تاند- د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وايي، یو شمېر طالبان د افغانستان له حکومت سره سولې ته حاضرولی شي.
ښاغلي کریم وویل چې طالبانو له دوی څخه غوښتي چې د افغانستان د حکومت او دې ډلې ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي.
کریم وویل، که د افغانستان حکومت وغواړي حزب تیار دی چې د دولت او طالبانو د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي.
ښاغلي کریم د چهارشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د ملا رسول پر ډلې سربېره د هیبت الله د ډلې د طالبانو قوماندانانو د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر وویل چې د ملا رسول ډله هم د سولې خبرو ته حاضرېږي.
په همدې حال کې ځیني راپورونه وايي چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبان له مالي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو ویندوی چارلس کلیفلینډ هم تایید کړه چې طالبان له مالي تنګسې سره مخامخ شوي خو ویې ویل چې دا ډله لا هم دومره مالي ملاتړ کوونکي او منابع لري چې جګړې ته پرې دوام ورکړي.
Please publish this one at least. How does Chaless knows that Talipan face monetary problem and how does he know that they have enough supporter to continue the fight? If they know why they do not cut those ties for the removal of international terrorism. They still allow them to give such kind of support and kill Innocent Afghan Civilian.