حزب اسلامی: د حزب اسلامی بنسټ په کال ۱۹۷۷ د ښاغلی انجینر ګلبدین حکمتیار او ملګرو له خوا  کیښودل شو، او اوس همAbdullah mohaqiq and

ستانه ګل احمدزی
ستانه ګل احمدزی

2 3 5 د حزب اسلامی د ګوند مشری ښاغلی حکمتیار کوی. په شروع کې ښاغلی حکمتیار او مولوی صاحب خالص سره ښی اړیکې لرلی خو د یو لړ مشکلاتو د وجه نه په حزب کې کسر او درز پیداشو چی په ډلو یا ګوندونو باندی وویشل شو، چی بیا مولوی خالص  په  کال ۱۹۷۹ بل حزب جوړ کړ چی د مولوی صاحب خالص د مشری یا رهبری تر چتر لاندی و.

جمیعت اسلامی:

 د جمیعت اسلامی ګوند د برهان الدین ربانی او ملګرو لخوا بنسټ کېښودل شو او تر ډیر وخته د برهان الدین ربانی لخوا اداره کېده، بیا د ده د مرګ نه وروسته یی مشری نورو ته پاتی شوه، د جمیعت اسلامی د مشر برهان الدین ربانی په وخت کې چی کله ربانی واک تر لاسه کړ، نو عبدالله عبدالله مخکې د بهرنیو چارو معاوین وه او بیا وروسته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونومول شو، او همدا شان یونس قانونی ته یی د کورنیو چارو وزارت ورکړی وو، خو چی کله د بن فیصله وشو نو بیا هم عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر په توګه په انتقالی حکومت کې وظیفه ترسره کوله ، خو کله چی په ۲۰۰۴ کال کې انتخابات وشول نو ډاکټر رنګین داد فر سپنتا د ډاکټر عبدالله عبدالله ځای ناستی شو.

د حزب اسلامی زیات غړی اوس نور د جنګ او جګړو څخه  ستړی شوی دی ، اوس غواړی لکه د نورو په شان د هیواد په چارو کې رول ولوبوی او ځینو یی لاپخوا تش په نامه غړیتوب درلود، او نه یی ددوی د لایحی مطابق کړنی کولی، بلکې ځینو یی د موجوده حکومت په لوړو وضایفو او چوکیو  باندی ګومارل شوی ، د وزیرانو ، والیانو نه نیولی ان تر  معاوینینو او وکالتونو او نورو چارو  پوری په حکومت کې  دنده  تر سره  کوی.

دحزب اسلامی د ځینو غړیو برخه اخیستنه په راتلونکو انتخاباتو کې نه یواځی یی  ددوی د مشرانو یی سخته غوصه راپارولی او یو سرخوږی یی ورته جوړ کړی بلکې د حزب اسلامی د غړو، محصلینو او  د محصلینیو د مسوولینو ته یی هم سوال پیداکړی چی دا څه اورو؟ ، هر وخت اوس ددوی بحث او موضوع د خپلو تیرو دوستانو یا غړیو په بی وفایی او او د یو داسی ګوند سره اتحاد چی د دوی د زړونو په کونجونو کې هم نه وو، یو غټ سوال یی ورته پیدا کړی، چی څنګه دوی د یو داسی ګوند سره رضایت ښکاره کړ، چی ډیر وخت په جنګ کې ورسره ښکېلول او چی اوس هم ورته په ښه سترګه نه ګوری.

حبیب الرحمن حکمتیار چی د حزب اسلامی د محصلینو اسلامی تنظیم مدیر ځان بولی د قطب الدین هلال په هکله په خپله شخصی پاڼی کې لیکلی :

“قطب الدین هلال له اوږدې مودې راايسي هڅه کوله چی کابل ته لاړ شی، حکمتیار صیب د ده له غوښتني سره موافق نه وو او هغه ته ئې ليكلي چي دا كار هم ستا حيثيت ته سخته صدمه رسوي او هم د حزب به اړه شكوك راولاړوي، دی په خپل سر تللى، نه حزب اسلامی د ده له تگ سره موافق دئ او نه حکمتیار صاحب، دا چي د چا په مشوره تللى، په كوم اميد او د چا په اطمئنان تللى، څه منصوبه لري، څوك ئې مالي ملاتړ كوي؛ زه ترې خبر نه يم او په دې اړه څه ويل نه غواړم، دومره وايم چي اشتباه ئې كړې او خپل حيثيت ته ئې تاوان رسولى”.

بل ځای حبیب الرحمن حکمتیار زیاتوی:

په دی باور لرم چی دی شخصا همدا اوس څخه بل چاته کار کوی او همغه کس د پاره به ځان له ټاکنو ګوښه کړی. ده ته حیران یم چی په دروغو خلګو ته وایی د حکمتیار صیب په مشوره راغلی یم. حال دا چی د حزب اسلامی شورای اجرایی څخه په خفګان لاړ!! او استعفا لیک یی هم راولیږه!! اوس هیڅ د حزب اسلامی غړی هم ندی!که ده ځان کې دومره استعداد او توان درلودی ښه به دا وه چی د حزب اسلامی او حکمتیار نوم څخه استفاده ونکړی بیا به یی زور معلوم شی چی څومره خلګ ورسره ودریږی. په څو ډالرو خپل زړونه پلوری، نه یم خبر له دی پاتی عمر څه غواړی ؟!قطب الدین هلال یو معمولی کس وو ،ده ته ټول رشد حزب اسلامی ورکړ خو اوس د حزب مرامنامی او رهبریت خلاف عمل سر ته رسوی. او په دروغو مجلسو کې وایی چی د محترم حکمتیار صیب په مشوره راغلی یم!!!”.

او همداشان د ارغندویوال په هکله حبیب الرحمن حکمتیار وایی:

“د ارغندوال په اړه هم باید ووایم چی حزب اسلامی نه يوازي له شوراى نظار سره د ده د ائتلاف ملاتړ نه کوی بلكي دا غلط، ناسم او ناكام ائتلاف گڼي، حزب اسلامي هيڅكله د داسي چا ملگرتيا او تأييد نه كوي چي د اشغالگرانو په چوپر كي وي، هغوى ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې وي او د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا او د هغوى په لاس د لازياتو افغانانو وژل غواړي. په ټول اطمئنان سره ويلى شم چي هيڅ مخلص حزبي به د دې ناكام ائتلاف ملاتړ ونه كړي، او د افغان ولس د وړې برخي حمايت به ترلاسه نكړي.”   

حزب اسلامی او جمیعت اسلامی دا غړی کېدای شی د دری طرفو څخه د مشکلاتو سره مخامخ شی:

۱. د حزب او جمیعت د خپلو ګوندونو سره جفا:

د حزب دغو غړو لکه د ارغندیوال، قطب الدین هلال او انجنیر محمد خان کړنی د خپل تنظیم سره  د ستر جفا او د نیمی لاری ملګرتیا بولی او هم د دوی دا کار د تنظیم حیثیت او رهبریت ته ډیر تاوان ګڼی، اوهم یی د تنظیم او په افرادو کې اختلاف رامنځته کېدا او فاصلی ډیروالی سبب ګڼی او د هر نظام او تنظیم د سقوط تر ټولو لوی عامل فرصت طلبی او د نیمی لاری ملګرتیا  ښئ، او همداشان د جمیعت ګوند یا شورای نظار غړی یی دا کړنه د خپل ګوند سره جفا او دنیمی لاری ملګرتیا بولی او د تنظیم او رهبریت په تاون یی ګنی….

۲. د حزب او جمیعت د خپلو ګوندونو د غړو سره جفا:

اتحاد که یو طرف ته ښه لفظ دی او د سوکالی او نیکمرغی زیری لری، خو بل طرف ته د داسی  ګوندونو د غړو سره لویه جفا ګنل کېږی  چی په نوی یمو کلنو کې د کورنۍ جګړو، د پایتخت یا کابل ښار نیولو په وخت کې  د خونړی جنګ له امله  دغو ګوندونو ترمنځ په جنګ کې یی د کورنیو څخه ډیر تلفات ورکړی، او ډیر بی ګناه افغانان هم په کې وژل شوی، ډیری میندی بوری شوی، ډیر ښځی کونډی شوی او ډیر ماشومان په کې یتیمان شوی او نور ډیر ګود او مات شوی نو اوس  د هغوی په وینو باندی ملنډی وهل او یو ستره بی غوری ده او هم د دوی هیلي او ارمانونه به له خاورو سره خاوری کړی، او د ګوند سره به واټن نور هم پیداکړی .

۳. د حزب او جمیعت د خپل منځی پوهاوی مشکل:

که چیری  د حزب د غړیو د ارغندیوال چی د  انجنیر محمد خان ملاتړی کوی، او د شورای نظار (عبدالله عبدالله ) تر منځ اتحاد شوی هم وی او په انتخاباتو کې هم برخه واخلی، اول فکر نه کوم چی دوی انتخابات وګټی ځکه چی د دوی د ګوندونو اکثریت یی رایی نه ورکوی او د دوی  د دی کړنو څخه  یی  ډیر ناراضه ښکاری او په کم شمیر د خپلو کورنیو، نژدی دوستانو یا د کمپاین کونکو له طرفه به یی رایی خپلی کړی وی نه د نورو له طرفه ، او که چیری یی انتخابات هم وګټل نو بیا د دوی (د محمد خان ،عبدالله عبدالله او محقق) ترمنځ خپل منځی پوهاوی او وخت تیرونه ، اعتبار، اخلاص، مساوات، او په ایماندارۍ سره  همکاری ناشونی ښکاری او کېدای شی، ډیر امکان لری چی دا محمد خان صاحب به په نیمه لاره کې پریږدی او وړی به یی شړی نه شی ، ځکه چی عبدالله عبدالله غواړی چی یوځلی ځان واک ته ورسوی بیا به  د دوی سره راکاږی، د عبدالله عبدالله سره خو صلاح الدین ربانی، فهیم، یونس قانونی، عطا‌ء محمد نور او نورو هسی د خدای لپاره نه دی ملاتړی یا پلوی خو خپلی ګټی په کې ګوری او هغوی ډیری سختی غوښتنی لری چی زمونږ هیواد، افغانیت او بلخصوص پښتون ولس ته ډیر په ضرر دی….

3 thoughts on “حزب اسلامي او جمیعت اسلامي اتفاق که جفا/ ستانه ګل احمدزی”
  1. که څه هم چې د حزب یادو غړو ډېر ناوخته د سړیتوب کار وکړ خو بیا هم ښه یې وکړ چې راغلل او له خپل ولس سره ودرېدل، البته دا یې ډېر بد وکړل چې له شمال ټلوالې سره یې ایتلاف وکړ. تاسو لګیا اوسئ په اسلام اباد کې کچالو خرڅوئ، خدای مو بېخ وباسه د قصاب زامنو چې د افغانانو په غوښو او وینو تاسو نه مړېږئ

  2. تاريخ سهي وليكي
    حزب اسلامي به١٣٤٨/يا ١٩٦٨ كال د كابل بوهنتون به علمي ساحه د جوانان مسلمان تر نامه
    لاندي جور او بيا يي نوم به حزب واوخشت

  3. Da loy khouday pa nama! zama maazerat qabul ki che za pa pakhto pa Englisi lekam. za yaw so newakay laram, Awal kho da che staso malomat naqes di , Da hizb e Islami bansat Hekmatyar saeb na da ekhay aw da karwan la hagha makhki da Niazi saeb la khwa shoro shawe wa che bya pa Hind ki pa shahadat waraseda.
    bya ba rasho da Habib ur Rahman Hekmatyar saeb khabaro ta, Da hizb da cha da plar na da da hizb yaw intekhabi hizb da. za da doy khud parasti ta hairan yem, za na la qutb u din na defa kom na la bal na, Har insan awal yaw adi insan we aw da hagha qabelyat aw da wakht teridal hagha yaw muqam ta rasawe ka hagha Arghanidwal sahib da , ka Engineer sahib Muhammad khan da aw ka qutb u din da. hamda kasan wa che hekmatyar sahib ye ghat karay wa .
    Habib ur Rahman la maray khitay farsi waye, doy day ma ta da wawaye che da 17 kala che taliban raghali doy sa kari? aya da jang dagar ye gatalay? aya da elam dagar ye gatalay? aya da khalko zrona ye gatalay? khapala Habib ur Rahman kho pa pekhawar ki pa toro shesho motar ki garzi aw kidayshe che hamda aws ham khapal facebook ta pa yakha kota ki nast we, kho swazi sok? hagha hizbyan che rekhtya da hizb pa noom zhwandi di. da talibano la wakht na ra pa day khwa tol hizbyan khawr aw paymala di sirif aw sirif da doy la lasa. ham talib wawahal ham america wawahal ham shora e nezar wawahal ham noro wawahal . hamda aws ham pa har konj da afghanistan ki bandi kegi kho hes sok nashta che pokhtana ye waki , cha ye pokhtana karay.
    Da hizb nor pa mar kido wa zaka che da palawyano tamay ye shkedalay way. hes sok pa donya ki ye na mani hata taliban ye na mani che warsra ham sangara di.
    za fiker kom che day khalko asli khidmat wako hizbyano ta ka doy gatonki kegi no kam az kam yaw kas ba we che da khpalo hizbyano pokhtana waki. la haghoy sara komak wakri da haghoy qabila khalak zay pa zay ki , da khpalay ideology khparawan wakri.
    za hairan day ta yem che da koma hizbyan jangegi doy jangegi walay, zaka che da jang khabara razi no da hizb islami sok safha ham na arawe, taliban di che da tawajo markez di.hasay ye zan ham badnam karay aw sa las ta ham na warzi.
    Da Hayran tya khabara kho da da che pa yaw halat ki ham taso na khoushalegay. ka la jamyat e islami sara jang wa no hum taso malamat kawal ka aws warsra sula kawe no ham taso khafa yasti, aya hamda ghowaray che da jang dawam waki ka na ghowaray che ra jor sho?
    khabaray may dera ogday shwe yaw akhri tabsera ham kom, ka abdullah abdullah kamyabegi no da sa da mashomano khabray na di che haghoy ba la hizbyano sara pohigi, engineer sahib muhammad khan ba da khapalo rayo pa zor razi aw hagha intekhabi we, hizb e islami da Afghanistan tar tolo loy hizb day aw da doy nazar andaz kawal asana khabara na da.jamyat aw shora e nezar domra la talib na na weregi somra che da hizbyano yaregi, za fiker kom che taso tar wakht makhki qazawat wako. da hizb e islami da palwayano josh ba tol afghanistan ta maloom she che kala da doy campaign shoro she.

    wasalam.

ځواب ورکول خېټور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *