تاند- د حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان له حکومته غوښتي چې په کابینه کې د حزب اسلامي هغه غړي ومني چې له مهاجرته راستنېږي.

د حزب له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي«په کابینه کې د ګډون لپاره مرکچي پلاوي ته د دولت له لوري په شوي وړاندیز کې د ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب څو تنه اجراییه غړي د وزارتونو د کاندیدانو په توګه دولت ته معرفي شوي، دا عمل زموږ د وروڼو د نېک اقدام او ښه نیت له کبله دی، موږ ورڅخه مننه او قدرداني کوو.

خو د دې لپاره چې اسلامي حزب په یو ډول د ملي یووالي په حکومت کې شامل دی او په کابینه کې فعال حضور لري، غوره ګڼو چې د وزارتونو لپاره کاندیدان زموږ د هغو وروڼو له منځه غوره شي چې د سولې له پروسې سره یوځای شوي او بېرته (له بهره) راغلي دي…»

د حزب اسلامي په دې خبرپاڼه کې، چې د کابل په خوشحالخان مېنه کې د دغه ګوند د مشرتابه پلاوي خپره کړې، په غوښتلي یا ناغوښتلي ډول ویل شوي چې حکمتیار له هیواده بهر دی.

د دې خبرپاڼې په لومړیو کرښو کې ویل شوي چې حزب اسلامي د دولت او اسلامي حزب د سولې دموافقې ملاتړ کوي او هیواد ته د ښاغلي حکمتیار راتګ ته په اشارې راغلي«انتظار ورود عزتمندانة شانرا به داخل کشور داشته و با گرمی زایدالوصف از آن استقبال می نماید…»

تر دې وړاندې حزب اسلامي تل ټینګار کړی چې حکمتیار د هیواد په داخل کې دی.

2 thoughts on “حزب اسلامي په کابینه کې د خپلو مهاجرو غړیو د معرفي کېدو غوښتونکی دی”
  1. کابل د زرګونو جنایتکارانو کور دی تا ته هم په کی ځای شته، خو اول به د غله سقاو زوی او د لنډغر مسعود زیارت کوی که غواړی چوکی وساتی هههههه

  2. دکابینې له چوکیو هغه غوایمه جوړه شوې چې حیرانه پاتې کوم یوه ته ځان بوکه کړی -دحزب اسلامی ناراضیان – اوسنی سرپرستان- دشورای حراست غړی – دجنبش پرتوګ کښ – دروشنایی غورځنګ- روند سبز- دعطانور ۱۵ غوایی -دجمعیت ناراضیان – دانوارالحق احدی خوسکیان – دفول برایت نوی راستانه شوی ځوانان – -دطالبانوکاندیدان- دجنبس همبستګی شوقیان – نوی ژڼی چې بلوغ ته رسیدلی راځی دخدای پار ده چوکی هغه صادقوا– متخصصو-اواهل خبره کسانو ته ورکی چې په کار پوه اودملت په غم کې ستی وی – نوربس ده داغوایمه څیرې ویرې شوه – لږپه ملت ورحمیږی داپه ګدی سپرو تنظیمیانو خو نه څرمن پریښوده َ نه غوښه اوخبر هډوکو ته رسیدلې – که په رښتیا مسلمانان یاست – او که داسلام په نوم لوټ کوی هغه جلا خبرده

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *