تاند- د حزب اسلامي یوه جګپوړي غړي د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ پر سر له اسلامي جمعیت سره د عبدالهادي ارغندیوال انتخاباتي موافقه د نوموړي شخصي کار وباله، ویې ویل چې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د دې ايتلاف مخالف دی.

د دوشنبې په ورځ عبدالهادي ارغندیوال د اسلامي جمعیت ګوند د سرپرست صلاح الدین رباني په کور کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې پراساس یې انجنیر محمد خان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال نومول کېږي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته لاړ او رسماً یې ځان کاندید کړ. عبدالله محمد خان د لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړل.

محمد خان د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی خو په ګوند کې چندان موقعیت نه لري. ویل کېږي چې عبداله نوموړی د دې لپاره غوره بللی چې په لویو پرېکړو کې به خوله نه شي پرانستلی.

دواړو خواوو دا موافقه د اسلامي حزب او اسلامي جمعیت ترمنځ اعلان کړې ده خو د حکمتیار زوم او د اسلامي حزب چګپوړي غړي غیرت بهیر بي بي سي پښتو ته په مرکه کې وویل چې ګوند یې د ډاکتر عبدالله او عبدالهادي ارغندیوال د موافقې مخالف دی.

ده وویل دا موافقه د هغو کسانو له خوا شوې چې په «حزب» کې ملاتړ نه لري.

غیرت دا هم وویل چې ګوند یې هیڅکله د داسي یوه ايتلاف برخه کېدای نه شي.

بهیر په عین حال کې عبدالهادي ارغندیوال، محمد خان او قطب الدین هلال له حزبه وتلي کسان ونه بلل خو د دوی کار یې د حزب له شان او حیثیته لېري وباله.

قطب الدین هلال هم ویلي چې د خپلواک کاندید په توګه به ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړي او د بریالیتوب په صورت کې به هغه پروګرامونه عملي کړي چې د اسلامي حزب مشر یې غوښتونکی دی.

14 thoughts on “حزب اسلامي د ارغندیوال او عبدالله موافقه د دوی شخصي معامله وبلله”
  1. داحزب د داکتر غیرت دفلار دی زکه خو موږ تول ددوی غلامان یو سه چی حکمتیار او غیرت وای هغه به منو ۰۰۰خوار خرن به ګرزواومزی به تاسو کوی

  2. سلامونه
    د حزب اسلامي حٓخه دي همدي خبري توقع كيدله چي دا ائتلاف يو خپل سري كار وبولي،

  3. ورونو اوخویندوته سلام؛ دامعلوم الحاله باندیاډله له پخواتراوسه له امیره ترصغیره ډیره بیرحمه اوخونړۍدوره په پیښور اوکابل هیڅکه هم دولس له یاده ونوځي. زرداد،فریاد، کریاب ،قلم،چمن،پمن نارواوې به خصوصآدپښتون ولس په زړه دي.دابه دخدای رضاوي،اودکڼډو،یتیمانوآه به قبولې شوې وي.دادوستم انډیوالان وه

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ډاکټر صيب سهيل ته بايد په ګوته شي، چې په يو ګوند کې اصول وي، نو ځکه بايد هره پرېکړه او هر فعاليت بايد د يو ګوند د اساسنامې او برنامې په چوکاټ کې تر سره شي، نه دا چې د ګوند هر غړی پرته له دې چې د ګوند اصول په پام کې ونيسي او له يوي او يا بلې ډلې سره ائتلاف وکړي!
    اسلامې ګوند نن د جهاد په ډګر کې دی، نو د دغه ګوند د دريځ ضد ډلو سره (د امريکايي يرغلګرو د پوښښ لاندې ډلو سره) په ائتلاف ورګډېدل د ګوند سره جفا ده او له اساسنامې څخه يې سرغړونه ده! نو د حکمتيار دريځ په دې برخه کې سم دی!
    معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  5. زه وایم حزب ډیری غټی غټی خبری کولی، خدای وشرمول اخر دعبداله دامر لاندی شول، کاشکی دملاربانی اواحمدشاه مسعود سره مو دغه معاونیت دمجاهدینو دحکومت په وخت قبول کړی وای، مګراوس دامریکایانو په حکومت کی دهغه چا دلاس لاندی تابع شوی چه تاسی به په لس هاوو نومونو هر وخت یادوه.
    بله داچه داغلطه خبره ده چه ګلبدین وای چه دادارغندیوال او محمد خان دخپل سر پریکړی دی، دګلبدین رضایت پکی حتمند وه، که چیرته نه وای نودوی به سمدستی فیصله کړی وای چه دغه دوه کسه دګلبدین دحزب نه اخراج دی ، مګر بهیر خان بی بی سی ته وای.
    (بهیر په عین حال کې عبدالهادي ارغندیوال، محمد خان او قطب الدین هلال له حزبه وتلي کسان ونه بلل خو د دوی کار یې د حزب له شان او حیثیته لېري وباله.)

  6. دتاند درانده مشرتابه او دتاند عزتمنو لوستونکو او لیکونکو درناوی می ومنی
    په انتخباتو کی هر افغان حق او برخه لری ، دولس مشری دباره روان انتخابات او ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ انتخبات تول ولس ولیدل او ګوری به یی چی زوړ ملازړی تراویح بل څه نه تری جوړیږی ، افغان مسلمان ولس بی برخی وه او دی ، دنو به دی توګه دافغان تول ولس او به ځانګړی توګه دبکتیا مجاهد ولس د ټولو شهید پالونکو عزتمنو او پتمنو سپی ږیرو او ځوانانو څخه هیله کیږی ، چی ډیر محتاط ووسی آو به خاصه توګه هغه مجاهدو ورڼو ته چی په زرګونو عزیزان یی دجهاد به وخت کی له لاسه ورکړی او هغهو ننګیالیوته چی دلومړی ځل لپاره یی د خلق برچم پرضد به ځدراڼو ، منګلو ، څمکنیو و ډند او پټان او ځاخیو کی جهاد پیل او دهغو لمن یی له خلو سیمو ورتوله کړه ، خو کله چی دتنظمونو دقدرت ویش پیل شو ، دا بورته درندو قومونه ته به قدرت کی هسی چی لازم وه برخه ور نکړه شوه ، نوهیله ده چی یا ځبل مشر وټکی او یا درانده پر خای کینی ، نه دخبلو بچیانو بوزی اونه ګوتی بریکیدو ته ورکړی ، دا به زغرده باید ووایم چی دګوتو به شمار کسانو چی خانونه د مجاهیدینو او دپکتیا دولسونه مشران بولی ، دوی دخبل قدرت دباره سودا کړی و نه په دوی کی ملی اونه اسلامی روح موجود ،ایتلافونه او سودا روانه ده ، نه غولیږی ، به خبل ایمان او وجدان ټینګ اوسی ، هیڅ رهبر او قوماندان دتاسی دقومونو برخه به درنده تله نه تللی او نه به یی وتلی . وما علینا الاالبلاغ

  7. محترم عبدالله ع؛جهت برنده شدن به دومعاون ضرورت داشتید.محقق را نه بخاطرعلمیت وشهرتش،بلکه برای جلب رای اعتماد برادران هزاره ، امادرموردتعین خان محمد که سابقهء طولانی اطلاعات حزبی و{آ اس آی}را دارد،بنام نماینده پشتون یاحزب اسلامي اشتباه میکنیدزیرا که اونه شهرت ونه هم علمیت دارد.واګرتصمیم پنهانی است پس اظهارنظر محقق باخارجیها اطمینان بخش است،مباک باشد۰

  8. ورونو دایو حقیقت دی چی نن حزب اسلامی په ټوټه ټوټه کیدو دی او یو څه وخت مخکی هم ورسره داعمل شوی وو ددی یوازینی علت تکبوری ده او دا نور خلک ورته هیڅ نه شکاری او دوی خیال دادی چی دا دین اسلام زمونږ له تنظیم نه شایع کیږی نه داسی نه ده باید دوی ملت ته خدمت وکړی او ځان مخکی کړی دوی داسلام په نوم له خلکونه بدی استفادی وکړی اوس به یی الله شرموی

  9. فکرکوم ځنی وروڼه داحساساتو څخه ډګ لیکنی کوی چی دواقعتونو اوحقایقو څخه لری دی ایتلاُفونه هرچیرته منځ ته راځی چی دګوندونو لپاره ملی اوخپلی
    ګوندی ګټی په ګی خوندی وی خو دغه ايتلاف شاید ډیر په ځای اوښه نه وی ولی ټول اسلامی خزب ته سپکی سپوری ویل دعقل اومنطق نه شتون په ګوته کوی اواسلامی حزب دخپل ملت سره په هرغم اوناخواله کی ولاړ دی اوهرظالم ته سپر جوړشوی اومظلوم ملت په دفاع کی قربانی ورکړی دی نوداسی یو خزب ته سپکاوی تول ملت اوجهاد ته سپکاوی دی

  10. دا هثڅ امکان نه لری چی حزب اسلامی دی د جمعیت سره یوڅای شی هغه په دی خاطر ددی دواړو ترمنځ لویه فاصله موجود ده جمیعت د غرب ملاتړی او په پاتی کیدو یی ټینګار کوی حال دا چی حزب اسلامی له دی سره کلک محلفت کوی نو اوس تاسی فکر وکړی دا مکان لری بله خبره داده چی بدی ګی ځنی خارچی فشارونوموجودیت هم شته دی جی دادوړه دی ته و هڅوی جی سره کیشنی تاسی فکر وکړی که په دی کی د حزب موافقه موجود وی نو دوی به اینجنیر احمدخان نه معرفی کولو ځکه هغه په سیاست کی دیر ضعیفه نفردی حال داچی حزب دیر کوی سیاستمداران پخپل جوړشت کی لری نو له دی معلومیږی چی د یو په ټيټه سطخه تړون دی چی هیڅ نتیجه به ونلری نه افغانانو ته او نه عبدالله کولی شی چی په دی بانی خپل هدف ته ورسیږی

  11. درنو او قدرمنو افغانانو!
    اوس خو درته مالومه شوه چې زموږ چارواکو سره د ملت کوم غم نشته او ټول سره د خپلو خیټو او څوکیو او واک غم اخیستی دي کنه ماشومان چې هم له یو بل سره لس کاله جنګ او جګړه وکړي فکر نه کوم چې دومره ژر سره پخلا شي ایا دې دواړو ډلو د کابل په ورانولو او د زرهاو بې ګناه افغانانو په وژلو کې لاس نه درلود او په کلونو کلونو یې له یو بل سره دښمنۍ ندي پاللي او د یو او بل په وړاندې د جهاد اعلانونه نه وه کړي، خو اوس چې وخت د واک او قدرت را ورسید نو په خپلو منځونو کې یې سره اتحاد وکړ، څو یو ځل بیا د ددې مظلوم او بیګناه ولس د وینې زبېښلو ته لاسونه سره یو کړي.
    خو ښايي دا ځل نور دا بیچاره او مظلوم ولس ددوی په وعدو وانه غولېږي .

  12. محمد عمران خانه فکر کوم چې تاسو له خولې لا تر دې دمه د شېدو بوی ځي، که څخه هم چې زه د اسلامي حزب په ګډون د هېڅ کومې بهرنۍ جاسوسۍ شبکې (سیاسي حزب) سره ارتباط نه لرم. خو ستا څخه دا پوښتنه کوم چې آیا ته د غلو ایتلاف ته هیله من یې؟ او که نه یې نو بیا ولې……..؟

  13. last night (1 Oct, 2013) i listened to Eng.Gullbadin Hikmatyar in zhwandon TV. I had listened Eng sahib many time during jahad war when i was school child in Pakistan, i was very impressed by him as my father and many relatives always praise him. He was seemed to me a great patriot, loyalist and highly Islamic leader.
    This is the first time that i am listening to Eng. Sahib as independent, uninfluenced, in matured stage to evaluate him, As i had snoop from many people that Eng. Sahib is influenced by Pakistan and works for the benefits of Pakistan.
    He answered 20 questions the replies to those specific question was not satisfactory to me, neither it was inspirable. My general response to your all questions as follows;
    1. What is best alternative that you and your team has for the development of Afghanistan is war and war and war, as you said in your speech until USA knee down to you, you will continue war. As I see logically we cannot live un sided in this global world, as no country in this world is free from the influence of western world, though we muslim don’t want it. We all Muslims of the world are not in position. Thus war is not the solution.
    2. You are bias, which is not allowed in Islam. Your information about the ethnic %age of Afghanistan is wrong, so don’t mislead people, you said that just 5% pashtoon are in Afghanistan national Army. Don’t you think that it is biasness? It is necessary here to mention that I am pashtoon and I cannot speak Dari very well, as I belong from Logar province…..in this stage Afghanistan need an army, which defend that country, we afghan lack in army personal in quantity and quality, as we know the pashtoon are not applying to be soldiers, due to 100 of reason as their life be difficult in their village.
    3. I noted that you dragged almost every question to religious side and many time started praising islam in your reply, the question were not to differentiate between islam and Kufar. We all afghan are Muslims.
    4. You said that the water and human beings 1000 years before are the same water and human beings today. The structure of everything is the same but everything has changed multifold & Change is permanent.

  14. که رښتیا خبره درته ووایم کله چی حکمت یار صاحب واشنکټن ته لاړ او ریګین خپله لور ورولیږله چی زما زسره ملاقات وکړه خو هغه ورته وویل چی ځکه چی مونږ دروسانو په ضد دالله درضا پخاطر جهاد کوو که تاسره ملاقات وکړم نو بیا به دافغانستان غیرتمن ولس ووایی چی حکمتیار په امریکا خرڅ شوو نو هلته په امریکا کی حکمتیار صاحب قسم وکړ چی دامریکا په ډالرو ځان نه خرڅوم صد افرین په حکمتیار چی تر ننه پوری ځان دامریکا په ډالرو خرڅ نه کړو ژوندی دی وی حکمتیار او مړه دی وی دپردیو غلامان

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *