لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي

ژباړونکې: روضیه بهیر

سجده سهوه نوروته زده کړئ:

سجده سوه څه وخت پر مونږ لازم کېږي؟ کله چې لمونځ کې غلط شو او یا د واجبو په پریښود اود فرض په ځنډولو  کې پر مونږ سجده سهوه لازمیږي. ایا د سنت په لمونځ کې سجده سهوه شته که په ټولو لمونځونو کې چي رکوع او سجده لري سجده سهوه لازمیږي.

هغه څوک چې وروسته د التحیات کې درود یعنې الهم صلي ووايي او یا په ��غه رکعت کې چې سلام وګرځوي، ودریږي  او یا دا چې په دویم رکعت کې کیني د التحیا تو له پاره ودریږي. په هیرول یا غلطۍ سره الحمد الله رب العلمین ووايي په فرضونو کې د مثال تکرار چې څوک دوه رکوع او درې سجدې وکړي یا واجب تبدیل قل هو الله احد ویل د الحمد الله  رب العلمین څخه مخکې که د رکعتونو په شمار کې شک پیدا شي، نو لمونځ بشپړ کړئ.

په پای کې سجده سهوه ادا کړئ که چا وروستي قعده (ناسته) کې تشهد د التحیات د عبده ورسوله پورې وویلې او د پنځم رکعت له پاره پورته شو که د پنځم رکوع نه مخکې یې په یاد شو باید کیني سجده سهوه پرې لازم کېږي.

د پنځه کونو لمونځونو وختونه  په کوم ډول دي؟

د سهار د لمانځه وخت  (صبح صادق) له  سحر نه یعنې چې د تېږې او لوټې توپیر وشي د لمر د راښکاره کېدو سره پای ته رسیږي. د ماسپښین د لمانځه وخت د سیوري ګرځېدو سره پیل یا  هر کله چې د هر شي سیور درې برابره شي. د مازیګر د لمانځه د وخت پیل کله چې د هرشی سیوري دری  برابره شي یا د لمر پټېدل ( د لمر غورځیدلو پوري ) د ماښام لمونځ د لمر ورکېدو سره پیل پای یي د سوروالی او سپینوال  ورکېدل او د اسمان په څنګونو کې د تیاره رامنځته کېدل د ماسختن لمونځ د تور والي او تیاره په رامنځته کېدو سره پیل کېږي پای  یي د سحر راښکاره کېدل.

حضرت محمد(ص) فر مايي: د جوماعت لمونځ د تنهايي لمونځ په پرتله ۲۷ درجې ثواب لري. حضرت محمد(ص) فرمايي: لمونځ او روژه د دروازو پراخه کونکي دي.

د جمعې د لمونځ اداکولو طریقه:

د جمعې لمونځ دوه رکعته فرض وي په لس رکعتو سنتو لومړی څلور رکعته سنت په یوازې ډول ادا کېږي، بیا دوه رکعته فرض لمونځ د ملا امام پسې ادا کېږي. بیا څلور رکعته دجمعي سنت په یوازې ډول بیا به دوه رکعته سنتوادا کولولپاره نیت کیږي

چي په مجموع کې ۱۲ رکعته دي چې ۲ رکعته لمونځ فرض او ۱۰ رکعته سنت  ادا کېږي.

پاملرنه که یو څوک د جمعې د لمونځ دویم رکعت ګیر کړي څه باید وکړي وروسته د ملا امام د سلام ګرځولو څخه دې ودریږي بل رکعت په یوازې ډول ادا کړي �� دواړو اخترو لمونځ هم همدا حکم لري .

د خدای(ج) پیغمبر (ص) فرمایلي د ټولو ورځونه د جمعې ورځ غوره  ده په همدې ورځ ادم (ع) پیدا شو او په همدې ورځ جنت ته دننه  شو،او په همدې ورځ له جنت نه بیرون شو، او په همدې ورځ به قیامت را منځته کېږي.

که یو کس د جمعې په ورځ غسل وکړي او مسجد ته لاړ شي داسې مثال لري لکه اوښ چې يې صدقه کړی وي. د جمعې په ورځ یوه خت ځانګړی دی چي دعا قبلیږي  کوښښ وکړئ چې د جمعې ورځ  د خدای(ج) عبادت وکړئ.

د جمعې د ورځې فایدې او فضیلتونه :

رسول الله (ص) فرمایلي: هر څوک که وروسته د جمعې له لمانځه څخه۷ځلي  قل هو الله احد، سورت الفلق او سورت الناس ووايي خدای(ج) هغه کس د بلې جمعې پورې له بدیو څخه ژغوري.

رسول الله (ص) فرمایلي: د جمعې په ورځ له ماسپښین څخه تر ماښآم پورې خدای(ج) ته دعا وکړئ  کېدای شی ستا سو دعا قبوله شي ( ترمذی).

یو ورځ حضرت محمد(ص) مسلمانانو ته وویل خدای(ج)   د جمعې ورځ تاسو ته اختر ورځ په شان کړې په دې ورځ غسل وکړئ  عطر او مسواک ووهئ ( ابن ماجه).

حضرت محمد(ص) فرمایلي: هر څوک چي درې لمونځونه د جمعې د کوم شرعی عذر پرته پرېږدي د تمبلۍ او سستۍ نه خدای(ج) د هغه په زړه باندي مهر لګوي ( احمد).

حضرت محمد(ص) فرمایلي:  درود(صلوات) زما له پاره نور دی او که څوک د جمعې په ورځ اتیا ځلې پر ما درود و وايي خدای(ج) به یې د اتیا کلونو ګناهونه وبښي

رسول الله (ص) فرمایلي: څوک که د جمعې په ورځ غسل وکړي تر بلې جمعې پورې به پاک والي کې وي. که څوک د جمعې د لمانځه په اول ساعت کې مسجد ته لاړ شي داسې مثال لري لکه اوښ چې صدقه کړي.

حضرت محمد (ص) فرمایلي: هر څوک که د جمعې لمونځ پرته له  شرعې عذر څخه پریږدي د خدای(ج) یو کتابچه کی  چې پخوا ځای پر ځای شوې منافق لیکل کېږي.

حضرت محمد(ص) فرمایلي: د فرض لمونځ وروسته  فضیلت  لرونکی لمونځ تهجد دی چې په نیمه  شپه کې ادا کېږي.

حضرت محمد(ص) څخه پوښتنه وشوه چې کوم عمل  مونږ دوزخ ته اچوي ؟ په ژبه او د انسان په شرم ځای( شرم ګاه). بیا یې و فرمایل: که  چا خپله ژبه او شرم ځای(شرم ګاه) په حفاظت کې وساتل، زه په ضمانت وايم چې هغه کس به جنت ته ځي.

حضرت محمد(ص) فرمایلي: د نورو عذت وساتئ چې ستاسو عزت وساتل شي نورته درناوی ستاسو خپل ځان ته احترام دی.

حضرت محمد (ص)فرمایلي :

بشپړ مسلمان هغه دي چي خلک یي د لاس او ژبي له شرنه  خوندي وي

 حضرت محمد فرمایلي: خدای(ج) ځمکه د شنبې په ورځ، غرونه د یکشبې په ورځ وني ، په دوشنبې په ورځ کې مکروهات او ناروا کارونه، د سه شنبې په ورځ نور  او روښناي، د چهار شنبې په ورځ حیوانات ساه لرونکی شیان   . د پنج شنبې په ورځ په ځمکه   کې خپاره کړل وروسته د جمعې  له مازیګر څخه د جمعې په ورستي  ساعت کې د مازیګر او ماسختن تر منځ وروسته د ټولو شیانو له پیدا کېدو څخه ادم(ع) پیدا کړ(مسلم ، ابو هریره).

حضرت محمد (ص)فرمایلي: هیڅ داسي مسلمان نشته چي هغه دجمعي په ورځ یا شپه مړ شي او خداي (ج) هغه د قبر له فتني څخه خوندي ونه ساتي [ترمذي ،احمد او عبدالله بن عمر ]

حضرت محمد (ص) فر مایلي: هر چا که د جمعې په ورځ اودس وکړ، نو ښه کار یې وکړه که غسل وکړي دا ډیرغوره  دی (ابوداود).

د پیغمبرانو او اسلامي کتابونو په سر کې وروسته له ایمان څخه لومړی حکم په لمانځه کوي د قیامت په ورځ هم لومړي پوښته د  لمانځه په اړه کېږي.

حضرت محمد(ص) فرمایلي:د سهار دوه رکعته لمونځ مه پرېږدي، که ستاسو لښکر ته له غلیم نه  د ماتي ویره هم متوجې وي(ابو داود).

One thought on “حدیثونه او د حضرت محمد (ص) شیرینې کېسې”
  1. الله ج دی په قلم برکت کړه محترم او دقدر وړخواجه شفیق الله محمدي صاحب او ستاسی د همیشنی لیکنو په هیله. وسلام

ځواب ورکول Jamalludin Stankzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *