیم انک حمید مجید

:ژباړه :الهی زمونږ پیغمبر حضرت محمد (ص) او د هغه ال ( کورنۍ) مبارک کړه، لکه: څنګه چې دې حضرت ابراهیم (ع) او د هغه کورنۍ  مبارکه کړي.

الهم ربنا اتنا في الدنیا حسنة  و في الاخرة حسنة و قنا عذاب النار  ژباړه: پروردګاره مونږ ته په دنیا او اخرت کې ښه والی راکړه او مونږ  د دوزخ  له اور څخه وژغوره دا به ووايي او بیا به ښۍ خواته السلام علکیم ورحمة الله .

ژباړه :سلام او رحمت دې وي پر تاسي بیا دې کیڼ خوا ته سلام وګرځوي.

پاملرنه: که د ماسختن وتر واجب لمونځ وي په درېیم رکعت کې له قل هوالله احد څخه وروسته دې دعای قنوت  ولولي.

اللهم انا نستعینک و نستغفرک و نو ء من بک و نتو کل علیک و نثنی علیک ا لخیر ونشکرک ولا نکفرک و نخلع و نترک من یفجرک اللهم ایاک نعبد و لک نصلي و نسجد و الیک نسعی و نحفد و نرجو رحمتک و نخشي عذ ابک ان عذ ابک بالکفار ملحق

ژباړه: الهي له تا څخه مونږ مرسته او هدایت او بښنه غواړو په تا مو ایمان راوړی تا ته رجوع کو، پر تا توکل او اعتماد کوو، ستا د ذات ثنا په خیر او نیکۍ سره وایو او شکر کوو. او هیڅ کله د انکار په وجه ستا ناسزا نه وایو، هغه کسان چې ګناه کوي، پرېږدو، الهي یوازې تا ته عبادت کوو تا ته لمونځ او سجده کوو، الهي یوازې تا ته عبادت کاوو، او یوازې ستا د بنده ګۍ له پاره کوښښ او غیرت کاوو، ستا رحمت غواړو او  له عذاب نه دی وېرېږو ،چې ستا عذاب به کافرانو ته ورسیږي.

دا دعا له لمونځ څخه وروسته ووايئ:

اول د الله (ج) حمد او ثنا ووايئ، بیا په حضرت محمد(ص) درود ووايئ بیا د خپل زړه غوښتنې له الله(ج) نه وغواړئ، په حدیث شریف کې راغلي چې یو صحابي په زاري او ژړا سره دعا کوله او حضرت محمد(ص) و فرمایل: که هغه خپله دعا پر امین سره پای ته ورسوی حتماً یې دعا قبلیږي.

علما وایي: که د دعا په پیل او پای کي درود شریف ولوستل شي، نو د قبلیدو هیله یي زیاته ده

ابن عمرفر وایي  حضرت محمد (ص) به له هر لمونځ نه وروسته دا دعا کوله اللهم انت السلام و منک السلام تبارکت یا ذالجلال و الاکرام

حضرت محمد(ص) فر مايلي له هر لمونځ نه وروسته ۳۳ ځلې سبحان الله ژباړه سپیڅلی دی الله (ج) د هر عیب نه هیڅ شی  د هعي لایق نشته ۳۳ ځله الحمد الله ژباړه :ټول ښه والی او صفات الله (ج) ته دی ۳۴ ځله الله اکبر  ژباړه: اله ډېر ستر دی ( مسلم ، ابو هریره).

سورت الفلق، الناس سورت قل هواالله احد او همداسې . حضرت عبدالله بن عباس روایت کوي پیغمبر (ص) د دې دعا تعلیم داسي مونږ ته  کړی لکه د قران کریم  د یو سورت زده کړه چي را کوي:

اللهم اني اعوذ بک من عذاب جهنم واعوذ بک من عذاب القبر و اعوذبک من فتنة مسیح الدجال و اعوذبک من فتنة المحیا و الممات

ژباړه: الهی د جهنم له عذاب نه، د قبر له عذاب نه د جال له فتنې نه د ژوند د فتنې او له مرګ نه تا ته پناه دروړم.

رسوالله (ص) فر مايي: هر څوک چې وروسته لمانځه څخه ایه الکرسي وواي او مړ شي د جنت نعمتونو ته داخلیږي او له یو لمونځ نه د بل لمونځ پورې د ده حفاظت خدای( ج) کوي.[طبراني]

استغفر الله الذی لا اله الاهو الحی القیوم ربنا تقبل منا هذه الصلواة الظهر … مع السایر الصلواتنا مع جمیع النقصاناتنا و تقصیراتنا وزیاداتنا وتب علینا انک انت التواب الر حیم اللهم انانسنلک ایما نا مستقیما وفضلا دایما ونظرا رحمة و عقلا کاملا و علمانافعا و قلبامنورا  و توفیقا احسانا و صبرا جمیلا واجرا عظیما و لسانا ذاکرا وبد نا صابرا و رزقا و اسعامو سعیا مشکورا و ذنبا مغفورا و عملا مقبولا ودعاءمستجابا ولقاء الله نصیب وجنة فردوستا ونعیما مقیماه

که څوک وروسته د لمانځه د ماښام نه د خبرو کولو نه مخکې ۷ ځلې ( اللهم اجرنی من النار) ووايې او په همدې شپه مړ شي او همیشه د جانم څخه په امان کې وي او که څوک دغه دعا ۷ ځلې وروسته  له  سهار لمانځه څخه ووايي او په همدې ورځ مړ شي له دوزخ څخه به وژغورلشي ( مشکاوه ابوداود ).

انس (رض) واي د معراج په شپه حضرت محمد (ص)ته د پنځوسو لمونځونه ویل شوي و وروسته بیا پنځه لمونّځونه  فرض شول. له خدای(ج) څخه اوزا راغی ای محمد(ص) زه خپلې خبرې نه بدلوم تاسو له پاره د پنځو لمونځونو ثوابونه د پنځوسو لمونځونو د رکول کېږي( بخاری  او مسلم).

رب اجعلنی مقیم الصلوة و من ذوریتي ربنا وتقبل دعا ء ربنا اغفرلی و لوالدی وللموء منین یوم یقوم الحساب

ژباړه: خدایه ما اوزما اولاد لمونځ کونکي اوګرځوه خدایه دعا مي قبوله کړه موراو پلار مي اوټول مومنان د

قیامت په ورځ وبښه 

 اللهم انی اسءلک العفو والعافیه فی الدنیا والاخره

ژباړه :خدایه !په دنیا او اخرت کي عافیت او ارامتیا غوړم.

د هغه کسانو له پاره دعا چې له  تاسو سره مرسته کوي جزاک الله حیر  ( ترمذی).

کله چې حضرت  عمر(رض) زخمي شوی و،د زخم د  درد او له  وینې څخه خوب ته  تلو یو کس وویل د لمانځه وخت دی او امیر المومنین فوراً د خدای (ج) له ویرې پورته شو په داسې حال کې له بدن څخه یې وینې څڅیدي  لمونځ یې اداکاوه او وې ویل څوک چې لمونځ پریږدې هغه په دین کې برخه نه لري.

0 thoughts on “حدیثونه او د حضرت محمد (ص) شیرینې کېسې”

ځواب ورکول Shafiullah Orya ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *